پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 43

په کنعان کې قحطي نوره هم سخته شوه.
2 نو کله چې هغوی هغه ټوله غله چې د مصر څخه یې راوړې وه وخوړله، نو حضرت یعقوب خپلو زامنو ته وفرمایل: <بېرته لاړ شئ او لږه نوره غله زمونږ دپاره واخلئ.>
3 مګر یهودا هغه ته وویل: <هغه سړي مونږ ته په ټینګه خبرداری راکړی دی چې ترڅو پورې چې ستاسو ورور ستاسو سره نه وي، زما مخ به بیا ونه وینئ.
4 که زمونږ ورور دې زمونږ سره ولېږه نو مونږ به لاړ شو او ستا دپاره به خواړه واخلو.
5 مګر که هغه دې ونه لېږه نو مونږ نه ځو، ځکه چې هغه سړي مونږ ته وویل: ترڅو پورې چې ستاسو ورور ستاسو سره نه وي نو نور به زما مخ ونه وینئ.>
6 حضرت یعقوب وفرمایل: <زه مو ولې د داسې سخت تکلیف سره مخامخ کړم چې هغه سړي ته مو وویل چې ستاسو بل ورور هم شته؟>
7 هغوی ځواب ورکړ: <هغه سړي په ډېر غور سره زمونږ او زمونږ د کورنۍ په باره کې زمونږ څخه پوښتنې وکړې ویې ویل: آیا ستاسو پلار تر اوسه پورې ژوندی دی؟ ستاسو بل ورور شته؟ مونږ یوازې د هغه پوښتنو ته ځواب ورکړی دی. مونږ څه پوهېدلو چې هغه به مونږ ته ووایي چې خپل ورور دلته راولئ.>
8 یهودا خپل پلار حضرت یعقوب ته وویل: <هلک زما سره ولېږه. مونږ به سمدستي لاړ شو چې مونږ او تاسو او زمونږ ماشومان ژوندي پاتې شو او له لوږې څخه مړه نه شو.
9 زه په خپله د هغه د سلامتیا ضمانت کوم. ته کولی شې چې د هغه مسئولیت زما په غاړه واچوې. که چېرې هغه تاته رانه ولم او ستا په مخکې یې حاضر نه کړم، زه به تاته د تل دپاره ملامت یم.
10 که چېرې مونږ ځنډ نه وای کړی نو تر اوسه پورې به مونږ دوه ځلې تللي او بېرته به راغلي وای.>
11 بیا د هغوی پلار حضرت یعقوب هغوی ته وفرمایل: <که داسې وي نو دا کار وکړئ. د خپل هېواد د ډېرو ښو پیداوارو څخه یو څه واخلئ او په خپلو بوجیو کې یې واچوئ او لږ څه ملهم، شات، مساله، کنډ، پسته او بادام هغه سړي ته د سوغات په توګه یوسئ.
12 دوه چنده پیسې د ځانه سره واخلئ ځکه هغه پیسې چې بېرته ستاسو د بوجیو په خولو کې ایښودل شوې وې باید بېرته ورکړئ. کېدای شي چې د هغوی څخه سهوه شوې وي.
13 خپل ورور هم واخلئ او سمدستي بېرته هغه سړي ته ورشئ.
14 مطلق قادر خدای دې هغه سړی په تاسو باندې مهربانه کړي ترڅو هغه بنیامین او ستاسو بل ورور بېرته تاسو ته درکړي. که چېرې زه بې اولاده کېږم نو بې اولاده دې شم.>
15 نو هغو ورونو سوغاتونه او دوه چنده پیسې واخیستلې او د بنیامین سره مصر ته روان شول او هغوی خپل ځانونه حضرت یوسف ته ورحاضر کړل.
16 کله چې حضرت یوسف د هغوی سره بنیامین ولید نو د خپل کور ناظر ته یې وفرمایل: <دا خلک زما کور ته بوځه او یو حیوان حلال کړه او تیار یې کړه چې دوی به غرمه زما سره ډوډۍ خوري.>
17 لکه څنګه چې حضرت یوسف امر کړی ؤ هغه سړي هماغه شان وکړل او هغه خلک یې د حضرت یوسف کور ته راوستل.
18 کله چې هغوی د حضرت یوسف کور ته راوستل شول نو ووېرېدل. دوی فکر کاوه: <مونږ د هغو پیسو په سبب چې په اول ځل زمونږ په بوجیو کې بېرته ایښودل شوې وې، دلته راوستل شوي یو. هغه غواړي چې مونږ بندیان کړي، مونږ خپل غلامان کړي او زمونږ څخه خره واخلي.>
19 نو هغوی د حضرت یوسف ناظر ته ورغلل او د کور په دروازه کې یې د هغه سره خبرې وکړې.
20 هغوی وویل: <ای باداره! مونږ دلته یو ځلې مخکې د غلو دانو د اخیستلو دپاره راغلي وو،
21 خو کله چې په یو ځای کې د شپې تېرولو دپاره ودرېدو، مونږ خپلې بوجۍ پرانیستلې او هر یو خپلې پیسې په هماغه خپله اندازه د خپلو بوجیو په خولو کې وموندلې. نو مونږ هغه بېرته د خپل ځان سره راوړې دي.
22 همدارنګه مونږ نورې پیسې هم د ځان سره راوړې دي چې نوره غله واخلو. مونږ نه پوهېږو چې چا زمونږ په بوجیو کې هغه پیسې اچولې وې.>
23 ناظر وویل: <اندېښنه مه کوئ او مه وېرېږئ. ستاسو او ستاسو د پلار خدای ستاسو په بوجیو کې تاسو ته خزانه ایښې ده. ستاسو پیسې ماته راورسېدلې.> نو شمعون یې هغوی ته راوست.
24 ناظر د حضرت یوسف ورونه د هغه کور ته دننه بوتلل او هغوی ته یې اوبه ورکړې چې خپلې پښې ومینځي او د هغوی خرو ته یې واښه ورکړل.
25 هغوی سوغاتونه تیار کړل چې حضرت یوسف به غرمې ته راشي، ځکه چې دوی ته ویل شوي وو چې ډوډۍ به هلته وخوري.
26 کله چې حضرت یوسف کور ته راغی، نو دوی هغه سوغاتونه چې کور ته یې راوړي وو هغه ته وړاندې کړل او د هغه په مخکې په ځمکه پرېوتل او سجده یې ورته وکړه.
27 هغه د دوی د روغتیا په هکله پوښتنه وکړه او بیا یې وفرمایل: <ستاسو زوړ پلار چې تاسو د هغه په باره کې ویلي وو څنګه دی؟ آیا هغه تر اوسه پورې ژوندی دی؟>
28 هغوی وویل: <ستا غلام یعنې زمونږ پلار تر اوسه پورې ژوندی دی او ښه دی.> دوی پړمخې پرېوتل او د هغه په وړاندې یې د احترام سرونه ټیټ کړل.
29 کله چې حضرت یوسف خپل سکه ورور بنیامین ولیده، هغه پوښتنه وکړه: <آیا ستاسو کشر ورور چې تاسو ماته د هغه په باره کې ویلي وو دا دی؟ ای زما زویه! خدای پاک دې تاته برکت درکړي.>
30 حضرت یوسف سمدستي لاړ، ځکه چې د خپل ورور په لیدلو باندې ډېر احساساتي شو او د ژړا ځای یې لټاوه. هغه خپلې شخصي کوټې ته ننوت او هلته یې وژړل.
31 وروسته له هغې چې خپل مخ یې ومینځه دباندې راووت. خپل ځان یې کنترول کړ او ویې فرمایل: <ډوډۍ راوړئ.>
32 حضرت یوسف ته یې په یو دسترخوان باندې ډوډۍ ورکړه او د هغه ورونو ته یې په بل دسترخوان باندې. مصریانو ته یې چې هلته یې ډوډۍ خوړله جدا کېښودله ځکه چې هغوی به د عبرانیانو سره ډوډۍ نه خوړله. مصریانو د عبرانیانو سره ډوډۍ خوړل حرام ګڼل.
33 د هغه ورونه د هغوی د عمر له مخې د مشر څخه تر کشره پورې د حضرت یوسف په مخکې کښېنول شول او هغوی په حیرانتیا سره یو بل ته کتل.
34 هغوی ته د حضرت یوسف د دسترخوان څخه ډوډۍ ورکړای شوه او د بنیامین برخه د نورو ټولو څخه پنځه چنده زیاته وه. نو هغوی د حضرت یوسف سره وخوړل او ویې څښل او خوشالي یې وکړه ترڅو چې نېشه شول.