پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 19

کله چې هغه دوه فرښتې د ماښام په وخت کې سدوم ته ورسېدلې، حضرت لوط د ښار په دروازه کې ناست ؤ. څنګه چې حضرت لوط هغوی ولیدلې راپاڅېده او د هغوی د هرکلي دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت،
2 ویې فرمایل: <ای زما بادارانو، د خپل خدمتګار کور ته راشئ. تاسو کولی شئ خپلې پښې ومینځئ او دلته شپه تېره کړئ. سهار وختي پاڅېږئ او په خپله لاره روان شئ.>مګر هغوی ورته په ځواب کې وفرمایل: <نه، مونږ به د ښار په چوک کې شپه تېره کړو.>
3 مګر حضرت لوط په هغوی باندې ډېر سخت ټینګار وکړ ترڅو هغوی ورسره لاړلې او د هغه کور ته ننوتلې. هغه د هغوی دپاره خوراک تیار کړ او فطیره ډوډۍ یې ورته پخه کړه او هغوی وخوړله.
4 هغوی لا ویده شوي نه وو چې د سدوم د ښار خلک له هرې خوا د ځوان څخه نیولې تر زاړه پورې ټول د کور څخه راچاپېر شول.
5 هغوی حضرت لوط ته غږ وکړ: <هغه دوه نفره چې نن شپه ستا سره راغلي وو چېرته دي؟ هغوی مونږ له راوباسه چې بد کار ورسره وکړو.>
6 حضرت لوط دباندې ووت او دروازه یې د ځان پسې بنده کړه
7 او هغوی ته یې وفرمایل: <ای ورونو! زه تاسو ته زاري کوم چې داسې بد کار مه کوئ.
8 ګورئ، زه دوه لورګانې لرم چې تر اوسه پورې لا پېغلې دي. هغوی به تاسو ته راوباسم، هرڅه چې غواړئ د هغوی سره یې وکړئ، خو د دې خلکو سره هیڅ مه کوئ ځکه چې هغوی ماته پناه راوړې ده.>
9 هغوی ځواب ورکړ: <زمونږ د لارې څخه لېرې شه> او ویې ویل: <ای پردی سړیه! زمونږ له مخې څخه لېرې شه، ته څوک یې چې مونږ ته وایې چې څه باید وکړو؟ زمونږ د مخې څخه لېرې شه. که نه، نو ستا سره به د هغوی څخه بدتر عمل وکړو.> هغوی حضرت لوط بېرته ټېل واهه او نژدې شول چې دروازه ماته کړي.
10 خو هغو دوو نفرو خپل لاسونه دباندې راوویستل او حضرت لوط یې د ځان سره کور ته دننه کړ او دروازه یې بنده کړه.
11 نو بیا هغوی هغه ټول خلک چې دباندې ولاړ وو ړانده کړل، ترڅو هغوی ونه شي کولی چې دروازه پیدا کړي.
12 هغو دوه نفرو حضرت لوط ته وفرمایل: <که دلته ستا نور څوک یعنې زامن، لورګانې، زومان او نور خپلوان په دې ښار کې اوسیږي، نو د دې ښار څخه یې وباسه.
13 ځکه چې مونږ غواړو دغه ځای وران کړو. د دې خلکو په ضد څښتن ډېر بد تورونه اورېدلي دي او مونږ یې رالېږلي یو چې سدوم له منځه یوسو.>
14 نو حضرت لوط دباندې ووت، د خپلو زومانو سره یې چې د هغه د لورګانو سره یې کوژدنې شوې وې خبرې وکړې او ویې فرمایل: <ژر پاڅئ او د دې ځای څخه وزئ. څښتن غواړي چې دا ځای له منځه یوسي.> خو د هغه زومانو فکر کاوه چې هغه ټوکې کوي.
15 سهار وختي فرښتو حضرت لوط تشویق کړ او ورته ویې فرمایل: <پاڅه! خپله ښځه او دواړه لورګانې دې واخله او ووزه، ترڅو د دې ښار په ورانېدلو سره تاسو خپل ژوند له لاسه ورنه کړئ.>
16 هغه وخت حضرت لوط زړه نازړه کېده، خو بیاهم څښتن په هغه باندې مهربانه شو او هغو نفرو د ده او د ده د ښځې او لورګانو لاسونه ونیول او هغوی یې په امن سره د ښار څخه دباندې وویستل.
17 بیا یوې فرښتې ورته وفرمایل: <د دې دپاره چې ژوندي پاتې شئ وتښتئ! شاته مه ګورئ او په ټوله دره کې ونه درېږئ. غرونو ته وتښتئ چې ونه وژل شئ.>
18 مګر حضرت لوط هغوی ته وفرمایل: <نه، ای زما بادارانو په مونږ باندې داسې مه کوئ.
19 تاسو زما سره ډېر لوی احسان کړی دی او زما ژوند مو ژغورلی دی، خو زه د دې وس نه لرم چې غرونو ته وتښتم. نو مخکې له دې چې هغه ځای ته ورسېږم دا بدبختي به په ما باندې راشي او زه به مړ شم.
20 آیا تاسو هغه وړوکی ښار وینئ؟ هغه ډېر نژدې دی، اجازه راکړئ چې هلته لاړ شم. تاسو ګورئ چې هغه یو وړوکی ځای دی. زه به هلته په امن کې یم.>
21 هغه ځواب ورکړ: <ډېر ښه، زه به ستا دغه غوښتنه هم پوره کړم. زه به دغه ښار وران نه کړم.
22 ژر شه، هلته وتښته. ځکه ترڅو ته هلته رسېدلی نه یې، زه هیڅ کار نه شم کولی.> (په دې خاطر هغه ښار د صوغر په نوم یاد شو.)
23 څه وخت چې حضرت لوط صوغر ته ورسېد لمر راوخوت.
24 په هغه وخت کې څښتن له اسمان څخه په سدوم او عموره باندې سوزوونکي ګوګرد واورول.
25 هغه ښارونه، ټوله دره او د ښارونو ټول اوسېدونکي او د ځمکې نباتات یې په بل مخ واړول.
26 مګر د حضرت لوط ښځې شاته وکتل او د هغې څخه د مالګې ستنه جوړه شوه.
27 بله ورځ سهار وختي حضرت ابراهیم پاڅېده او بېرته هغه ځای ته چې د څښتن په مخکې ودرېدلی ؤ او خبرې یې ورسره کړې وې، لاړ.
28 هغه د سدوم، عمورې او د ټولې درې طرف ته وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې څخه د یو ډېر لوی تنور د لوګي په شان لوګی پورته کیږي.
29 نو کله چې خدای پاک د درې ښارونه چې حضرت لوط په کې اوسېده وران کړل، نو هغه حضرت ابراهیم رایاد کړ او حضرت لوط یې د هغه آفت څخه خلاص کړ.
30 حضرت لوط وېرېده چې په صوغر کې پاتې شي. هغه د خپلو دواړو لورګانو سره غرونو ته لاړ او په یوې سمڅې کې اوسېدل.
31 مشرې لور یې خپلې کشرې خور ته وویل: <زمونږ پلار زوړ شوی دی، دلته په دې شاوخوا کې داسې سړی نه پیدا کیږي چې زمونږ سره واده وکړي لکه څنګه چې په ټوله دنیا کې رواج دی.
32 راځئ چې خپل پلار نېشه کړو او د هغه سره څملو، ترڅو د هغه نه اولادونه ولرو او د خپل پلار نسل ژوندی وساتو.>
33 نو په هماغه شپه یې په خپل پلار شراب وڅښل او مشره لور یې د خپل پلار سره څملاستله او دی د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو.
34 په بله ورځ مشرې لور کشرې ته وویل: <تېره شپه زه د خپل پلار سره څملاستم، راځئ چې نن شپه هم په هغه باندې شراب وڅښو او ته ورسره څمله. نو مونږ هر یو به د خپل پلار نه اولاد ولرو.>
35 نو هغه شپه یې هم په خپل پلار باندې شراب وڅښل او کشره لور یې لاړه او د خپل پلار سره څملاسته. هغه بیاهم د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو.
36 په دې ډول د حضرت لوط دواړه لورګانې د خپل پلار په وسیله امیدوارې شوې.
37 د مشرې لور زوی پیدا شو او په هغه باندې یې موآب نوم کېښود او هغه د اوسنیو موآبیانو پلار دی.
38 کشرې لور یې هم زوی راوړ او په هغه باندې یې بن عمي نوم کېښود او هغه د اوسنیو عمونیانو پلار دی.