پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 47

نو حضرت یوسف لاړ او فرعون ته یې وفرمایل: <زما پلار او زما ورونه د خپلو رمو، پادو او خپلو ټولو شیانو سره چې درلودل یې د کنعان څخه راغلي دي او اوس د جوشن په سیمه کې دي.>
2 هغه د خپلو ورونو څخه پنځه تنه انتخاب کړل او فرعون ته یې وروپېژندل.
3 فرعون د هغوی څخه پوښتنه وکړه: <تاسو څه کار کوئ؟>هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د خپلو نیکونو په شان شپانه یو.
4 مونږ راغلي یو چې د یو څه مودې دپاره په دې وطن کې واوسېږو، ځکه چې د کنعان په خاوره کې ډېره سخته قحطي ده او هلته زمونږ د رمو دپاره څړځای نشته. نو اوس مونږ ته اجازه راکړئ چې د جوشن په سیمه کې واوسېږو.>
5 فرعون حضرت یوسف ته وویل: <اوس چې ستا پلار او ورونه تاته راغلي دي،
6 د مصر ځمکه ستا په مخ کې ده. پرېږده چې هغوی د جوشن په سیمه کې چې د دې هېواد ترټولو ښه ځمکه ده واوسیږي. همدارنګه زه غواړم چې ستاسو ډېر ښه شپانه دې زما پسونه او وزې وساتي.>
7 بیا حضرت یوسف خپل پلار حضرت یعقوب راوست او فرعون ته یې وروپېژانده. حضرت یعقوب فرعون ته برکت ورکړ.
8 فرعون د حضرت یعقوب څخه پوښتنه وکړه: <ستا عمر څومره دی؟>
9 حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <زما د عمر یوسلو دېرش کاله شوي دي او له یو ځای څخه مې بل ځای ته کډه کړې ده. زما پلرونو او نیکونو هم له یو ځای څخه بل ځای ته کډه کړې ده. مګر هغوی اوږد عمر درلود او د هغوی ژوند زما د ژوند په شان سخت نه ؤ.>
10 حضرت یعقوب یو ځل بیا فرعون ته برکت ورکړ او د هغه د حضور څخه لاړ.
11 نو حضرت یوسف د فرعون د امر سره سم خپل پلار او ورونو ته په مصر کې ډېر ښه ځای چې د رعمسیس ښار ته نژدې ؤ ورکړ.
12 حضرت یوسف خپل پلار، خپلو ورونو او د خپل پلار ټولې کورنۍ ته د هغوی د اولادونو د شمېر سره سم خواړه برابرول.
13 قحطي دومره سخته شوه چې په ټوله سیمه کې ډوډۍ نه وه او د کنعان او مصر خلک د لوږې له لاسه کمزوري شول.
14 د مصر او کنعان د خلکو سره چې څومره پیسې وې هغه ټولې یې د غلو د اخیستلو په بدل کې حضرت یوسف ته ورکړې او حضرت یوسف هغه پیسې واخیستلې او د فرعون په خزانه کې یې کېښودلې.
15 کله چې د مصر او د کنعان د خلکو پیسې خلاصې شوې نو ټول مصریان حضرت یوسف ته راغلل او ویې ویل: <زمونږ ټولې پیسې خلاصې شوې، مونږ ته غلې دانې راکړئ. دې ته مو مه پرېږدئ چې تاسو راته ګورئ او مونږ مړه کېږو.>
16 حضرت یوسف ځواب ورکړ: <که چېرې ستاسو پیسې خلاصې شوې وي نو خپل حیوانات راولئ. زه به ستاسو د حیواناتو په بدل کې په تاسو باندې غلې دانې خرڅې کړم.>
17 نو هغوی حضرت یوسف ته خپل حیوانات راوستل او حضرت یوسف د هغوی د اسونو، پسونو، وزو، غوایانو او خرو په بدل کې ورته غله ورکړه او په هغه کال یې هغوی ته د دوی د ټولو حیواناتو په بدل کې غله ورسوله.
18 کله چې هغه کال تېر شو، د قحطۍ په بل کال هغوی حضرت یوسف ته راغلل او ویې ویل: <باداره، ستاسو څخه دا حقیقت نه شو پټولی چې زمونږ ټولې پیسې خلاصې شوې دي او زمونږ حیوانات هم ستاسو شول. زمونږ سره د خپل ځان او ځمکې څخه پرته نور څه نه دي پاتې چې تاسو ته یې درکړو.
19 مونږ دې ته مه پرېږدئ چې مړه شو! مه پرېږدئ چې زمونږ ځمکه شاړه شي. مونږ او زمونږ ځمکه د غلو دانو په بدل کې واخلئ. مونږ به د فرعون غلامان شو او هغه به زمونږ د ځمکې خاوند شي. مونږ ته غله راکړئ چې ژوندي پاتې شو او تخم راکړئ چې خپلې ځمکې وکرو.>
20 نو حضرت یوسف د مصر ټوله ځمکه فرعون ته واخیستله. مصریانو هر یو خپله ځمکه خرڅه کړه ځکه چې په هغوی باندې سخته قحطي شوه او ځمکه د فرعون شوه.
21 حضرت یوسف د مصر د یو سر څخه تر بل سر پورې خلک غلامان کړل.
22 یوازینۍ ځمکه چې حضرت یوسف په بیه نه وه اخیستې هغه د کاهنانو ځمکه وه، ځکه چې کاهنانو ته به د فرعون له خوا یو څه ورکول کېدل چې خپل ژوند ورباندې وکړي. په دې سبب هغوی خپله ځمکه خرڅه نه کړه.
23 حضرت یوسف خلکو ته وفرمایل: <اوس چې ما ستاسو ځمکې او تاسو د فرعون دپاره اخیستي یئ، دا دی تخم ستاسو دپاره چې په خپلو ځمکو کې یې وکرئ.
24 مګر کله چې د حاصل وخت راشي، نو تاسو به د هغې څخه پنځمه برخه فرعون ته ورکړئ او پاتې څلور برخې د ځمکو د تخم او خپل ځان، خپلو کورنیو او خپلو ماشومانو ته د خوراک دپاره وساتئ.>
25 هغوی وویل: <باداره، تاسو زمونږ سره نېکي وکړله او زمونږ ژوند مو وژغوره. نو مونږ به د فرعون غلامان یو.>
26 نو حضرت یوسف د مصر په خاوره کې دا قانون وټاکه چې د محصولاتو پنځمه برخه به د فرعون وي. دغه قانون تر نن ورځې پورې په خپل قوت پاتې دی. یوازې د کاهنانو ځمکه د فرعون جایداد نه شو.
27 نو اسراییلیان په مصر کې د جوشن په سیمه کې اوسېدل. په هغه ځای کې دوی شتمني لاس ته راوړه او د ډېرو اولادونو خاوندان شول.
28 حضرت یعقوب په مصر کې اوولس کاله ژوند وکړ او په یوسلو اووه څلوېښت کلنۍ کې وفات شو.
29 کله چې د حضرت یعقوب د وفات کېدلو وخت رانژدې شو، هغه خپل زوی حضرت یوسف راوغوښت او هغه ته یې وفرمایل: <که چېرې زه درباندې په رښتیا ګران یم نو خپل لاس دې زما د ورون لاندې کېږده او زما سره لوظ وکړه چې ما به په مصر کې نه ښخوې.
30 زه غواړم په هغه ځای کې ښخ کړای شم چې زما نیکونه په کې ښخ دي. ما د مصر څخه یوسه او په کوم ځای کې چې هغوی ښخ شوي دي هلته مې ښخ کړه.>حضرت یوسف ځواب ورکړ: <څنګه چې ته وایې همداسې به وکړم.>
31 حضرت یعقوب وفرمایل: <زما سره لوظ وکړه چې ته به دا کار کوې.> حضرت یوسف لوظ وکړ او حضرت یعقوب په خپل کټ باندې سر ټیټ کړ او شکر یې ادا کړ.