پیدایښت
څپرکی 37
حضرت یعقوب په کنعان کې په هغه ځای کې ژوند کاوه چېرته چې د هغه پلار اوسېدلی ؤ.
2 دا د حضرت یعقوب د کورنۍ قصه ده.حضرت یوسف اوولس کلن ځوان ؤ او د خپلو ناسکه ورونو سره یې چې د بلهې او زلفې زامن وو رمې ساتلې. حضرت یوسف به خپل پلار د خپلو ورونو د خرابو کارونو څخه خبراوه.
3 حضرت یعقوب د حضرت یوسف سره د خپلو نورو ټولو زامنو څخه زیاته مینه کوله ځکه چې هغه ورته په زوړوالي کې پیدا شوی ؤ. د هغه دپاره یې ښکلې چپنه جوړه کړه چې اوږده لستوڼي یې درلودل.
4 کله چې د هغه ورونه په دې پوه شول چې د هغوی پلار د حضرت یوسف سره د هغوی څخه زیاته مینه کوي، نو د حضرت یوسف څخه یې ډېره کرکه کوله او په نرمه ژبه یې ورسره خبرې نه کولې.
5 یوه شپه حضرت یوسف خوب ولید او هغه یې خپلو ورونو ته بیان کړ، نو د هغوی کینه د حضرت یوسف سره نوره هم زیاته شوه.
6 هغوی ته یې وفرمایل: <ما چې کوم خوب لیدلی دی هغه ته غوږ ونیسئ.
7 مونږ په پټي کې د غلو دانو ګېډۍ تړلې او ناڅاپه زما ګېډۍ پورته شوه او نېغه ودرېدله او ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ په شاوخوا باندې راټولې شوې او هغې ته یې سجده وکړه.>
8 د هغه ورونو پوښتنه وکړه: <آیا ته غواړې چې پادشاه شې او په مونږ باندې حکومت وکړې؟> نو د حضرت یوسف د خوبونو په سبب او د هغو شیانو له کبله چې د هغوی په باره کې یې وفرمایل د هغه د ورونو کینه نوره هم زیاته شوه.
9 بیا حضرت یوسف بل خوب ولیده او خپلو ورونو ته یې بیان کړ: <ما بل خوب ولیده چې په هغه کې لمر، سپوږمۍ او یوولس ستورو ماته سجده کوله.>
10 هغه دا خوب خپل پلار ته هم بیان کړ. د هغه پلار هغه وراټه او ویې فرمایل: <دا څه قسم خوب دی چې تا لیدلی دی؟ آیا په رښتیا سره به زه، ستا مور او ستا ورونه تاته راځو او سجده به درته کوو؟>
11 د حضرت یوسف ورونو د هغه سره کینه راواخیستله، مګر د هغه پلار دا موضوع په خپل ذهن کې وساتله.
12 یوه ورځ د حضرت یوسف ورونه د رمو د څرولو دپاره شکیم ته لاړل.
13 حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <ستا ورونه شکیم ته نژدې رمې څروي. زه غواړم چې تا هغوی ته ورولېږم.>هغه ځواب ورکړ: <ډېره ښه ده.>
14 د هغه پلار وویل: <لاړ شه او وګوره چې ستا ورونه روغ رمټ دي او رمې روغې جوړې دي که نه، ماته بېرته خبر راوړه.> نو هغه یې د حبرون له درې څخه ولېږه. حضرت یوسف شکیم ته ورسېده
15 او په صحرا کې شاوخوا سرګردانه ګرځېده. یو سړي هغه ولیده او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <څه شی لټوې؟>
16 هغه ځواب ورکړ: <زه خپل ورونه لټوم. آیا ماته ویلی شې چې هغوی چېرته خپلې رمې څروي؟>
17 هغه سړي ځواب ورکړ: <هغوی پخوا له دې ځایه تللي دي. د هغوی څخه مې واورېدل چې ویل یې، راځئ چې دوتان ته ځو.> نو حضرت یوسف خپلو ورونو پسې لاړ او په دوتان کې یې هغوی پیدا کړل.
18 هغوی حضرت یوسف له لېرې ولیده او مخکې له دې چې حضرت یوسف دوی ته ورورسیږي، هغوی ورته دسیسه جوړه کړه چې ویې وژني.
19 هغوی یو او بل ته سره وویل: <هغه دی، خوب لیدونکی راروان دی.
20 راځئ چې هغه ووژنو او په یو کوهي کې یې وغورزوو او وبه وایو چې هغه یو داړونکي ځناور وخوړ. بیا به وګورو چې د هغه خوبونه څنګه کیږي.>
21 کله چې روبین دا خبره واورېدله، هڅه یې وکړه چې هغه د خپلو ورونو د لاسونو څخه خلاص کړي، نو هغه وویل: <هغه به نه وژنو.>
22 روبین هغوی ته وویل: <وینه مه تویوئ. هغه په دې کوهي کې چې دلته په دې دښته کې دی وغورزوئ، خو لاس ورته مه اچوئ.> هغه دا خبره د دې دپاره وکړه چې حضرت یوسف د دوی څخه خلاص کړي او بېرته یې خپل پلار ته بوځي.
23 نو کله چې حضرت یوسف خپلو ورونو ته راغی، هغوی ورڅخه هغه ښکلې چپنه چې اوږده لستوڼي یې درلودل وویستله.
24 هغه یې ونیوه او په کوهي کې یې وغورزاوه. کوهی وچ ؤ او اوبه په کې نه وې.
25 په هغه وخت کې چې دوی ډوډۍ خوړله، ناڅاپه یې ولیدل چې د اسماعیلیانو کاروان د جلعاد څخه راروان دی او د هغوی اوښان په مسالو، ملهمو او کنډ باندې بار وو او روان وو چې هغه مصر ته یوسي.
26 یهودا خپلو ورونو ته وویل: <د خپل ورور د وژلو او د هغه د قتل د پټولو څخه به مونږ ته څه ګټه راورسیږي؟
27 راځئ چې هغه په اسماعیلیانو باندې خرڅ کړو. مونږ به هغه ته زیان نه رسوو، ځکه چې هغه زمونږ ورور او زمونږ خپله وینه او خپل هډوکی دی.> د هغه ورونه په دې رضا شول.
28 نو کله چې سوداګران تېرېدل، د هغه ورونو حضرت یوسف له کوهي څخه راوویست او هغه یې په اسماعیلیانو باندې په شل مثقاله سپینو زرو خرڅ کړ. هغوی حضرت یوسف مصر ته یووړ.
29 کله چې روبین بېرته کوهي ته راغی او ویې ولیدل چې حضرت یوسف هلته نشته، نو له غمه یې خپل کالي وشکول.
30 هغه بېرته خپلو ورونو ته ورغی او ویې ویل: <هلک هلته نشته، څه وکړم؟>
31 بیا هغوی یو وز حلال کړ او د حضرت یوسف چپنه یې د هغه په وینه کې غوټه کړه.
32 هغوی هغه چپنه بېرته خپل پلار ته یوړله او ویې ویل: <دا مونږ وموندله. وګوره چې دا ستا د زوی ده که نه.>
33 حضرت یعقوب هغه وپېژندله او ویې فرمایل: <دا زما د زوی چپنه ده! کوم داړونکي ځناور هغه خوړلی دی او په رښتیا سره یوسف ټوټې ټوټې شوی دی.>
34 نو حضرت یعقوب له خفګانه خپل کالي وشکول. د ویر کالي یې واغوستل او ډېرې ورځې د خپل زوی دپاره غمجن ؤ.
35 د هغه ټول زامن او لورګانې راغلې چې هغه ته تسلي ورکړي، مګر هغه دا تسلي ونه منله او ویې فرمایل: <د خپل زوی دپاره به زه د دې غم سره قبر ته ځم.> نو پلار یې د هغه دپاره وژړل.
36 په هغه وخت کې سوداګرانو حضرت یوسف په مصر کې په فوطیفار باندې چې د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ګارډ قوماندان ؤ خرڅ کړ.