عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 11

ایمان په هغو شیانو باندې باور لرل دي چې مونږ ورته هیله من یو او په هغو شیانو باندې ټینګه عقیده لرل چې مونږ یې نه شو لیدلی.
2 د ایمان په وسیله ؤ چې د پخوانۍ زمانې خلک د خدای له خوا ومنل شول.
3 مونږ د ایمان له مخې پوهېږو چې ټول کاینات د خدای د کلام په وسیله پیدا شو، نو څه چې مونږ وینو هغه د هغو شیانو څخه جوړ شوي دي چې نه شي لیدل کېدای.
4 د ایمان په وسیله ؤ چې هابیل د قاین نه ډېره ښه قرباني خدای ته وړاندې کړه. هغه د خپل ایمان له لارې د خدای په نظر کې عادل وګنل شو، ځکه چې خدای د هغه نذرانې قبولې کړې او سره له دې چې هابیل مړ شوی دی، خو د خپل ایمان له لارې تر اوسه زمونږ سره خبرې کوي.
5 د ایمان په وسیله ؤ چې ادریس مړ نه شو او اسمان ته پورته کړای شو او هېچا هغه پیدا نه کړ، ځکه چې خدای هغه پورته یووړ. مخکې له دې چې هغه پورته یووړل شي، د خدای کلام د هغه په هکله شاهدي ورکوي چې خدای د هغه څخه راضي ؤ.
6 نو پرته له ایمانه دا ناشونې ده چې انسان دې خدای خوشحاله کړي، ځکه څوک چې غواړي خدای ته ورنژدې شي، نو باید په دې ایمان ولري چې هغه موجود دی او څوک چې هغه لټوي، نو هغه ته اجر ورکوي.
7 د نوح د ایمان په وسیله ؤ چې هغه ته د هغو شیانو په هکله خبرداری ورکړل شو چې لا تر هغه وخته نه وو پېښ شوي. هغه اطاعت وکړ او د خپلې کورنۍ د ژغورلو دپاره یې یوه لویه کشتۍ جوړه کړه. هغه د خپل ایمان له لارې دنیا محکومه کړه او د ایمان له مخې عادل وګڼل شو.
8 کله چې خدای ابراهیم ته امر وکړ چې خپل کور پرېږدي او هغه ځای ته لاړ شي چې خدای به یې ورته د میراث په توګه ورکړي، د ایمان په وسیله ؤ چې هغه اطاعت وکړ او بې له دې چې پوه شي چېرته ځي، د خپل وطن نه ووت.
9 د ایمان په وسیله لکه د یو پردي په شان په هغه هېواد کې چې خدای ورسره وعده کړې وه، اوسېده او د اسحاق او یعقوب سره هم چې د دې وعدې وارثان وو، په خېمه کې اوسېدل.
10 ځکه چې ابراهیم د هغه ښار د لیدلو هیله درلودله چې ټینګ بنیاد لري او نقشه جوړوونکی او ودانوونکی یې خدای دی.
11 د ایمان په وسیله ؤ چې ساره وکولای شول ماشوم وزېږوي، که څه هم هغه شنډه او ډېره زړه وه، ځکه چې هغې باور درلود چې خدای په خپله وعده باندې وفا کوي.
12 له همدې امله د یو سړي نه چې د مړي په شان ؤ، لکه په اسمان کې د ډېرو زیاتو ستورو او د دریاب د غاړې د شګو په شان یې ډېر اولادونه پیدا شول.
13 هغه ټول خلک مړه شول، خو هغوی لا ایمان درلود، که څه هم هغوی هغه څه تر لاسه نه کړل چې وعده ورسره شوې وه. که څه هم هغوی هغه شیان د لېرې څخه ولیدل، بیاهم هغوی خوشحاله وو او اقرار یې وکړ چې دوی په دې دنیا کې پردي او مسافر دي.
14 ځکه کوم خلک چې داسې خبرې کوي، د هغو نه دا معلومیږي چې هغوی د خپل ځان دپاره د یو وطن په لټه کې دي.
15 که چېرې هغوی د هغه هېواد ارمان کاوه چې ورڅخه راوتلي وو، نو د هغوی دپاره دا موقعه وه چې بېرته هلته لاړ شي.
16 خو هغوی د یو ډېر ښه ځای یعنې اسماني هېواد په لټه کې وو. نو له همدې امله خدای په دې نه شرمیږي چې د هغوی د خدای په نوم یادیږي، ځکه چې د هغوی دپاره یې یو ښار تیار کړی دی.
17 د ایمان په وسیله ؤ چې کله خدای ابراهیم ازمایه، نو هغه اسحاق د قربانۍ په توګه خدای ته وړاندې کړ. دا سړی چې خدای ورسره وعده کړې وه، دې ته تیار شو چې خپل یوازېنی زوی خدای ته قرباني کړي،
18 که څه هم خدای هغه ته ویلي وو: «ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي.»
19 ابراهیم په دې فکر ؤ چې خدای کولای شي اسحاق د مرګ نه بېرته راژوندی کړي، نو خدای ابراهیم ته خپل زوی همغسې بېرته ورکړ.
20 د ایمان په وسیله ؤ چې اسحاق خپلو دوو زامنو، یعقوب او عیسو ته د هغوی د راتلونکي په پام کې نیولو سره برکت ورکړ.
21 د ایمان په وسیله ؤ چې کله یعقوب مړ کېده، نو د یوسف دواړو زامنو ته یې برکت ورکړ او په داسې حال کې چې په خپله امسا باندې یې تکیه وهلې وه، د خدای عبادت یې وکړ.
22 د ایمان په وسیله ؤ چې کله یوسف مړ کېده، نو د مصر څخه یې د اسراییلو د وتلو په هکله خبرې وکړې او د خپل هډوکو د ښخولو په اړه یې هغوی ته لارښوونې وکړې.
23 د ایمان په وسیله ؤ چې کله موسی وزېږېده، مور او پلار یې ولیدل چې هغه یو ښکلی ماشوم دی، نو هغوی د پاچا د حکم څخه ونه وېرېدل او هغه ماشوم یې درې میاشتې پټ وساته.
24 د ایمان په وسیله ؤ کله چې موسی لوی شو، نو د دې نه یې انکار وکړ چې هغه دې د فرعون د لور د زوی په نوم یاد شي.
25 هغه د یو څو ورځو عیش او عشرت د ګناه څخه ډک ژوند په ځای د خدای د خلکو سره د بد سلوک زغمل غوره وګڼل.
26 هغه د مسیح په خاطر د بې عزتۍ زغمل د مصر د ټولو خزانو نه بهتر وګڼل، ځکه چې هغه خپل راتلونکي اجر ته سترګې په لاره ؤ.
27 د ایمان په وسیله ؤ چې موسی د مصر څخه راووت او د فرعون د قهر څخه ونه وېرېده او په حوصله یې خپلې لارې ته دوام ورکړ، ځکه چې د هغه نظر په نه لیدونکي خدای ؤ.
28 د ایمان په وسیله ؤ چې موسی د اسراییلو خلکو ته حکم وکړ چې د فسحې اختر جوړ کړي او د حیواناتو وینه د دروازو په چوکاټونو باندې وشیندي، ترڅو د مرګ فرښته د اسراییلو لومړني زېږېدلي اولادونه ونه وژني.
29 د ایمان په وسیله ؤ چې د اسراییلو قوم د سرې بحیرې نه داسې پورې وتل لکه په وچه ځمکه چې تېر شي، خو کله چې مصریانو د پورې وتلو کوښښ وکړ، نو غرق شول.
30 د ایمان په وسیله ؤ چې د اسراییلو خلک د اریحا د ښار نه اووه ورځې ګردچاپېره وګرځېدل او وروسته بیا د ښار دېوالونه راوغورځېدل.
31 د ایمان په وسیله ؤ چې راحاب فاحشه د نورو نافرمانه خلکو سره یوځای ونه وژل شوه، ځکه چې هغې اسراییلي جاسوسانو ته دوستانه هرکلی ویلی ؤ.
32 نور زه څه ووایم؟ ځکه چې زما زیات وخت نشته چې د جدعون، باراق، شمشون، یفتاح، داود، سموییل او نورو پیغمبرانو په هکله خبرې وکړم.
33 هغوی د ایمان په وسیله پاچاهي ګانې فتح کړې او عدالت یې ټینګ کړ او هغه شیان یې تر لاسه کړل چې خدای ورسره وعده کړې وه. هغوی د زمریانو خولې بندې کړې،
34 د اور لمبې یې مړې کړې او د تورې د خولې نه خلاص شول. هغوی کمزوري وو، خو قوي شول. په جنګ کې زورور شول او د پردیو لښکرې یې تېښتې ته مجبورې کړې.
35 ښځو خپل مړي بیا ژوندي وموندل. ځینو نورو ډېر کړاوونه ولیدل، خو ازادي یې ونه منله، ترڅو د قیامت په ورځ له دې نه ډېر ښه ژوند ومومي.
36 په ځینو باندې ملنډې ووهل شوې، په دورو ووهل شول، نور په زنځیرونو وتړل شول او بندیان شول.
37 هغوی سنګسار شول، په ارې باندې نیم کړای شول او په تورو باندې یې مړه کړل. هغوی د پسونو او وزو پوستکي اغوستي وو او د ډېرې غریبۍ، ظلم او کړاوونو له امله سرګردانه وو.
38 دنیا د دې خلکو لیاقت نه درلود. هغوی په دښتو او غرونو کې سرګردانه ګرځېدل او په غارونو او سوریو کې اوسېدل.
39 د خپل ایمان په وسیله د هغوی ټولو ښه ستاینه وشوه، خو بیا یې هم هغه څه تر لاسه نه کړل چې خدای یې وعده کړې وه.
40 ځکه چې خدای زمونږ دپاره له مخکې نه ډېر ښه شی درلود چې وروسته به یې راکړي، هغه دا چې هغوی به زمونږ سره کامل کړای شي.