عبرانيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 1

خدای په تېره زمانه کې څو څو ځلې په مختلفو طریقو سره د خپلو پیغمبرانو په وسیله زمونږ د نیکونو سره خبرې کړې دي.
2 خو په دې اخرنیو ورځو کې یې د خپل زوی په وسیله زمونږ سره خبرې کړې دي. هغه زوی چې خدای د ټولو شیانو وارث ټاکلی دی او د هغه په وسیله یې نړۍ پیدا کړه.
3 هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.
4 څرنګه چې مسیح د فرښتو نه ډېر لوی دی، نو خدای چې هغه ته کوم نوم ورکړی دی، هغه هم د هغوی د نومونو نه ډېر لوی دی.
5 ځکه چې خدای هېڅکله کومې فرښتې ته نه دي ویلي:«ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.»او یا دا:«زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي.»
6 خو کله چې خدای لومړنی زېږېدلی دنیا ته راولي، نو ورته وایي:«د خدای ټولې فرښتې دې د هغه عبادت وکړي.»
7 خو د فرښتو په هکله وایي:«خدای خپلې فرښتې لکه د بادونو په شاناو خپل خدمتګاران لکه د اور د لمبو په شان رالېږي.»
8 خو د خپل زوی په هکله وایي:«ای خدایه! ستا د پاچاهۍ تخت به تل ترتله وياو د انصاف له مخې به په خپلو خلکو باندې حکومت کوې.
9 ته عدالت خوښوې او د بدۍ څخه کرکه کوې.په دې خاطر خدای یعنې ستا خدای تهستا د نورو ملګرو نه زیات د خوشحالۍ په تېلو مسح کړی یې.»
10 همدارنګه هغه وایي:«ای څښتنه، تا د شروع نه د ځمکې بنیاد ایښی ؤاو په خپلو لاسونو دې اسمانونه جوړ کړل
11 هغوی فنا به شي، خو ته به پاتې شېهغوی به ټول لکه د لباس په شان زاړه شي
12 ته به هغوی د چپنې په شان تاو راتاو کړېاو د لباس په شان به یې بدل کړېخو پاتې کېږې په خپل حال ته مداماو پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران»
13 خو خدای هېڅکله هم کومې فرښتې ته نه دي ویلي:«زما ښي لاس ته کښېنهترڅو ستا دښمنان ستا تر پښو لاندې کړم»
14 ایا ټولې فرښتې خدمتګار روحونه نه دي چې د هغو خلکو د خدمت دپاره رالېږل شوي چې خلاصون به مومي؟