اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 8

شاوول د هغو کسانو څخه ؤ چې د استیفان په مرګ باندې راضي ؤ.په هماغه ورځ په اورشلیم کې د ایماندارانو سخته ځورونه پیل شوه او پرته له رسولانو ټول ایمانداران د یهودیې او سامریې شاوخوا سیمو ته خواره واره شول.
2 ځینې پرهېزګاره خلک راغلل او استیفان یې ښخ کړ او په هغه باندې یې ډېر ویر وکړ.
3 خو شاوول کوښښ کاوه چې کلیسا ورانه کړي. هغه کور په کور ګرځېده او ښځې او نران به یې له کوره راویستل او په زندان کې به یې اچول.
4 خو هغه ایمانداران چې هرې خواته خواره واره شوي وو، هر چېرته چې تلل د عیسی په هکله یې پیغام اوراوه.
5 فیلیپوس د سامریې یو ښار ته لاړ او خلکو ته یې د مسیح په هکله وعظ کاوه.
6 کله چې ګڼ شمېر خلکو د فیلیپوس خبرې واورېدلې او هغه معجزې چې هغه ښودلې ولیدلې، نو ټولو د هغه خبرو ته په غور سره غوږ نیوه.
7 د ډېرو خلکو څخه چې پېریانو نیولي وو، پېریان په چیغو چیغو راوتل او ډېر شل او ګوډ خلک روغېدل.
8 نو په هغه ښار کې لویه خوشحالي وه.
9 خو په هغه ښار کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده چې د یو څه مودې راهیسې یې د سامریې خلک د خپلې جادو په زور حیران کړي وو او دعوه یې کوله چې هغه یو لوی سړی دی.
10 د ټولو طبقو خلکو یعنې هم لویانو او کوچنیانو د هغه خبرو ته په غور غوږ نیوه او ویل یې: «دا سړی زمونږ د خداید هغه قدرت ښکارندوی دی چې ورته لوی قدرت وایي.»
11 هغوی ځکه د هغه خبرې په غور غوږ نیوه چې تر ډېر وخته پورې یې هغوی د خپلې جادو په زور حیران کړي وو.
12 خو کله چې هغوی د فیلیپوس په هغه زېري ایمان راوړ چې د خدای د پاچاهۍ او د عیسی مسیح په هکله یې واوراوه، نو نر او ښځو دواړو د تعمید غسل واخیست.
13 تر دې پورې چې خپله شمعون هم ایمان راوړ، د تعمید غسل یې واخیست او له هغې وروسته به هغه تل له فیلیپوس سره ؤ. کله چې هغه د فیلیپوس لوی او حیرانوونکي کارونه او معجزې چې هغه ښودلې ولیدلې، نو حیران پاتې شو.
14 کله چې په اورشلیم کې رسولان خبر شول چې سامریانو د خدای پیغام منلی دی، نو هغوی پطروس او یوحنا ورولېږل.
15 کله چې هغوی هغه ځای ته ورسېدل، نو د هغو نویو ایماندارانو دپاره یې دعا وکړه چې روح القدس ورباندې نازل شي.
16 ځکه چې هغوی یوازې د څښتن عیسی په نوم د تعمید غسل اخیستی ؤ او تر دې وخته پورې لا د هغوی څخه په هېچا باندې روح القدس نازل شوی نه ؤ.
17 نو بیا پطروس او یوحنا په هغوی باندې لاسونه کېښودل او هغوی روح القدس تر لاسه کړ.
18 کله چې شمعون ولیدل چې د رسولانو د لاس په ایښودلو روح القدس ورکول کیږي، نو هغه پطروس او یوحنا ته پیسې وړاندې کړې
19 او ویې ویل: «دا اختیار ماته هم راکړه چې زه په چا باندې لاس کېږدم او روح القدس ورباندې نازل شي.»
20 خو پطروس ځواب ورکړ: «ستا پیسې دې ستا سره یوځای تباه شي، ځکه تا فکر کاوه چې د خدای دا نعمت په پیسو اخیستل کیږي.
21 په دې کار کې ستا نصیب او برخه نشته، ځکه چې ستا زړه د خدای په نظر کې سم نه دی.
22 نو بیا له خپلو بدو کارونو څخه توبه وباسه او څښتن ته دعا وکړه، کېدای شي چې هغه تا د دې بدو خیالونو په خاطر چې په زړه کې یې لرې، وبخښي.
23 زه وینم چې ستا زړه سخت د کینې څخه ډک دی او د ګناه غلام یې.»
24 شمعون پطروس او یوحنا ته په ځواب کې وویل: «زما په خاطر څښتن ته دعا وکړئ چې څه چې تاسو وویل هغه په ما باندې رانه شي.»
25 کله چې پطروس او یوحنا د څښتن عیسی په هکله شاهدي ورکړه او د هغه پیغام یې اعلان کړ، نو بېرته اورشلیم ته لاړل او په لاره کې یې د سامریې ډېرو کلیو ته زېری ورساوه.
26 بیا د څښتن فرښتې فیلیپوس ته وویل: «پاڅېږه او جنوب خواته په هغه لاره لاړ شه چې د اورشلیم څخه غزې ته تللې ده.» (دا د بیابان یوه لاره ده.)
27 فیلیپوس پاڅېده او روان شو. هغه په لاره کې د یو ایتوپیایي سره چې خصي شوی ؤ او د ایتوپیا د کنداکې د ملکې د دربار د ټولې خزانې مشر مامور ؤ، مخامخ شو. هغه مامور اورشلیم ته د عبادت دپاره راغلی ؤ
28 او اوس بېرته خپل کور ته روان ؤ. هغه په خپلې ګاډۍ کې ناست ؤ او د اشعیا پیغمبر کتاب یې لوسته.
29 روح القدس فیلیپوس ته وویل: «لاړ شه او هغې ګاډۍ ته ورنژدې شه.»
30 نو فیلیپوس د هغه خواته ورمنډه کړه او هغه واورېدل چې هغه سړی د اشعیا پیغمبر کتاب لولي. نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ته چې څه لولې ورباندې پوهېږې؟»
31 هغه ځواب ورکړ: «ترڅو پورې چې کوم څوک یې راته تشریح نه کړي زه ورباندې څنګه پوهېدلی شم؟» نو هغه د فیلیپوس څخه وغوښتل چې ګاډۍ ته وخېژي او د هغه سره کښېني.
32 هغه چې د خدای د کلام کومه برخه لوستله هغه داسې وه:«هغه سړی د هغه پسه په شانچې حلالېدلو ته وړل کېدهاو د هغه وري په شان ؤچې د سکولوونکو په مخکې غلی وياو هېڅ نه وایي.
33 هغه سپک کړای شو او انصاف ورسره ونه شو.څوک کولای شي چې د هغه د اولادې په هکله خبرې وکړي،ځکه چې د هغه ژوند د ځمکې په مخ پای ته ورسېده.»
34 هغه مامور فیلیپوس ته وویل: «زه درته سوال کوم، ماته ووایه چې پیغمبر دلته د چا په هکله خبرې کوي؟ د خپل ځان په هکله یا د بل چا په هکله؟»
35 بیا فیلیپوس د خدای د کلام د هماغې برخې څخه پیل کړه او هغه ته یې د عیسی په هکله زېری واوراوه.
36 څنګه چې هغوی په لاره روان وو، نو یو داسې ځای ته ورسېدل چې هلته اوبه وې او هغه مامور وویل: «ګوره چې دلته اوبه شته، نو څه شی زما د تعمید د غسل اخیستلو مخه نیولی شي؟» [
37 فیلیپوس وویل: «که چېرې ته د زړه نه ایمان راوړې، نو بیا کولای شې.» هغه ځواب ورکړ: «زه ایمان لرم چې عیسی مسیح د خدای زوی دی.»]
38 نو هغه مامور امر وکړ چې ګاډۍ ودروي. فیلیپوس او هغه دواړه اوبو ته ورښکته شول او فیلیپوس هغه ته د تعمید غسل ورکړ.
39 کله چې هغوی دواړه له اوبو څخه راووتل، نو د څښتن روح فیلیپوس بوته او هغه مامور نور فیلیپوس ونه لیده او په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان شو.
40 خو فیلیپوس پوه شو چې زه د اشدود په ښار کې یم. هغه په ټولو ښارونو کې ګرځېده او زېری یې ورکاوه، ترڅو قیصریې ته ورسېده.