عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 5

هر لوی کاهن د خلکو له منځ نه د دې دپاره ټاکل کیږي چې د خدای په حضور کې د خلکو استازیتوب وکړي او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي.
2 هغه کولای شي چې د ناپوهو او بې لارې خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي، ځکه چې هغه په خپله د کمزورتیاوو سره مخ دی.
3 له همدې امله هغه مجبور دی چې یوازې د خلکو د ګناهونو دپاره نه بلکې د خپل ځان د ګناهونو دپاره هم قرباني وړاندې کړي.
4 هېڅوک نه شي کولای چې د خپل ځان دپاره دا عزت حاصل کړي چې کاهن شي، بلکې هغه باید د خدای له خوا وغوښتل شي لکه څنګه چې هارون وغوښتل شو.
5 په همدې ډول مسیح هم د لوی کاهن عزت په خپله حاصل نه کړ، بلکې هغه د خدای له خوا وټاکل شو چې ورته ویې ویل:«ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.»
6 همدارنګه هغه په بل ځای کې وایي:«ته به تر ابده د ملک صدق په شان کاهن یې.»
7 کله چې عیسی د ځمکې په مخ ژوند کاوه، نو په ډېرو چیغو او اوښکو تویولو سره خدای ته چې په دې قادر ؤ هغه د مرګ نه وژغوري، دعاګانې او زارۍ وکړې او دعاګانې یې قبولې شوې، ځکه چې هغه په پوره توګه خپل ځان خدای ته سپارلی ؤ.
8 که څه هم هغه د خدای زوی ؤ، خو د دردونو او کړاوونو په زغملو سره یې اطاعت کول زده کړل.
9 کله چې هغه کامل کړای شو، نو د هغو ټولو خلکو دپاره د ابدي خلاصون سرچینه شوه چې د ده اطاعت کوي
10 او هغه د خدای له خوا د ملک صدق په شان لوی کاهن وټاکل شو.
11 په دې هکله زمونږ سره د ویلو دپاره ډېرې خبرې شته، خو ډېره سخته ده چې تاسو ته بیان شي، ځکه چې تاسو په هغو باندې د پوهېدلو کوښښ نه کوئ.
12 دا وخت باید تاسو استاذان وئ، خو اوس هم یو کس ته اړتیا لرئ چې تاسو ته د خدای د کلام اساسي اصول درزده کړي. تاسو د ماشومانو په شان شیدو ته اړتیا لرئ، نه قوي خوړو ته.
13 ځکه چې هرڅوک چې یوازې شیدې خوري، هغه لا ماشوم دی او په ښو او بدو نه پوهیږي.
14 خو قوي خواړه د بالغو او پخو خلکو دپاره دي چې د روزنې او تمرین له لارې کولای شي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړي.