پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 24

حضرت ابراهیم ډېر زوړ شوی ؤ او څښتن هغه ته په هر کار کې برکت ورکاوه.
2 حضرت ابراهیم خپل ناظر ته چې د هغه په کورنۍ کې د هرڅه واکدار ؤ وفرمایل: <خپل لاس دې زما د ورون لاندې کېږده.
3 په دې ډول زه تاته د څښتن یعنې د اسمان او ځمکې د خدای په نوم قسم درکوم چې زما زوی ته به په دې ځای یعنې د کنعان په خلکو کې ښځه نه کوې،
4 بلکه زما وطن او زما خپلو خپلوانو ته لاړ شه او هلته زما زوی اسحاق ته ښځه وکړه.>
5 ناظر پوښتنه وکړه: <که چېرې نجلۍ ونه غواړي چې خپل کور پرېږدي او زما سره دې وطن ته راشي نو بیا به څنګه کیږي؟ آیا ستا زوی بېرته هغه وطن ته بوځم چې ته ورڅخه راوتلی یې؟>
6 حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <پام کوه چې زما زوی به بېرته هلته نه بیایې.
7 څښتن د اسمان خدای زه د خپل پلار د کور او اصلي وطن څخه راوویستلم او زما سره یې کلکه وعده وکړه چې دا وطن به ستا اولادې ته ورکوم. هغه به خپله فرښته ستا څخه مخکې ولېږي ترڅو ته وکولی شې چې په هغه ځای کې زما زوی ته ښځه وکړې.
8 که چېرې هغه نجلۍ په دې رضا نه شي چې ستا سره راشي، نو ته به د هغه لوظ څخه چې زما سره دې کړی دی خلاص یې. خو په هیڅ حالت کې به زما زوی هلته نه ورولې.>
9 نو ناظر خپل لاس د خپل بادار د ورون لاندې کېښود او قسم یې وخوړ چې څه چې حضرت ابراهیم د هغه څخه غواړي هغه به وکړي.
10 ناظر د خپل بادار له اوښانو څخه لس اوښان او هر ډول ښه شیان د ځان سره واخیستل او د بین النهرین شمال ته هغه ښار ته لاړ چې ناحور په کې اوسېده.
11 هغه مازدیګر، یعنې څه وخت چې ښځې د اوبو د راوړلو دپاره راوتلې هلته ورسېد او خپل اوښان یې د ښار څخه بیرون د کوهي په غاړه ګونډه کړل.
12 بیا هغه دعا وکړه: <ای څښتنه، زما د بادار ابراهیم خدایه! نن ما کامیاب کړه او زما د بادار ابراهیم سره خپله وعده پوره کړه.
13 دا دی زه دلته د کوهي په څنګ کې ولاړ یم، د ښار انجونې د اوبو وړلو دپاره راځي.
14 نو داسې دې وشي چې کله زه هغې نجلۍ ته ووایم چې خپل منګی راکوز کړه چې اوبه وڅښم او هغه ووایي: وڅښه او ستا اوښانو ته به هم اوبه ورکړم، نو دا دې هماغه نجلۍ وي چې د خپل خدمتګار اسحاق دپاره دې انتخاب کړې ده. نو که چېرې داسې وشول، زه به پوه شم چې تا هغه وعده پوره کړې ده چې زما د بادار سره دې کړې وه.>
15 د هغه دعا لا خلاصه شوې نه وه چې ربکا راورسېدله او د اوبو منګی یې په اوږو باندې ایښی ؤ. هغه د بتوئیل لور وه او بتوئیل د ملکه زوی ؤ او ملکه د حضرت ابراهیم د ورور ناحور ښځه وه.
16 هغه یوه ډېره ښکلې نجلۍ وه او پېغله وه. هغه کوهي ته ورښکته شوه، خپل منګی یې د اوبو څخه ډک کړ او بېرته راپورته شوه.
17 ناظر د هغې د لیدلو دپاره په منډه ورغی او ویې ویل: <مهرباني وکړه ستا د منګي څخه لږې اوبه ماته راکړه.>
18 هغې وویل: <ای زما باداره، وڅښه.> نو ژر یې خپل منګی له اوږو څخه راښکته کړ او هغه ته یې اوبه ورکړې چې ویې څښي.
19 کله چې هغه اوبه وڅښلې، هغې وویل: <زه به ستا د اوښانو دپاره هم اوبه راوباسم ترڅو هغوی هم په اوبو ماړه شي.>
20 هغې ژر خپل منګی په اخور کې خالي کړ او بېرته په منډه د اوبو ویستلو دپاره کوهي ته لاړه او د ټولو اوښانو دپاره یې اوبه راوویستلې.
21 سړي په خاموشۍ سره هغې ته کتل چې په دې پوه شي چې څښتن د ده سفر بریالی کړی دی او که نه.
22 کله چې هغې نجلۍ خپل کار خلاص کړ نو هغه سړي د سرو زرو یو قیمتي پېزوان راواخیست او هغې ته یې په پوزه کړ او همدارنګه دوه د سرو زرو غټې کړۍ ګانې یې راواخیستلې او هغې ته یې په لاس کړلې.
23 بیا هغه پوښتنه وکړه: <ماته ووایه چې ته د چا لور یې؟ آیا ستا د پلار په کور کې زمونږ دپاره کوم ځای شته چې شپه په کې تېره کړو؟>
24 هغې ځواب ورکړ: <زه د بتوئیل لور او د ناحور او ملکې لمسۍ یم.>
25 هغې زیاته کړه: <زمونږ سره بوس او واښه پرېمانه دي او د شپې د تېرولو دپاره ځای هم شته.>
26 بیا هغه سړی په سجده پرېوت او د څښتن عبادت یې وکړ،
27 ویې ویل: <ثناه دې وي څښتن ته، زما د بادار ابراهیم خدای ته چې هغه وعده یې پوره کړه چې زما د بادار سره یې کړې وه. څښتن ماته په دې سفر کې د خپل بادار د خپلوانو کور ته لارښودنه وکړه.>
28 هغه پېغله په منډه خپل کور ته لاړه او خپلې کورنۍ ته یې ټوله قصه وکړه.
29 نو د ربکا یو ورور ؤ چې لابان نومېده. لابان په منډه دباندې ووت او د حضرت ابراهیم د ناظر پسې کوهي ته ورغی.
30 لابان د خپلې خور ربکا په پوزه پېزوان او په لاسونو باندې کړۍ ګانې ولیدلې او د هغې څخه یې هغه خبرې واورېدلې چې هغه سړي ورته کړې وې. نو دی ورغی او ویې لیدل چې د حضرت ابراهیم ناظر د کوهي په غاړه د اوښانو سره ولاړ دی.
31 هغه وویل: <زما سره کور ته راشه. ته داسې سړی یې چې څښتن درته برکت درکړی دی. ولې بیرون ولاړ یې؟ ما ستا دپاره په خپل کور کې کوټه او ستا د اوښانو دپاره ځای تیار کړی دی.>
32 نو هغه سړی کور ته ننوت او هغوی د اوښانو څخه بارونه راښکته کړل او اوښانو ته یې بوس او واښه ورکړل. بیا لابان د حضرت ابراهیم ناظر او د هغه نفرو ته اوبه راوړلې چې خپلې پښې ومینځي.
33 بیا د ناظر په مخکې ډوډۍ کېښودله شوه، مګر هغه وویل: <تر هغې پورې به زه ډوډۍ ونه خورم ترڅو مې خپله خبره نه وي کړې.>لابان وویل: <نو بیا ووایه.>
34 نو ویې ویل: <زه د حضرت ابراهیم ناظر یم.
35 څښتن زما بادار ته زیات برکت ورکړی دی او هغه شتمن شوی دی او هغه ته یې د پسونو او وزو رمې، د غوایانو او خرو پادې، سپین زر، سره زر، غلامان، وینځې او اوښان ورکړي دي.
36 زما د بادار د ښځې ساره څخه په زوړ عمر کې زوی پیدا شو او هرڅه چې زما بادار درلودل هغه ته یې ورکړل.
37 زما بادار ماته قسم راکړ او ویې فرمایل: زما زوی ته به د کنعانیانو د لورګانو څخه چې زه د هغو په منځ کې اوسېږم ښځه نه کوې.
38 بلکه زما د پلار کورنۍ او زما خپلې قبیلې ته لاړ شه او زما زوی ته ښځه وکړه.
39 بیا ما د خپل بادار څخه پوښتنه وکړه: که چېرې نجلۍ زما سره رانه شي نو بیا څه وکړم؟
40 هغه ځواب راکړ: هغه څښتن چې زه یې پیروي کوم هغه به خپله فرښته ستا سره ولېږي او ستا سفر به بریالی کړي ترڅو ته وکولی شې چې زما زوی ته زما د خپلې قبیلې او زما د پلار د کورنۍ څخه ښځه وکړې.
41 کله چې ته زما قبیلې ته ورشې نو زما د قسم څخه به خلاص شې: حتیٰ که هغوی تاته د نجلۍ د درکولو څخه انکار هم وکړي، ته به زما د قسم څخه خلاص یې.
42 کله چې نن زه کوهي ته راغلم، ما وویل: ای څښتنه، زما د بادار ابراهیم خدایه! که ستا رضا وي ماته په دې سفر کې چې راغلی یم بری راکړه.
43 دا دی زه دلته د دې کوهي په غاړه ولاړ یم. نو داسې دې وشي چې کومه نجلۍ چې د اوبو د وړلو دپاره راځي، نو زه به د هغې څخه وغواړم چې د خپل منګي څخه ماته لږې اوبه راکړي.
44 که چېرې هغه راته ووایي چې وڅښه او زه به ستا د اوښانو دپاره هم اوبه راوباسم، نو دا دې هماغه نجلۍ وي چې څښتن زما د بادار د زوی دپاره انتخاب کړې ده.
45 مخکې له دې چې زما دعا خلاصه شي، ربکا د خپل منګي سره چې په اوږو یې ایښی ؤ راغله. هغه کوهي ته ښکته شوه او اوبه یې راوویستلې او ما هغې ته وویل: لږې اوبه راکړه چې زه یې وڅښم.
46 هغې ژر خپل منګی د اوږو څخه راښکته کړ او ویې ویل: وڅښه. زه به ستا اوښانو ته هم اوبه ورکړم، نو بیا ما وڅښلې او هغې اوښانو ته هم اوبه ورکړې.
47 د هغې څخه مې پوښتنه وکړه: ته د چا لور یې؟ نو هغې وویل، زه د بتوئیل لور یم او د ناحور او ملکه لمسۍ یم. نو د هغې په پوزه کې مې پېزوان واچاوه او په لاسونو کې مې ورته کړۍ ګانې واچولې.
48 ما سجده وکړه او د څښتن عبادت مې وکړ او د خپل بادار ابراهیم څښتن خدای مې وستایه چې ماته یې سمه لاره وښودله چې د خپل بادار د ورور لمسۍ د هغه زوی ته وکړم.
49 نو اوس که چېرې زما د بادار سره وفاداري او مهرباني کوې هم راته ووایه او که نه یې کوې هم ماته ووایه ترڅو زه پرېکړه وکړم چې بل چېرته لاړ شم.>
50 لابان او بتوئیل ځواب ورکړ: <څرنګه چې دا خبره د څښتن له طرفه ده مونږ په دې هکله پرېکړه نه شو کولی.
51 دا دی ربکا حاضره ده هغه درسره واخله او ځه. لکه څنګه چې څښتن په خپله فرمایلي دي، هغه دې ستا د بادار د زوی ښځه شي.>
52 څنګه چې د حضرت ابراهیم ناظر دا خبره واورېدله نو سجده یې وکړه او د څښتن عبادت یې وکړ.
53 بیا ناظر کالي، د سپینو زرو او سرو زرو ګاڼې راوویستل او ربکا ته یې ورکړل او د هغې ورور او مور ته یې هم قیمتي سوغاتونه ورکړل.
54 بیا د حضرت ابراهیم ناظر او د هغه نفرو وخوړل او وڅښل او شپه یې هلته تېره کړه. کله چې هغوی سهار پاڅېدل، ناظر وویل: <ما بېرته خپل بادار ته رخصت کړئ.>
55 مګر د ربکا ورور او مور وویل: <نجلۍ دې یوه هفته یا لس ورځې زمونږ سره پاتې شي، بیا تاسو کولی شئ چې لاړ شئ.>
56 خو هغه وویل: <مونږ مه ایساروئ. څښتن زما سفر بریالی کړی دی، پرېږدئ چې بېرته خپل بادار ته لاړ شم.>
57 هغوی وویل: <راځئ چې نجلۍ راوغواړو او په دې باره کې د هغې څخه پوښتنه وکړو.>
58 نو هغوی ربکا راوغوښتله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا د دې سړي سره ځې؟>هغې وویل: <هو، ځم.>
59 نو هغوی خپله خور ربکا او د هغې زړه نوکره د حضرت ابراهیم د ناظر او د هغه د نفرو سره ولېږلې.
60 هغوی د ربکا دپاره برکت وغوښت او ورته یې وویل:<ای زمونږ خورې! ته دې د میلیونونو اولادونو مور شېستا اولاده دې د خپلو دښمنانو ښارونه فتح کړي>
61 بیا ربکا او د هغې وینځې تیارې شوې او په اوښانو باندې سپرې شوې او د سړي سره روانې شوې. نو ناظر ربکا د ځان سره واخیستله او لاړ.
62 په دې وخت کې حضرت اسحاق د بئرلحي ریي څخه راغلی ؤ او د کنعان په جنوب کې اوسېده.
63 یو ماښام حضرت اسحاق په پټیو کې چکر واهه. څنګه چې هغه خپلې سترګې پورته کړې ویې لیدل چې اوښان راروان دي.
64 ربکا هم خپلې سترګې پورته کړې او حضرت اسحاق یې ولید، نو د اوښ څخه راکوزه شوه
65 او د ناظر څخه یې پوښتنه وکړه: <هغه سړی څوک دی چې په پټي کې زمونږ مخې ته راروان دی؟>ناظر ځواب ورکړ: <هغه زما بادار دی.> نو هغې خپل څادر راواخیست او خپل ځان یې ورباندې پټ کړ.
66 کوم کارونه چې ناظر کړي وو هغه ټول یې حضرت اسحاق ته بیان کړل.
67 حضرت اسحاق ربکا د خپلې مور ساره خېمې ته راوستله او د هغې سره یې واده وکړ. نو ربکا د هغه ښځه شوه او د هغې سره یې مینه کوله او حضرت اسحاق د خپلې مور د مړینې څخه پس تسلي وموندله.