عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 8

اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.
2 هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له خوا جوړه شوې ده، نه د انسان په لاس.
3 څرنګه چې هر لوی کاهن د دې دپاره ټاکل شوی دی چې خدای ته نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي، نو زمونږ د لوی کاهن سره هم باید د ورکولو دپاره یو څه وي.
4 که چېرې عیسی لا تر اوسه هم د ځمکې په مخ ژوند کولای، نو هغه به کاهن نه وای، ځکه چې نور کاهنان هم شته چې د شریعت له مخې نذرانې وړاندې کړي.
5 هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړه چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.»
6 خو عیسی ته چې کوم کار ورسپارل شوی ؤ چې د کاهن په توګه کار وکړي، هغه د هغو کارونو نه ډېر مهم دی چې هغوی کول، ځکه چې دا لوظ چې هغه د خدای او انسان ترمنځ منځګړتوب کوي ډېر ښه دی، ځکه چې دا لوظ له مخکې نه په ډېرو ښو وعدو باندې ولاړ دی.
7 که چېرې په اولني لوظ کې کوم عیب نه وای، نو دوهم لوظ ته به اړتیا نه وای.
8 خو کله چې خدای په خپل قوم کې غلطي پیدا کړه نو داسې یې وویل:«څښتن وایي: ‹هغه ورځ به راورسیږي،کله چې زه به د اسراییلو د خلکو او د یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم.
9 خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې ما د هغوی د نیکونو سره کړی ؤ،په هغه ورځ چې ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل،ځکه چې هغوی زما لوظ ته وفادار پاتې نه شول›څښتن وایي: ‹نو بیا ما هم د هغوی څخه مخ واړاوه›
10 او څښتن وایي: ‹دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکي کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم.زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم.زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.
11 نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ”څښتن وپېژنه“ ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني.
12 نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښماو نور به د هغوی ګناهونه نه رایادوم.›»
13 کله چې خدای د نوي لوظ په هکله خبرې کوي، نو لومړنی لوظ باطلوي او کوم شی چې باطل او زوړ شي هغه زر له منځه ځي.