پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 32

حضرت یعقوب هم په خپله مخه لاړ او د خدای پاک فرښتې ورسره مخامخ شوې.
2 کله چې حضرت یعقوب هغوی ولیدلې ویې فرمایل: <دا د خدای پاک کمپ دی.> نو د هغه ځای نوم یې محنایم کېښود.
3 حضرت یعقوب د ځان څخه مخکې خپل ورور عیسو ته د ادوم خاورې ته استازي ولېږل.
4 هغوی ته یې وفرمایل: <زما بادار عیسو ته ووایئ چې ستا غلام یعقوب داسې وایي: زه د لابان سره اوسېدم او تر اوسه پورې هلته پاتې وم.
5 زه د پادو، خرو، پسونو، وزو، غلامانو او وینځو خاوند شوی یم. اوس مې خپل بادار ته دغه پیغام ولېږه چې په ما باندې مهرباني وکړې.>
6 کله چې استازي بېرته حضرت یعقوب ته راستانه شول، هغوی وویل: <ستا ورور عیسو ته لاړو او هغه د څلورسوه نفرو سره ستا د لیدلو دپاره راروان دی.>
7 نو حضرت یعقوب ډېر ووېرېد او پرېشانه شو. هغه خپل خلک او رمې، پادې او اوښان په دوه ډلو باندې ووېشل.
8 هغه فکر وکړ: <که چېرې عیسو په اولنۍ ډلې باندې حمله وکړي، نو بله ډله به وکولی شي چې وتښتي.>
9 بیا حضرت یعقوب دعا وکړه: <ای زما د پلار حضرت ابراهیم خدایه او زما د پلار حضرت اسحاق خدایه، ای څښتنه چې ماته دې وفرمایل: خپل وطن او خپلو خپلوانو ته بېرته لاړ شه، زه به تا خوشبخته کړم.
10 زه د هغو ټولو مهربانیو او وفاداریو وړ نه یم چې د خپل غلام سره دې کړي دي. کله چې زه د اردن د سیند څخه تېرېدم، نو زما سره یوازې یوه امسا وه. او اوس زه د دوو لویو ډلو خاوند یم.
11 اوس تاته سوال کوم چې ما د خپل ورور عیسو له لاسه وژغوره، ځکه زه وېرېږم چې هغه به راشي او په مونږ به حمله وکړي او مونږ به له ښځو او ماشومانو سره له منځه یوسي.
12 بلکه هغه وعده رایاده کړه چې تا زما سره کړې وه چې ما سره به ښه کوې او زما اولاده به د دریاب د شګو په شان داسې زیاتوې چې ونه شمېرل شي.>
13 هغه هلته شپه تېره کړه او هرڅه چې یې درلودل د هغو څخه یې د خپل ورور عیسو دپاره سوغات انتخاب کړ:
14 دوه سوه وزې او شل وزان، دوه سوه مېږې او شل پسونه،
15 دېرش اوښې د هغو د بچیو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوایان، شل خرې او لس خره.
16 هغوی یې په دوه ډلو ووېشل او خپلو غلامانو ته یې وسپارل او هغوی ته یې وفرمایل: <زما څخه مخکې ځئ او د ډلو ترمنځ فاصله پرېږدئ.>
17 حضرت یعقوب هغه غلام ته چې مخکې روان ؤ، حکم وکړ: <څه وخت چې زما ورور عیسو ستا سره مخامخ شي او پوښتنه وکړي چې ستاسو بادار څوک دی؟ تاسو چېرې ځئ؟ او ستاسو په مخکې دا حیوانات د چا دي؟
18 باید ووایې: دا ستا د غلام یعقوب دي او هغه یې د سوغات په توګه خپل بادار عیسو دپاره لېږلي دي او په خپله یعقوب هم زمونږ پسې راروان دی.>
19 همدارنګه هغه دوهم، دریم او ټولو پادوانانو ته امر وکړ: <څه وخت چې د عیسو سره مخامخ شئ، نو همداسې به ورته وایئ.
20 خامخا ووایئ چې ستا غلام یعقوب زمونږ پسې راروان دی.> ځکه هغه فکر کاوه چې د دې سوغاتونو په وسیله به چې مخکې مې لېږلي دي د هغه قهر سوړ کړم او چې کله د هغه سره مخامخ شم کېدای شي چې هغه ما وبخښي.
21 نو د حضرت یعقوب سوغاتونه له هغه څخه مخکې لاړل خو هغه شپه په کمپ کې تېره کړه.
22 په هماغه شپه حضرت یعقوب پاڅېد او خپلې دوه ښځې، دوه وینځې او خپل یوولس زامن یې واخیستل او د یبوق د سیند په ګودر باندې پورې وتل.
23 وروسته له دې چې هغوی یې د سیند څخه پورې ویستل، هغه خپل مال او شتمني هم ولېږله.
24 نو حضرت یعقوب یوازې پاتې شو او یو نفر راغی او د هغه سره یې د سهار تر رڼایۍ پورې غېږه ونیوله.
25 نو کله چې هغه نفر ولیدل چې په حضرت یعقوب باندې بری نه شي موندلی، نو د حضرت یعقوب په ورون باندې یې ګوزار وکړ او د هغه ورون له بنده وخوت.
26 نو بیا هغه سړي وویل: <ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې لمر په راختلو دی.>لیکن حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <ترڅو چې ماته برکت رانه کړې تا نه پرېږدم چې لاړ شې.>
27 هغه نفر د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ستا نوم څه دی؟>هغه ځواب ورکړ: <یعقوب.>
28 هغه نفر وویل: <له دې وروسته به نور ستا نوم یعقوب نه وي، بلکه اسراییل به وي، ځکه چې تا د خدای او انسان سره غېږه ونیوله او بریالی شوې.>
29 حضرت یعقوب وفرمایل: <خپل نوم دې ماته ووایه.>مګر هغه ځواب ورکړ: <ولې زما د نوم پوښتنه کوې؟> نو په هغه ځای کې یې حضرت یعقوب ته برکت ورکړ.
30 نو حضرت یعقوب وفرمایل: <خدای پاک مې مخامخ ولید او لا تر اوسه هم ژوندی پاتې یم.> نو حضرت یعقوب هغه ځای د فنیئیل په نوم یاد کړ.
31 د لمرخاته په وخت کې هغه د فنیئیل څخه تېر شو او د خپل ورانه په سبب یې ګوډ، ګوډ تګ کاوه.
32 په همدې خاطر اسراییلیان تر نن ورځې پورې هغه پله چې د ورون د بنده پورې نښتې ده نه خوري، ځکه چې د حضرت یعقوب د ورانه همدې برخې ګوزار خوړلی ؤ.