عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 10

د موسی شریعت د راتلونکو ښو شیانو یوازې یو تصویر دی او د هغو شیانو رښتینی شکل نه دی. دغه شریعت چې د هغه له مخې کومې قربانۍ ګانې چې هر کال به وړاندې کېدلې، هېڅکله نه شو کولای هغه خلک کامل کړي چې د خدای عبادت یې کاوه.
2 که چېرې عبادت کوونکي په یوځل او د تل دپاره پاکېدلی، نو نور به هغوی خپل ځانونه ګناهکار نه ګڼلی او چا به نورې قربانۍ نه کولای.
3 بلکې دې قربانیو به هر کال هغوی ته خپل ګناهونه ور په یادول،
4 ځکه چې د غویانو او وزو وینه هېڅکله نه شي کولای ګناهونه لېرې کړي.
5 له همدې امله کله چې مسیح دنیا ته راتللو، نو خدای ته یې وویل:«تا قربانۍ او نذرانې نه غوښتلې،نو ماته دې بدن راکړ.
6 ته په سوځېدونکو نذرانواو د ګناه په نذرانو خوشحاله نه وې.
7 بیا ما وویل: ‹ای خدایه، زه حاضر یم چې ستا رضا پوره کړم،لکه څنګه چې د تورات په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي.›»
8 لکه څنګه چې مسیح مخکې وویل: «تا نه قربانۍ، نه نذرانې، نه سوځېدونکې نذرانې او نه د ګناه نذرانې غوښتلې او نه په هغو باندې خوشحالېدلې» که څه هم هغه د شریعت له مخې وړاندې کېدلې.
9 بیا هغه زیاته کړه: «زه راغلم چې ستا رضا پوره کړم.» بیا خدای مخکېنۍ قربانۍ باطلې کړلې، ترڅو د هغو په ځای د عیسی قرباني رامنځته کړي.
10 نو په دې ډول مونږ د خدای په ارادې او د عیسی مسیح د بدن په قربانولو سره یوځل او د تل دپاره د ګناه څخه پاک شولو.
11 هر کاهن هره ورځ د قربانۍ د ځای په مخکې ودریږي او خپل کار کوي او هماغه یو ډول قرباني بیا بیا وړاندې کوي چې دا قربانۍ هېڅکله نه شي کولای چې ګناهونه له منځه یوسي.
12 خو کله چې مسیح د تل دپاره د ګناهونو د له منځه وړلو په خاطر یوځل قرباني ورکړه، نو بیا هغه د خدای ښي لاس ته کښېناست
13 او د هماغه وخت نه هغه په دې انتظار دی، ترڅو د هغه دښمنان تر پښو لاندې کړای شي.
14 ځکه چې هغه د هغې یوې قربانۍ په ورکولو سره هغه خلک د تل دپاره کامل کړل چې د ګناه څخه پاک شوي دي.
15 روح القدس هم مونږ ته شاهدي راکوي، ځکه چې هغه اول وایي:
16 «‹دا هغه لوظ دی چې په راتلونکي کې به یې د هغوی سره کوم.›بیا څښتن وایي: ‹زه به خپل شریعت د هغوی په زړونو کې واچوماو د هغوی په ذهنونو کې به یې ولیکم.›»
17 بیا هغه وایي:«زه به د هغوی ګناهونه او بد کارونه نور هېڅکله نه یادوم.»
18 نو څرنګه چې دا ګناهونه بخښل شوي دي، نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ وړاندې کولو اړتیا نشته.
19 نو ای خویندو او ورونو! مونږ د عیسی مسیح د وینې په وسیله کولای شو په زړورتیا سره ډېر سپېڅلي ځای ته ورننوځو.
20 هغه مونږ ته یوه نوې او د ژوندون لاره د پردې له منځ نه چې د هغه بدن دی، خلاصه کړه.
21 څرنګه چې مونږ یو لوی کاهن لرو چې د خدای د کور مسوولیت یې په غاړه دی،
22 نو راځئ چې د زړه د اخلاصه او په پوره باور سره د خدای حضور ته ورنژدې شو، ځکه چې زمونږ په ګناهکارو وجدانونو باندې د مسیح وینه شیندل شوې ده، ترڅو مونږ پاک کړي او زمونږ بدنونه یې په پاکو اوبو وینځلي دي.
23 راځئ چې هغه هیله چې مونږ پرې اقرار کوو ټینګه وساتو، ځکه چا چې زمونږ سره وعده کړې ده، هغه وفادار دی.
24 راځئ فکر وکړو چې څنګه یو بل مینې او نېکو کارونو ته وهڅوو.
25 مونږ باید د ایماندارانو په غونډو کې یو د بل سره په راټولېدلو کې بې پروایي ونه کړو، لکه څنګه چې ځینې خلک داسې عادت لري، بلکې یو بل وهڅوو، په ځانګړې توګه اوس چې مونږ وینو چې د خدای ورځ رانژدې کېدونکې ده.
26 ځکه که چېرې مونږ په حقیقت باندې په پوهېدلو سره بیاهم په قصدي توګه ګناهونه کوو، نو بیا هېڅ ډول قرباني نه شي کولای زمونږ ګناهونه لېرې کړي.
27 خو یوازې د قضاوت د ورځې وېروونکی انتظار او غضبناکه اور پاتې دی چې د خدای دښمنان به سوځوي.
28 هر چا چې به د موسی شریعت نه منلو، هغه به په بې رحمۍ سره د دوه یا درې شاهدانو په شاهدۍ ورکولو سره وژل کېده.
29 نو بیا فکر وکړئ چې څومره سخته سزا به ورکړل شي هغه چاته چې د خدای زوی تر پښو لاندې کوي او د لوظ د وینې چې هغه یې پاک کړی دی، بې عزتي کوي او د فضل د روح سپکاوی کوي.
30 ځکه مونږ پوهېږو چې خدای وویل: «بدل اخیستل زما کار دی، زه به بدل اخلم.» او همدارنګه هغه وویل: «څښتن به د خپلو خلکو په هکله قضاوت کوي.»
31 د ژوندي خدای په پنجو کې غورځېدل ډېر هیبتناکه دی.
32 خو هغه تېر وختونه در په یاد کړئ چې د خدای نور درباندې وځلېده، نو په هغو ورځو کې تاسو سخت کړاوونه وزغمل او ټینګ پاتې شوئ.
33 تاسو به کله کله د خلکو په مخکې بې عزته کېدلئ او ځورېدلئ، او کله به د نورو سره په دې شیانو کې شریکېدلئ.
34 تاسو د بندیانو سره چې په زندان کې وو، خواخوږي لرله او کله به چې ستاسو مال او دولت ستاسو نه په زور اخیستل کېده، نو په خوشحالۍ سره به مو قبلول، ځکه چې تاسو پوهېدلئ چې تاسو سره له دې نه ډېر ښه او تلپاتې مال او دولت شته.
35 نو خپله زړورتیا له لاسه مه ورکوئ، ځکه که چېرې تاسو همداسې باور ولرئ، نو لوی اجر به تر لاسه کړئ.
36 تاسو ته د صبر او زغم اړتیا ده، ترڅو د خدای اراده پوره کړئ، نو بیا به هغه څه تر لاسه کړئ چې هغه یې وعده کړې ده.
37 ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:«ډېر لږ وخت پاتې دی، او هغه څوک چې باید راشي،هغه به راشي او ځنډ به ونه کړي.
38 زما نېکان به د ایمان په وسیله ژوند کوياو څوک چې زما نه مخ واړوي، نو زه به د هغه نه خوشحاله نه یم.»
39 خو مونږ هغه خلک نه یو چې د خدای څخه مخ اړوي او تباه کیږي، بلکې مونږ ایمان لرو او ژغورل کېږو.