عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 3

نو ای سپېڅلو خویندو او ورونو، تاسو چې د خدای له خوا په اسماني بلنه کې شریک یئ، د عیسی په هکله فکر وکړئ چې د هغه په اړه مونږ اقرار کوو چې زمونږ رسول او لوی کاهن دی.
2 عیسی خدای ته وفادار ؤ چې هغه یې ټاکلی ؤ، لکه څنګه چې موسی د خدای په ټول کور کې وفادار ؤ.
3 نو عیسی د موسی نه زیات د جلال لایق دی، لکه څنګه چې کور جوړوونکی د کور نه زیات عزت لري.
4 ځکه چې هر کور د یو چا په لاس جوړیږي او خدای د ټولو شیانو جوړوونکی دی.
5 موسی د خدای په ټول کور کې د یو خدمتګار په توګه وفادار ؤ او د هغو شیانو په هکله به یې شاهدي ورکوله چې خدای به یې په راتلونکي کې ووایي.
6 خو عیسی د زوی او د کور د خاوند په توګه د خدای د کور وفادار دی. مونږ د هغه کور یو، په دې شرط چې که مونږ هغه پوره ډاډ او فخر چې مونږ ته هیله راکوي، ټینګ وساتو.
7 نو لکه څنګه چې روح القدس وایي:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئ
8 نو خپل زړونه مه سختوئلکه څنګه چې ستاسو پلرونو د خدای په وړاندې سرکښي وکړهاو هغه یې په دښته کې وازمایلو.
9 هلته ستاسو پلرونو که څه هم هغه کارونه چې ما په څلوېښتو کالو کې کړي وو ولیدلخو بیاهم یې زه وازمایلم.
10 نو زه هغه نسل ته په قهر شوم او ومې ویل:‹د هغوی زړونه تل زما نه لېرې دياو نه غواړي چې زما په حکمونو باندې عمل وکړي.›
11 زه په قهر شوم او قسم مې وخوړ:‹دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.›»
12 نو خویندو او ورونو، پام کوئ چې په تاسو کې دې د چا زړه داسې بد او بې ایمانه وي چې د ژوندي خدای څخه واوړي.
13 بلکې هره ورځ یو بل هڅوئ تر هغې چې «نن ورځ» ده، نو په تاسو کې دې هېڅوک د ګناه د غولولو په وسیله زړه سخت نه شي.
14 ځکه که چېرې مونږ تر اخره پورې په هغه باور واوسو چې د پیل نه مو درلود، نو مونږ به د عیسی سره ملګري شوي یو.
15 لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئنو خپل زړونه مه سختوئلکه څنګه چې ستاسو پلرونو د سرکښۍ په وخت کې وکړل»
16 نو بیا هغوی څوک وو چې سره له دې چې د خدای اواز یې واورېد، خو بیا یې هم د هغه په وړاندې سرکښي وکړه؟ ایا دا هماغه خلک نه وو چې موسی د مصر څخه راوویستل؟
17 او خدای د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه ؤ؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې ګناه یې وکړه او مړي یې په دښته کې پراته وو؟
18 او چاته یې قسم وخوړ چې هغوی به هېڅکله هم هغې ارامۍ ته وردننه نه شي؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې د خدای د امر څخه یې سرغړونه وکړه؟
19 نو مونږ وینو چې هغوی ونه شو کولای هغې ځمکې ته وردننه شي، ځکه چې هغوی ایمان نه درلود.