پیدایښت
څپرکی 44
حضرت یوسف د خپل کور ناظر ته امر وکړ: <د دې خلکو بوجۍ ګانې د غلو دانو څخه دومره ډکې کړه چې څومره دوی وړلی شي او د هر نفر پیسې د هغه د بوجۍ په خوله کې کېږده.
2 زما د سپینو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خوله کې د هغه د غلو دانو د پیسو سره کېږده.> نو څنګه چې حضرت یوسف هغه ته فرمایلي وو همداسې یې وکړل.
3 سهار وختي د حضرت یوسف ورونه د خپلو خرو سره په خپله لاره رخصت کړای شول.
4 هغوی لا د ښار څخه دومره لېرې نه وو تللي چې حضرت یوسف د خپل کور ناظر ته وفرمایل: <پاڅه او هغو خلکو پسې ورشه او کله چې هغوی ته ورسېدلې ورته ووایه چې تاسو ولې د نېکۍ په بدل کې بدي وکړه؟
5 تاسو ولې زما د بادار د سپینو زرو جام چې هغه په کې څښل کوي او فال ورباندې ګوري غلا کړ؟ تاسو ډېر بد کار وکړ.>
6 کله چې ناظر هغوی ته ورورسېد نو دا خبرې یې هغوی ته تکرار کړې.
7 مګر هغوی ورته ځواب ورکړ: <ای زمونږ باداره، ولې داسې خبرې کوې؟ مونږ قسم خورو چې مونږ داسې کار نه دی کړی.
8 ګوره! هغه پیسې چې مونږ د خپلو بوجیو په خولو کې پیدا کړې بېرته مو د کنعان د خاورې څخه تاسو ته راوړلې، نو څنګه به ستا د بادار د کور څخه سره زر یا سپین زر غلا کړو؟
9 که هغه په مونږ کې د کوم یو سره پیدا شي هغه دې ووژل شي او مونږ دې ستا غلامان شو.>
10 بیا هغه وویل: <ډېر ښه. مګر یوازې هغه چا سره چې جام پیدا شي هغه به زما غلام شي او تاسو نور به د ملامتیا څخه خلاص شئ.>
11 هغوی هر یو په چالاکۍ سره خپله بوجۍ کوزه کړه او هغه یې پرانیستلې.
12 بیا ناظر شروع وکړه او د مشر څخه نیولې تر کشره پورې یې په غور سره ولټول او جام د بنیامین په بوجۍ کې وموندل شو.
13 په دې وخت کې هغوی له غمه خپل کالي وشکول، خپل خره یې بار کړل او ښار ته راستانه شول.
14 کله چې یهودا او د هغه ورونه د حضرت یوسف کور ته راغلل، هغه لا هلته ؤ او هغوی د حضرت یوسف په مخ کې په ځمکه پرېوتل.
15 حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <تاسو څه وکړل؟ آیا تاسو نه پوهېدلئ چې زما په شان سړی کولی شي چې د فال په وسیله شیان راپیدا کړي؟>
16 یهودا ځواب ورکړ: <ای باداره، تاسو ته څه ووایو؟ مونږ څه ویلی شو؟ خپله بې ګناهي څرنګه ثابته کړو؟ خدای پاک زمونږ ګناه ښکاره کړه. اوس به مونږ ټول او هغه چې جام ورسره پیدا شوی دی ستاسو غلامان شو.>
17 مګر حضرت یوسف وفرمایل: <نه! زه به هیڅکله داسې ونه کړم! یوازې هغه څوک به زما غلام شي چې جام ورسره موندل شوی دی او تاسو نور په خیر سره بېرته خپل پلار ته لاړ شئ.>
18 بیا یهودا حضرت یوسف ته ورغی او ویې ویل: <ای باداره، زه پوهېږم چې تاسو د فرعون په شان قدرت لرئ، نو په ما باندې په قهر نه شئ او د مهربانۍ له مخې اجازه راکړئ چې تاسو سره سپینې خبرې وکړم.
19 زما باداره، تاسو زمونږ څخه پوښتنه وکړه چې ستاسو پلار یا بل ورور شته؟
20 مونږ ځواب درکړ چې زمونږ پلار زوړ دی او کشر ورور هم لرو چې هغه ته په سپین ږیرتوب کې پیدا شوی دی. د هلک ورور مړ شوی دی او هغه د خپلې مور د اولادونو څخه یوازینی زوی دی چې ژوندی دی او پلار یې ورسره زیاته مینه کوي.
21 باداره، تاسو مونږ ته وویل چې هغه دلته راولئ چې په خپله یې ووینم.
22 مونږ تاسو ته وویل چې هغه هلک د خپل پلار څخه نه شي جدا کېدلی او که چېرې جدا شي نو پلار به یې مړ شي.
23 مګر تاسو مونږ ته وویل چې تر هغې پورې چې ستاسو کشر ورور ستاسو سره رانه شي نو زما مخ به بیا ونه وینئ.
24 نو کله چې مونږ خپل پلار ته ورغلو، ستاسو خبرې مو ورته بیان کړې.
25 نو زمونږ پلار وویل: بېرته لاړ شئ او لږې نورې غلې دانې واخلئ.
26 مګر مونږ ځواب ورکړ: مونږ نه شو تللی. خو که زمونږ کشر ورور زمونږ سره وي نو لاړ به شو. که زمونږ کشر ورور راسره نه وي نو د هغه سړي مخ نه شو لیدلی.
27 زمونږ پلار مونږ ته وویل: تاسو پوهېږئ چې ماته زما د ښځې راحیل څخه یوازې دوه زامن پیدا شوي دي.
28 د هغوی څخه یو یې ورک شوی دی. هغه به خامخا د کوم داړونکي ځناور له خوا ټوټې ټوټې شوی وي او له هغه وخت راهیسې مې نه دی لیدلی.
29 نو که تاسو دا هم له ما څخه بوځئ او په هغه باندې څه وشي نو څرنګه چې زه سپین ږیری یم د هغه غم له امله به چې تاسو مې ورباندې اخته کوئ مړ شم.
30 نو اوس که چېرې زه بېرته خپل پلار ته ورشم او هلک زمونږ سره نه وي، نو که زما پلار چې ژوند یې د هلک د ژوند سره تړلی دی
31 وګوري چې هلک نشته هغه به مړ شي. هغه دومره زوړ دی چې هغه غم چې مونږ یې په هغه باندې راولو، هغه به ووژني.
32 ما خپل پلار ته د دې هلک د ساتنې ضمانت ورکړی دی ویلي مې دي: که هغه مې بېرته تاته رانه وست، نو زه به ټول عمر تاته ملامت یم.
33 نو اوس ای باداره، زه به د هلک په ځای ستاسو د غلام په توګه دلته پاتې شم. هغه پرېږدئ چې د خپلو ورونو سره بېرته لاړ شي.
34 که هلک زما سره نه وي خپل پلار ته به څنګه بېرته ورشم؟ زه دا نه شم زغملی چې هغه بدبختي چې زما په پلار باندې به راشي ووینم.>