عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 4

څرنګه چې د خدای ارامۍ ته د وردننه کېدلو په هکله د هغه وعده لا تر اوسه په خپل حال پاتې ده، نو باید پام وکړو، هسې نه چې په تاسو کې کوم څوک هغې ته په رسېدلو کې ناکام شوی وي.
2 دا زېری چې مونږ واورېد، هغوی هم اورېدلی ؤ، خو هغه پیغام چې هغوی واورېد، هغوی ته یې ګټه ونه رسوله، ځکه چې هغه یې په ایماندارۍ سره قبول نه کړ.
3 خو مونږ چې ایمان لرو، کولای شو د هغه ارامۍ ته ورننوځو. خو د دې نورو په هکله خدای وویل:«ما د خپل قهر په حالت کې قسم وخوړ،دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.»که څه هم د خدای کار د کایناتو د پیدایښت په اړه پای ته رسېدلی ؤ.
4 ځکه چې د خدای د کلام په یو ځای کې د اوومې ورځې په هکله داسې لیکل شوي دي: «په اوومه ورځ خدای خپل ټول کارونه خلاص کړل او ارام یې وکړ.»
5 او په همدې ځای کې خدای یوځل بیا وایي:«دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.»
6 نو ځینې خلک دا موقعه لري چې هغه ارامۍ ته وردننه شي، خو هغوی چې اول یې دا زېری واورېد، وردننه نه شول ځکه چې سرغړونه یې وکړه.
7 نو بیا خدای یوه بله ځانګړې ورځ یعنې «نن ورځ» ټاکي، ځکه چې وروسته له ډېرې مودې هغه د داود په وسیله خبرې کړې وې او لکه څنګه چې مخکې ویل شوي وو:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئنو خپل زړونه مه سختوئ.»
8 که چېرې یوشع کولای شوی هغو خلکو ته هغه ارامي ورکړي، نو خدای به وروسته د بلې ورځې په هکله خبرې نه وای کړې.
9 نو بیا د خدای د خلکو دپاره د سبت ارامي تر اوسه هم په خپل حال پاتې ده.
10 ځکه کومو خلکو چې هغه ارامي موندلې ده چې خدای یې وعده کړې وه، نو د خپلو کارونو څخه به هم ارام ومومي، لکه څنګه چې خدای د خپلو کارونو څخه موندلی دی.
11 نو راځئ چې ډېر کوښښ وکړو چې هغه ارامي تر لاسه کړو. خو که چېرې مونږ سرغړونه وکړو لکه څنګه چې د اسراییلو خلکو کړې وه، نو مونږ به هم ناکام شو.
12 ځکه چې د خدای کلام ژوندی او اغېزناک دی او د هرې دوه مخې تورې نه ډېر تېره دی. هغه د انسان روح او نفس، بندونو او د هډوکو مغزو ته ورننوځي او د انسان نیت او د زړه خیالونه ښکاره کوي.
13 په ټولو مخلوقاتو کې هېڅ شی د خدای د نظر څخه پټ نه دی. ټول شیان د هغه د سترګو په وړاندې لوڅ او ښکاره پراته دي او مونږ ټول باید هغه ته حساب ورکړو.
14 نو څرنګه چې مونږ ډېر لوی کاهن لرو چې اسمانونو ته پورته شوی دی یعنې عیسی د خدای زوی، نو راځئ چې د خپل ایمان په اقرار باندې ټینګ پاتې شو.
15 ځکه چې زمونږ لوی کاهن داسې نه دی چې زمونږ په کمزورتیاوو کې زمونږ سره خواخوږي ونه کړي بلکې هغه زمونږ په شان په هر شي کې وازمایل شو، خو ګناه یې ونه کړه.
16 نو راځئ چې په پوره باور سره د خدای د فضل تخت ته ورنژدې شو، ترڅو رحم ومومو او د اړتیا په وخت کې د هغه فضل حاصل کړو ترڅو زمونږ سره مرسته وکړي.