عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 9

په لومړني لوظ کې د عبادت اصول او ځمکنی عبادتځای شامل وو.
2 نو خېمه جوړه شوه او په هغې کې دوه کوټې وې. په لومړنۍ کوټه کې څراغدان او یو مېز ؤ چې په هغه باندې به خدای ته سپېڅلې ډوډۍ وړاندې کېدله. دا کوټه د سپېڅلي ځای په نوم یادېدله.
3 هلته یوه پرده وه او د پردې شاته دوهمه کوټه وه چې د ډېر سپېڅلي ځای په نوم یادېدله.
4 په دې کوټه کې د سرو زرو د خوشبویۍ د قربانۍ ځای او د لوظ صندوق ؤ چې په سرو زرو پوښل شوی ؤ. په دې صندوق کې د سرو زرو یو لوښی ؤ چې د من ډوډۍ په کې وه، د هارون امسا چې غوټۍ یې نیولې وې او د تیږو دوه لوحې وې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي وو.
5 د صندوق دپاسه د جلال نه ډک جوړ شوي اسماني مخلوقات وو چې د کفارې ادا کولو په ځای باندې یې وزرونه خواره کړي وو. خو اوس مونږ نه شو کولای د دې شیانو په هکله په تفصیل سره خبرې وکړو.
6 کله چې دا ټول شیان تیار شول، نو کاهنان به هر وخت لومړنۍ کوټې ته ورننوتل، ترڅو خپلې وظیفې سرته ورسوي،
7 خو یوازې لوی کاهن به په کال کې یوځل دوهمې کوټې ته ورننوتلو او د ځان سره به یې وینه وړله چې د خپل ځان او د خلکو د ګناهونو په خاطر چې په ناپوهۍ کې به ورڅخه کېدلې، قربانۍ وړاندې کړي.
8 په دې ډول روح القدس به دا ښودل چې تر هغې پورې به ډېر سپېڅلي ځای ته د ورننوتلو لاره خلاصه نه شي، ترڅو پورې لومړنۍ کوټه ولاړه وي.
9 دا د اوسنۍ زمانې دپاره یو مثال دی او دا په دې معنی ده چې هغه نذرانې او قربانۍ چې خدای ته وړاندې کېدلې، نه شي کولای د عبادت کوونکي وجدان کامل او ارام کړي.
10 دا یوازې خوړل او څښل او د پاکوالي ډول ډول مراسم او قوانین دي چې د انسان د بدن سره اړیکه لري او تر هغه وخته به کارول کیږي ترڅو ټول شیان اصلاح شي.
11 خو کله چې مسیح د لوی کاهن په توګه د هغو ښو شیانو دپاره چې پېښ شوي دي او لا تر اوسه موجود دي، راغی، نو هغه هغې لویې او کاملې خېمې ته چې د انسان په لاس نه ده جوړه شوې او د دې نړۍ سره تړاو نه لري، ننوت.
12 هغه یوځل او د تل دپاره د وزو او خوسکیانو د وینې سره هغه ډېر سپېڅلي ځای ته وردننه نه شو، بلکې د خپلې وینې سره هلته ننوت او مونږ ته یې د تل دپاره خلاصون تر لاسه کړ.
13 که چېرې د وزو او غویانو په وینو او د خوسکي د ایرو په شیندلو سره د خلکو ناپاکه بدنونه پاکېدلی شي،
14 نو څومره به د مسیح په وینه چې خپل ځان یې د کاملې او بې عیبه قربانۍ په توګه د ابدي روح په مرسته خدای ته وړاندې کړ، وکولای شي زمونږ وجدان د بې ګټې عملونو نه چې د مرګ سبب ګرځي پاک کړي، ترڅو وکولای شو چې د ژوندي خدای خدمت وکړو.
15 له همدې امله مسیح د خدای او خلکو ترمنځ د نوي لوظ منځګړتوب کوي، ترڅو هغه خلک چې خدای رابللي دي، هغه تلپاتې میراث تر لاسه کړي چې خدای ورسره وعده کړې ده. ځکه چې هغه د دې دپاره مړ شو، ترڅو هغوی د هغو ګناهونو نه خلاص کړي چې د اولني لوظ په وخت کې یې کړي وو.
16 د یوې وصیتنامې د کارولو دپاره ضروري ده چې دا ثابته شي چې وصیت کوونکی مړ شوی دی،
17 ځکه چې وصیتنامه د مرګ نه وروسته اعتبار لري او ترڅو پورې چې وصیت کوونکی ژوندی وي، وصیتنامه اعتبار نه لري.
18 له همدې امله اولني لوظ هم د وینې تویېدلو نه پرته نه شو کولای چې اعتبار ولري،
19 ځکه کله چې موسی د شریعت ټول حکمونه خلکو ته ورسول، نو هغه د خوسکیانو او وزو وینه واخیستله او د اوبو سره یې په سرې وړۍ او د وېلني د څانګو په وسیله یې د تورات په کتاب او خلکو باندې وشیندله،
20 او ویې ویل: «دا وینه د هغه لوظ نښه ده چې خدای ستاسو سره کړی دی چې د هغه اطاعت وکړئ.»
21 په همدې ډول هغه دا وینه په خېمه او هغو شیانو باندې هم وشیندله چې د عبادت دپاره ترې کار اخیستل کېده.
22 په حقیقت کې د شریعت له مخې نژدې ټول شیان د وینې په وسیله پاکیږي او بې له وینې تویولو ګناهونه نه بخښل کیږي.
23 نو که چېرې دا شیان چې د اسماني حقیقتونو یوه نمونه ده، باید په دې ډول پاک شي، نو خپله اسماني شیان باید له دې نه په ډېرو ښو قربانیو باندې پاک شي،
24 ځکه چې مسیح هغه سپېڅلي ځای ته وردننه نه شو چې د انسان په لاس جوړ شوی ؤ او یوازې د هغه رښتیني عبادتځای یوه نمونه وه، بلکې خپله اسمانونو ته وردننه شو، ترڅو اوس زمونږ دپاره د خدای په حضور کې راښکاره شي.
25 هغه سپېڅلي ځای ته د دې دپاره وردننه نه شو چې خپل ځان بیا بیا د قربانۍ په توګه وړاندې کړي لکه څنګه چې لوی کاهن هر کال د حیوان د وینې سره سپېڅلي ځای ته ورننوځي.
26 ځکه که چېرې دا ضروري وای نو مسیح به د دنیا د پیدایښت نه تر اوسه پورې څو څو ځلې مړ شوی وای، خو داسې نه ده، بلکې هغه یوازې یوځل او د تل دپاره په اخره زمانه کې راښکاره شو، ترڅو د خپلې قربانۍ په وسیله ګناه له منځه یوسي.
27 لکه څنګه چې د انسانانو په قسمت کې یوځل مړ کېدل دي او له هغې وروسته به تر قضاوت لاندې نیول کیږي،
28 نو په همدې ډول مسیح هم یوځل د ډېرو خلکو د ګناهونو دپاره قرباني شو، خو کله چې د دوهم ځل دپاره راښکاره شي، نو د قربانۍ دپاره نه بلکې د هغو خلکو د خلاصون دپاره به راشي چې د هغه دپاره سترګې په لاره دي.