پیدایښت
څپرکی 42
کله چې حضرت یعقوب خبر شو چې په مصر کې غلې دانې شته، نو هغه خپلو زامنو ته وویل: <تاسو ولې هسې ناست یئ او یو او بل ته ګورئ؟
2 ما اورېدلي دي چې په مصر کې غلې دانې شته. هلته لاړ شئ او زمونږ دپاره یو څه واخلئ چې له لوږې څخه مړه نه شو.>
3 نو د حضرت یوسف لس ورونه د غلو دانو د اخیستلو دپاره مصر ته لاړل.
4 مګر حضرت یعقوب د حضرت یوسف ورور بنیامین د هغوی سره ونه لېږه ځکه چې هغه وېرېده چې کوم زیان ورته ونه رسیږي.
5 نو د حضرت یعقوب زامن هم د هغو کنعانیانو په ډله کې وو چې د غلې د اخیستلو دپاره راغلي وو، ځکه چې په کنعان کې هم قحطي وه.
6 حضرت یوسف د مصر د دوهم مشر په توګه د ټولې دنیا په خلکو باندې غله خرڅوله، نو کله چې د حضرت یوسف ورونه راورسېدل هغه ته په سجده پرېوتل.
7 څنګه چې حضرت یوسف خپل ورونه ولیدل هغوی یې وپېژندل مګر ځان یې هغوی ته لکه د یو پردي په شان وښود او د هغوی سره یې په سخته لهجه خبرې وکړې. هغه پوښتنه ورڅخه وکړه: <له کوم ځای څخه راغلي یئ؟>هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د کنعان څخه راغلي یو چې یو څه غله واخلو.>
8 که څه هم حضرت یوسف خپل ورونه وپېژندل مګر هغوی حضرت یوسف ونه پېژانده.
9 په دې وخت کې حضرت یوسف خپل هغه خوبونه رایاد کړل چې د هغوی په باره کې یې لیدلي وو او هغوی ته یې وفرمایل: <تاسو جاسوسان یئ! تاسو د دې دپاره راغلي یئ چې وګورئ زمونږ په هېواد کې د کوم ځای امنیت کمزوری دی.>
10 هغوی ځواب ورکړ: <نه زما باداره، ستا غلامان د غلې د اخیستلو دپاره راغلي دي.
11 مونږ ټول ورونه یو. مونږ جاسوسان نه یو، مونږ صادق خلک یو.>
12 حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <نه! تاسو د دې دپاره راغلي یئ چې وګورئ زمونږ په هېواد کې د کوم ځای امنیت کمزوری دی.>
13 هغوی ځواب ورکړ: <ستا غلامان دولس ورونه د یو سړي زامن یو چې هغه د کنعان په خاوره کې اوسیږي. یو ورور مو مړ شوی دی او کشر ورور اوس زمونږ د پلار سره دی.>
14 حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <دا همدا خبره ده لکه څنګه چې ما درته ویلي وو. تاسو جاسوسان یئ.
15 اوس به تاسو په دې ډول وازمایلی شئ. زه د فرعون په ژوندون باندې قسم خورم چې تاسو به هیڅکله له دې ځایه لاړ نه شئ تر هغې پورې چې ستاسو کشر ورور دلته رانه شي.
16 ستاسو څخه دې یو تن لاړ شي چې ستاسو ورور راولي او پاتې به په زندان کې وساتل شي ترڅو ستاسو خبره وازمایلی شي چې تاسو رښتیا وایئ او که نه. که داسې نه وي نو د فرعون په نامه باندې قسم خورم چې تاسو جاسوسان یئ.>
17 هغوی یې درې ورځې په زندان کې وساتل.
18 په دریمه ورځ حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <زه له خدایه وېرېږم. زه به تاسو په یو شرط ژوندي پرېږدم،
19 که چېرې تاسو صادقان یئ، نو ستاسو د ورونو څخه دې یو نفر په زندان کې پاتې شي او نور کولی شي چې لاړ شي او خپلو وږیو کورنیو ته غله یوسي.
20 مګر تاسو خامخا خپل کشر ورور ماته راولئ نو ستاسو خبره به ثابته شي چې رښتیا وایئ او تاسو به مړه نه شئ.>هغوی رضا شول
21 او یو بل ته یې وویل: <اوس مونږ دغه تکلیف د هغه کار په نتیجه کې وینو چې د خپل ورور سره مو کړی دی. مونږ ولیدل چې هغه په لوی مصیبت کې ؤ او مونږ ته یې د خپل ژوند دپاره زاري کوله، مګر مونږ قبوله نه کړه. په همدې سبب دغه مصیبت په مونږ باندې راغلی دی.>
22 روبین ځواب ورکړ: <آیا تاسو ته مې ونه ویل چې د دې هلک په مقابل کې ګناه مه کوئ؟ مګر تاسو زما خبره ونه منله! اوس به مونږ د هغه د وینې حساب ورکوو.>
23 هغوی ته معلومه نه وه چې حضرت یوسف د هغوی په خبرو باندې پوهیږي، ځکه چې دوی د هغه سره د ترجمان په وسیله خبرې کولې.
24 حضرت یوسف د هغوی څخه لېرې لاړ او په ژړا شو. مګر بېرته دوی ته راستون شو او بیا یې د هغوی سره خبرې وکړې. د هغوی څخه یې شمعون ونیوه او د هغوی په مخ کې یې وتاړه.
25 حضرت یوسف امر وکړ چې د هغوی بوجۍ دې د غلو دانو څخه ډکې شي او د هر نفر پیسې دې بېرته د هغه په بوجۍ کې کېښودلې شي او هغوی ته دې د سفر دپاره خواړه ورکړای شي. نو همداسې یې ورسره وکړل.
26 هغوی غله په خپلو خرو باندې بار کړه او روان شول.
27 په هغه ځای کې چې هغوی د شپې تېرولو دپاره پاتې شول، یو تن خپله بوجۍ خلاصه کړه چې خپل خره ته خوراک ورکړي. خپلې پیسې یې ولیدلې چې د بوجۍ په خوله کې وې.
28 هغه خپلو ورونو ته وویل: <زما پیسې یې بېرته ماته راکړې دي او دلته زما په بوجۍ کې دي.> د هغوی زړونه ولوېدل او په رېږدېدلو یې یو بل ته مخ واړاوه او ویې وویل: <دا څه دي چې خدای پاک زمونږ سره وکړل؟>
29 کله چې هغوی خپل پلار حضرت یعقوب ته د کنعان خاورې ته راغلل، نو هغه څه چې په هغوی باندې تېر شوي وو هغه ته یې بیان کړل او ویې ویل:
30 <د مصر دوهم مشر زمونږ سره په سخته لهجه خبرې وکړې او په مونږ باندې یې دا تور ولګاوه چې مونږ د هغه په خاوره کې جاسوسي کوو.
31 مګر مونږ هغه ته وویل چې مونږ صادق خلک یو، مونږ جاسوسان نه یو.
32 مونږ دولس ورونه او د یو پلار زامن یو. زمونږ یو ورور مړ شوی دی او کشر ورور مو په کنعان کې زمونږ د پلار سره دی.
33 د مصر دوهم مشر په ځواب کې وویل: هغه وخت به زه پوه شم چې تاسو صادقان یئ چې د خپلو ورونو څخه یو دلته زما سره پرېږدئ او د خپلو وږیو کورنیو دپاره غله واخلئ او لاړ شئ.
34 مګر خپل کشر ورور ماته راولئ، نو زه به پوه شم چې تاسو جاسوسان نه یئ بلکه صادقان یئ. بیا به هغه وخت تاسو ته خپل ورور بېرته درکړم او تاسو به وکولی شئ چې دلته پاتې شئ او سوداګري وکړئ.>
35 نو څنګه چې هغوی خپلې بوجۍ خالي کړې، د هر نفر په بوجۍ کې د هغه د پیسو کڅوړه وه. کله چې هغوی او د هغوی پلار د پیسو کڅوړې ولیدلې نو ووېرېدل.
36 د هغوی پلار حضرت یعقوب هغوی ته وفرمایل: <تاسو زه د خپلو اولادونو څخه بې برخې کړم، یوسف نور نشته او شمعون نور نشته. اوس غواړئ چې بنیامین بوځئ. دا هرڅه زما سره کیږي!>
37 په دې وخت کې روبین خپل پلار ته وویل: <که بنیامین مې بېرته تاته رانه وست زما دواړه زامن ووژنه. هغه ماته وسپاره زه به یې بېرته راولم.>
38 مګر حضرت یعقوب وفرمایل: <زما زوی به ستاسو سره هلته نه ځي. د هغه ورور مړ شوی دی او هغه یوازې پاتې دی. که چېرې په لاره کې په هغه باندې څه پېښه وشي نو زه زوړ سړی یم، له غمه به مړ شم او تاسو ټول به ملامته شئ.>