پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 34

یوه ورځ د حضرت یعقوب او لیه لور دینه د ځینو کنعاني ښځو د لیدلو دپاره لاړه.
2 حوي حمور د هغې سیمې مشر ؤ. د هغه زوی شکیم دینه ولیدله، هغه یې راونیوله او بې عزته یې کړه.
3 د هغه زړه د حضرت یعقوب لور دینه یووړ او په هغې باندې مین شو. هغه هڅه کوله چې د هغې زړه لاس ته راوړي.
4 شکیم خپل پلار حمور ته وویل: <دا نجلۍ ماته وکړه.>
5 حضرت یعقوب خبر شو چې د هغه لور دینه بې عزته شوې ده. مګر څرنګه چې د هغه زامن د خپلو پادو سره په صحرا کې وو، نو د هغوی تر راتللو پورې یې هیڅ ونه کړل.
6 د شکیم پلار حمور راغی چې د حضرت یعقوب سره خبرې وکړي.
7 د حضرت یعقوب زامن له صحرا څخه راغلل او څنګه چې هغوی واورېدل چې څه پېښه شوې ده نو ډېر خواشیني او سخت په قهر شول ځکه چې شکیم داسې کار کړی ؤ چې د کولو نه ؤ. هغه د حضرت یعقوب د لور په بې عزته کولو سره د اسراییلو د قوم سپکاوی کړی ؤ.
8 حمور هغه ته وویل: <زما زوی شکیم ستا په لور باندې مین شوی دی. اجازه ورکړئ چې د هغې سره واده وکړي.
9 زمونږ سره خپلوي وکړئ. خپلې لورګانې مونږ ته راکړئ او زمونږ لورګانې خپلو ځانونو ته وکړئ.
10 تاسو کولی شئ چې دلته په دې وطن کې زمونږ سره واوسېږئ او په هرځای کې چې وغواړئ هلته اوسېدلی شئ. ازاد کاروبار په کې وکړئ او د جایداد خاوندان شئ.>
11 بیا شکیم د دینه پلار او ورونو ته وویل: <په ما باندې دا مهرباني وکړئ او تاسو چې هرڅه وغواړئ زه به یې درکړم.
12 ماته ووایئ چې کوم سوغاتونه تاسو غواړئ او هرڅومره زیات مهر چې غواړئ هم هغه شان یې وټاکئ او تاسو چې هرڅه زما څخه وغواړئ زه به یې درکړم. یوازې دا اجازه راکړئ چې د هغې سره واده وکړم.>
13 د حضرت یعقوب زامنو د شکیم او د هغه د پلار حمور په ځواب کې په مکر سره خبرې وکړې، ځکه چې د هغوی خور دینه یې بې عزته کړې وه.
14 هغوی ته یې وویل: <مونږ داسې کار نه شو کولی. مونږ نه شو کولی خپله خور هغه چاته ورکړو چې سنت شوی نه وي، ځکه چې دا زمونږ دپاره شرم دی.
15 مونږ په یو شرط ستاسو سره جوړه کوو چې ستاسو ټول نارینه دې زمونږ په شان سنت شي.
16 هغه وخت به خپلې لورګانې تاسو ته درکړو او ستاسو لورګانې به خپلو ځانونو ته وکړو او ستاسو سره به یوځای واوسېږو او یو قوم به شو.
17 مګر که چېرې زمونږ خبره قبوله نه کړئ او سنت نه شئ، مونږ به خپله خور واخلو او لاړ به شو.>
18 دا شرط حمور او د هغه زوی شکیم ته مناسب ښکاره شو.
19 هغه ځوان د دې کار په سرته رسولو کې ځنډ ونه کړ ځکه چې هغه د حضرت یعقوب په لور باندې مین ؤ. هغه د خپل پلار په کورنۍ کې ترټولو عزتمن سړی ؤ.
20 حمور او د هغه زوی شکیم د ښار دروازې ته چې د غونډې ځای ؤ لاړل او د ښار د خلکو سره یې خبرې وکړې.
21 هغوی وویل: <دا خلک زمونږ دوستان دي. پرېږدئ چې زمونږ په خاوره کې واوسیږي او کاروبار په کې وکړي. د هغوی دپاره ځمکه پراخه ده. مونږ کولی شو چې د دوی د لورګانو سره ودونه وکړو او دوی کولی شي چې زمونږ د لورګانو سره ودونه وکړي.
22 نو هغوی زمونږ سره یوازې په دې شرط جوړه کوي چې زمونږ سره واوسیږي او راسره یو قوم شي، چې زمونږ ټول نارینه د دوی په شان سنت شي.
23 آیا د هغوی ټولې رمې او پادې او شتمني او د هغوی نور شیان به زمونږ نه شي؟ نو راځئ چې د دوی سره موافقه وکړو چې زمونږ سره واوسیږي.>
24 ټولو ښاریانو د حمور او د هغه د زوی شکیم وړاندیز قبول کړ او د ښار ټول نارینه سنت شول.
25 په دریمه ورځ چې ټول خلک لا د سنت کېدلو له امله په درد کې وو، د حضرت یعقوب دوه زامنو یعنې د دینه ورونو شمعون او لاوي خپلې تورې واخیستلې او بې له دې چې څوک ورباندې پوه شي ښار ته ننوتل او ټول نارینه یې ووژل،
26 چې په هغو کې حمور او د هغه زوی شکیم هم شامل وو. هغوی دینه د شکیم د کور څخه واخیستله او لاړل.
27 د حضرت یعقوب نور زامن په مړو باندې راوختل او ښار یې لوټ کړ، ځکه چې د هغوی خور هلته بې عزته شوې وه.
28 د هغوی رمې، پادې او خره او هرڅه چې په ښار او پټیو کې وو، هغه یې واخیستل.
29 د هغوی ټوله شتمني یې واخیستله او اولادونه او ښځې یې اسیران کړل او هرڅه چې په کورونو کې وو هغه یې لوټ کړل.
30 حضرت یعقوب شمعون او لاوي ته وفرمایل: <تاسو زه د تکلیف سره مخامخ کړم. اوس به کنعانیان، فرزیان او همدارنګه د دې خاورې نور اوسېدونکي زما څخه کرکه کوي. زه ډېر نفر نه لرم او که چېرې هغوی زما په ضد سره راټول شي او په ما باندې حمله وکړي، زمونږ ټوله کورنۍ به له منځه لاړه شي.>
31 مګر هغوی ځواب ورکړ: <آیا دا لازمه وه چې هغه دې زمونږ د خور سره د یوې فاحشې په شان رویه وکړي؟>