اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 10

په قیصریه کې یو سړی ؤ چې کورنیلیوس نومېده او د رومي لښکرو د کنډک چې د «ایټالوي کنډک» په نوم یادېده، مشر ؤ.
2 کورنیلیوس او د هغه کورنۍ دینداره خلک وو او د خدای څخه وېرېدل. هغه به غریبو یهودیانو ته ډېر خیراتونه ورکول او تل به یې دعا کوله.
3 یوه ورځ د ماسپښین شاوخوا درې بجې هغه رویا ولیدله چې د خدای فرښته د هغه خواته راغله او ورته ویې ویل: «ای کورنیلیوسه!»
4 هغه له وېرې په ځیر سره فرښتې ته وکتل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ښاغلیه څه وایې؟» فرښتې ځواب ورکړ: «ستا دعاګانې او خیراتونه چې تا ورکړي وو، هغه د خدای حضور ته ورسېدل او قبول یې کړل.
5 اوس یو څو کسان یافا ته د شمعون پسې چې پطروس ورته ویل کیږي، ولېږه چې هغه راولي.
6 هغه د شمعون څرمن جوړوونکي په کور کې چې د بحیرې په غاړه دی، مېلمه دی.»
7 کله چې هغې فرښتې د هغه سره خبرې وکړې لاړه، نو کورنیلیوس خپل دوه نوکران او یو عسکر چې یو دینداره سړی ؤ او د هغه د کور د خدمتګارانو څخه ؤ، راوغوښتل.
8 هرڅه چې شوي وو، هغوی ته یې وویل او هغوی یې یافا ته ولېږل.
9 بله ورځ د غرمې په وخت کې چې هغه دوه نوکران او عسکر په لاره کې روان وو او یافا ته ورسېدل، نو په همدې وخت کې پطروس د دعا کولو دپاره پاس بام ته وخوت.
10 هغه وږی شو او غوښتل یې چې څه وخوري، کله چې ډوډۍ تیارېدله، نو هغه رویا ولیدله.
11 هغه ولیدل چې د اسمان دروازې خلاصې شوې او د یو لوی دسترخوان په شان یو شی چې د څلورو څنډو څخه راځوړند ؤ او ښکته د ځمکې خواته راروان ؤ.
12 په هغه کې هر ډول حیوانات، خزندې او مرغان وو.
13 بیا یو اواز راغی او هغه ته یې وویل: «ای پطروسه، پاڅېږه! هغه حلال کړه او ویې خوره.»
14 خو پطروس وویل: «څښتنه! هېڅکله نه، ما هېڅکله هم حرام او ناپاکه شی نه دی خوړلی.»
15 په دوهم ځل بیا اواز راغی: «کوم شیان چې خدای حلال ګرځولي دي، هغه حرام مه ګڼه.»
16 درې ځلې همداسې وشول او بیا هغه دسترخوان بېرته پورته اسمان ته یووړل شو.
17 پطروس حیران پاتې ؤ چې د دې رویا معنی څه ده، چې په دې وخت کې هغو کسانو چې کورنیلیوس لېږلي وو، د شمعون کور پیدا کړ او هغوی د دروازې په مخ کې ودرېدل.
18 هغوی نارې کړې او پوښتنه یې وکړه: «ایا شمعون چې پطروس ورته هم وایي، دلته مېلمه دی؟»
19 پطروس لا د دې رویا په هکله فکر کاوه چې روح القدس ورته وویل: «ګوره، درې سړي تا لټوي.
20 پاڅېږه او لاندې راښکته شه او د هغوی سره په تللو کې زړه نا زړه کېږه مه، ځکه چې هغوی ما درلېږلي دي.»
21 نو پطروس لاندې ښکته شو او هغوی ته یې وویل: «زه هماغه سړی یم چې تاسو یې لټوئ. تاسو د څه دپاره راغلي یئ؟»
22 هغوی ځواب ورکړ: «مونږ قوماندان کورنیلیوس رالېږلي یو. هغه یو نېک او داسې سړی دی چې له خدایه وېریږي او د ټولو یهودیانو په نظر کې ډېر عزتمن سړی دی. د خدای فرښتې هغه ته ویلي وو چې تا خپل کور ته راوغواړي او څه چې وایې هغه یې واوري.»
23 نو پطروس هغوی کور ته راوستل او مېلمانه یې کړل.بله ورځ پطروس پاڅېده او د هغوی سره روان شو او د یافا څو ایمانداران هم ورسره ملګري وو.
24 په بله ورځ هغوی قیصریې ته ورسېدل. کورنیلیوس هغوی ته په تمه ؤ او خپل خپلوان او خپل نژدې ملګري یې هم راغوښتي وو.
25 څنګه چې پطروس کور ته ورننوت، کورنیلیوس د هغه مخې ته ورووت او د هغه په پښو کې پرېوت او سجده یې ورته وکړه.
26 خو پطروس هغه د ځمکې څخه راپورته کړ او ورته ویې ویل: «راپاڅېږه، زه هم ستا په شان یو انسان یم.»
27 په داسې حال کې چې پطروس د هغه سره خبرې کولې، کور ته ننوت او ویې لیدل چې هلته ډېر خلک راټول شوي وو.
28 پطروس هغوی ته وویل: «تاسو ته ښه معلومه ده چې د یهودیانو دپاره دا ناروا ده چې د غیریهودیانو سره ناسته ولاړه او یا ملګرتیا وکړي. خو خدای ماته دا راښودلي دي چې زه باید هېڅوک هم ناپاکه او نجس ونه ګڼم.
29 کله چې زه تاسو راوغوښتلم نو پرته له کوم اعتراضه راغلم. خو اوس پوښتنه کوم چې تاسو ولې زه راوغوښتلم؟»
30 کورنیلیوس وویل: «څلور ورځې کیږي چې په همدې وخت کې یعنې د ماسپښین په درې بجو زه په خپل کور کې په دعا کولو بوخت وم چې ناڅاپه یو سړی چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو، زما په مخکې ودرېده
31 او ویې ویل: ‹ای کورنیلیوسه! خدای ستا دعاګانې قبولې کړې دي او هغه خیراتونه یې قبول کړي دي چې غریبانو ته دې ورکوې.
32 اوس یو څو کسان د شمعون پسې چې پطروس ورته ویل کیږي، یافا ته ولېږه چې هغه راولي. هغه د بحیرې په غاړه د شمعون څرمن جوړوونکي په کور کې مېلمه دی.›
33 نو سمدلاسه مې تا پسې سړي درولېږل او تا ډېر ښه کار وکړ چې دلته راغلې. نو اوس مونږ ټول دلته د خدای په حضور کې حاضر یو چې د هرڅه په هکله چې څښتن تاته حکم کړی دی، هغه واورو.»
34 پطروس خپلې خبرې پیل کړې او ویې ویل: «زه اوس پوه شوم چې دا رښتیا دي چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.
35 په هر قوم کې چې هرڅوک ‎له خدایه وېریږي او سم کارونه کوي، خدای هغه مني.
36 تاسو پوهېږئ چې خدای خپل پیغام د اسراییلو قوم ته ورولېږه او د سولې او سلامتۍ زېری یې د عیسی مسیح په وسیله چې د ټولو څښتن دی، اعلان کړ.
37 تاسو پوهېږئ چې په ټوله یهودیه کې څه وشول. دا پېښه د یحیی د تعمید د غسل د اعلانولو څخه وروسته له جلیل څخه پیل شوه.
38 او تاسو خبر یئ چې خدای څنګه ناصري عیسی په روح القدس او په خپل قدرت سره مسح کړ. هغه به هرځای ته تللو او د خلکو سره به یې نېکي کوله او کوم خلک چې د شیطان په بند کې وو هغوی ته به یې شفا ورکوله، ځکه چې خدای ورسره مل ؤ.
39 مونږ د هغو ټولو کارونو شاهدان یو چې عیسی د یهودیانو په وطن او اورشلیم کې وکړل. هغوی عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ او ویې واژه.
40 خو خدای هغه په درېمه ورځ بېرته راژوندی کړ او خلکو ته یې ښکاره کړ،
41 ټولو خلکو ته نه، بلکې یوازې هغو شاهدانو ته چې خدای له مخکې نه غوره کړي وو، یعنې مونږ ته چې د هغه د بیا راژوندي کېدلو څخه وروسته مو ورسره وخوړل او وڅښل.
42 عیسی مونږ ته حکم کړی چې خلکو ته وعظ وکړو او دا شهادت ورکړو چې دا هغه څوک دی چې خدای په مړو او ژوندیو باندې قاضي ټاکلی دی.
43 د هغه په هکله ټول پیغمبران شاهدي ورکوي او وایي چې هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو د هغه په نوم به یې ګناهونه وبخښل شي.»
44 پطروس لا خبرې کولې چې په هغو ټولو خلکو باندې چې د هغه خبرې یې اورېدلې، روح القدس نازل شو.
45 هغه یهودي ایمانداران چې د پطروس سره راغلي وو، په دې حیران شول چې د روح القدس نعمت په غیریهودیانو هم نازل شو.
46 ځکه چې دوی اورېدل چې هغوی په نورو ژبو خبرې کولې او د خدای لویي یې بیانوله. بیا پطروس وویل:
47 «ایا داسې څوک شته چې دا خلک چې زمونږ په شان یې روح القدس تر لاسه کړی دی په اوبو باندې د تعمید غسل د اخیستلو څخه منع کړي؟»
48 نو پطروس امر وکړ چې هغوی ته دې د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل ورکړل شي. بیا هغوی د پطروس څخه وغوښتل چې یو څو ورځې د هغوی سره پاتې شي.