پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 28

حضرت اسحاق یعقوب راوغوښت، هغه ته یې برکت ورکړ او حکم یې ورته وکړ: <د کنعانۍ ښځې سره واده ونه کړې.
2 همدا اوس بین النهرین ته د خپل نیکه بتوئیل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابان د لورګانو څخه خپل ځان ته ښځه وکړه.
3 مطلق قادر خدای دې تاته برکت درکړي او تاته دې ډېر اولادونه درکړي ترڅو ستا څخه ډېر قومونه پیدا شي.
4 هغه دې تا او ستا اولادې ته د حضرت ابراهیم په شان برکت درکړي او د هغې ځمکې خاوند شې چې خدای پاک حضرت ابراهیم ته ورکړې ده او ته په کې اوس د یو پردي په شان اوسېږې.>
5 نو حضرت اسحاق یعقوب ولېږه او هغه بین النهرین ته د بتوئیل ارامي زوی د حضرت یعقوب او عیسو د مور ربکا ورور لابان ته ورغی.
6 عیسو پوه شو چې حضرت اسحاق یعقوب ته برکت ورکړ او هغه یې بین النهرین ته ولېږه چې په هغه ځای کې ځان ته ښځه وکړي. هغه په دې هم پوه شو چې کله حضرت اسحاق هغه ته برکت ورکاوه، هغه ته یې حکم وکړ چې د کنعانۍ ښځې سره به واده نه کوي.
7 هغه خبر شو چې حضرت یعقوب د خپل مور او پلار اطاعت وکړ او بین النهرین ته لاړ.
8 عیسو په دې پوهېده چې د هغه پلار حضرت اسحاق کنعانۍ ښځې نه خوښوي.
9 نو هغه د حضرت ابراهیم زوی حضرت اسماعیل ته لاړ او سره له دې چې نورې ښځې یې هم درلودلې د حضرت اسماعیل د لور محلت سره یې چې د نبایوت خور وه واده وکړ.
10 حضرت یعقوب د بئرشبع څخه حران ته روان شو.
11 څه وخت چې نوموړی یو ځای ته ورسېده لمر پرېوتی ؤ. هغه د شپې هلته پاتې شو او یوه تیږه یې راواخیستله، د خپل سر لاندې یې کېښودله او په هغه ځای کې ویده شو.
12 هغه په خوب کې یوه زینه ولیده چې په ځمکه باندې ولاړه وه او سر یې اسمان ته رسېده او د خدای پاک فرښتې په هغې باندې ښکته او پورته تللې.
13 څښتن د حضرت یعقوب په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې فرمایل: <زه څښتن یم، ستا د نیکه ابراهیم خدای او د اسحاق خدای یم. دغه ځمکه چې ته ورباندې پروت یې، تا او ستا اولادې ته به یې ورکړم.
14 ستا اولاده به د خاورو د ذرو په شان زیاته کړم او تاسو به د خپل هېواد لمرپرېواته، لمرخاته، شمال او جنوب خواته خپاره شئ او د دنیا ټول قومونه به ستا او ستا د اولادې په وسیله برکت مومي.
15 زه به ستا سره مل یم او هرچېرته چې ځې زه به تا ساتم او بېرته به دې دې وطن ته راولم. تر هغې پورې به زه تا پرېنږدم ترڅو مې هغه ټول کارونه نه وي کړي چې تا سره مې وعده کړې وه.>
16 کله چې حضرت یعقوب له خوبه راویښ شو ویې فرمایل: <څښتن په دې ځای کې دی خو زه په دې پوه نه وم.>
17 هغه ووېرېده او ویې فرمایل: <دا څومره وېروونکی ځای دی. په رښتیا سره دا د خدای پاک کور دی او دا د اسمان دروازه ده.>
18 سهار وختي حضرت یعقوب هغه تیږه چې هغه د خپل سر لاندې ایښې وه راواخیستله او د یادګار په توګه یې ودروله او د هغې په سر یې د زیتون تېل واچول.
19 هغه دا ځای د بیت ئیل په نوم یاد کړ. مګر پخوا د هغه ښار نوم لوز ؤ.
20 بیا حضرت یعقوب نذر کېښود ویې فرمایل: <که چېرې خدای پاک زما سره مل وي او په دې سفر کې چې زه روان یم ما وساتي او ډوډۍ او کالي راته راکړي
21 ترڅو په خیر سره بېرته د خپل پلار کور ته ورستون شم، نو بیا به ته زما خدای یې.
22 او دغه تیږه چې ما د یادګار په توګه ودرولې ده هغه به د خدای پاک کور شي او هرڅه چې ماته یې راکوې د هغو لسمه برخه به تاته درکوم.>