اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 25

کله چې فستوس قیصریې ته د والي په توګه راغی، نو درې ورځې وروسته اورشلیم ته لاړ.
2 ‏-
3 هلته مشرانو کاهنانو او د یهودیانو مشرانو د پولوس په خلاف خپله دعوه هغه ته وړاندې کړه. هغوی د فستوس څخه غوښتنه وکړه چې ورباندې مهرباني وکړي او پولوس اورشلیم ته راوغواړي. ځکه چې هغوی ورته دسیسه جوړه کړې وه چې کمین ورته ونیسي او په لاره کې یې ووژني.
4 فستوس ځواب ورکړ: «پولوس په قیصریه کې بندي ساتل شوی دی او زه په خپله ډېر زر بېرته هلته ورځم.
5 نو ستاسو مشران دې زما سره قیصریې ته لاړ شي او که هغه کوم غلط کار کړی وي، نو دعوه دې پرې وکړي.»
6 فستوس د اتو یا لسو ورځو دپاره په اورشلیم کې پاتې شو او بیا قیصریې ته لاړ. په بله ورځ هغه په محکمه کې په خپلې چوکۍ باندې کښېناست او امر یې وکړ چې پولوس راولي.
7 کله چې پولوس راغی، نو هغه یهودیان چې د اورشلیم څخه راغلي وو د هغه څخه شاوخوا راتاو شول او په هغه باندې یې ډېر سخت تورونه ولګول چې ثابتولی یې نه شول.
8 پولوس د خپل ځان څخه دفاع وکړه او ویې ویل: «ما نه د یهودیانو د شریعت په خلاف، نه مې د خدای د کور او نه مې د امپراتور په خلاف کوم غلط کار کړی دی.»
9 خو فستوس غوښتل چې یهودیان خوشحاله کړي، نو د پولوس څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته غواړې چې اورشلیم ته لاړ شې او د دې تورونو له امله چې درباندې لګېدلي دي په هغه ځای کې زما په حضور کې ستا محاکمه وشي؟»
10 پولوس په ځواب کې وویل: «زه همدا اوس د امپراتور په محکمه کې یعنې هغه ځای کې چې باید زما قضیه په کې وچلیږي، ولاړ یم. تاسو ته ښه معلومه ده چې ما د یهودیانو په خلاف کوم جرم نه دی کړی.
11 که چېرې زه مجرم یم او داسې کار مې کړی وي چې د مرګ د سزا لایق یم، نو د مرګ څخه نه تښتم. خو که چېرې هغه تورونه چې د دې یهودیانو له خوا په ما لګېدلي دي رښتیا نه وي، نو هېڅوک حق نه لري چې ما هغوی ته په لاس ورکړي. زه امپراتور ته عرض کوم چې خپله دې زما د قضیې په هکله پرېکړه وکړي.»
12 بیا فستوس د خپلو مشاورانو سره د مشورې کولو نه وروسته په ځواب کې وویل: «دا چې تا امپراتور ته عرض کړی دی، نو امپراتور ته به لاړ شې.»
13 څو ورځې وروسته اګریپاس پاچا او د هغه خور برنیکۍ قیصریې ته راغلل چې فستوس ته هرکلی ووایي.
14 هغوی د څو ورځو دپاره هلته پاتې شول، نو فستوس د پولوس قضیه پاچا ته وړاندې کړه او ویې ویل: «دلته یو سړی دی چې فیلیکس په زندان کې پریښی دی.
15 کله چې زه اورشلیم ته لاړم، نو د مشرانو کاهنانو او نورو یهودي مشرانو په هغه باندې تورونه ولګول او زما څخه یې وغوښتل چې هغه ته سزا ورکړم.
16 خو ما هغوی ته ځواب ورکړ چې دا د رومیانو دود او دستور نه دی چې یو تورن سړی دې خپلو مدعیانو ته په لاس ورکړي، تر هغې چې هغه د خپلو مدعیانو سره مخامخ نه کړي او هغه ته دا موقع ورنه کړي چې د لګول شویو تورونو په وړاندې د خپل ځان څخه دفاع وکړي.
17 کله چې هغوی دلته راغلل نو ځنډ مې ونه کړ او په بله ورځ په محکمه کې کښېناستم او امر مې وکړ چې هغه راولي.
18 کله چې د هغه مدعیان پاڅېدل چې خبرې وکړي، هغوی ونه شو کولای چې هغه په هغو جرمونو باندې چې زما په خیال کې هم نه وو، ملامته کړي.
19 هغوی د خپل دین او د یو سړي په هکله چې عیسی نومیږي او مړ شوی دی، د نظر اختلاف درلود او پولوس دعوه کوي چې هغه ژوندی دی.
20 زه زړه نازړه وم چې څنګه د دې موضوع په هکله څېړنه وکړم، نو د پولوس څخه مې پوښتنه وکړه چې ایا ته غواړې چې اورشلیم ته لاړ شې او هلته دې قضیه وڅېړل شي.
21 خو پولوس غوښتنه وکړه تر هغې پورې چې امپراتور د هغه د قضیې په هکله خپله پرېکړه نه وي کړې، هغه دې تر نظارت لاندې وساتل شي. نو ما امر وکړ، ترڅو پورې چې هغه امپراتور ته لېږم هغه دې بندي وساتل شي.»
22 اګریپاس فستوس ته وویل: «زه غواړم چې په خپله د دې سړي خبرې واورم.» فستوس ځواب ورکړ: «سبا به د هغه خبرې واورې.»
23 په بله ورځ اګریپاس او برنیکۍ په زیات شان او شوکت سره راغلل او د قوماندانانو او د ښار د مشرانو سره دربار ته ننوتل. بیا فستوس امر وکړ او پولوس یې حاضر کړ.
24 بیا فستوس وویل: «ای اګریپاس پاچا او ټولو حاضرینو! تاسو دا سړی وینئ چې ټولو یهودیانو که دلته دي او که په اورشلیم کې دي، ورڅخه ماته شکایت کړی دی. هغوی چیغې وهلې چې دا سړی باید ژوندی پاتې نه شي.
25 خو زما په نظر هغه کوم داسې کار نه دی کړی چې د مرګ سزا دې ورکړای شي. څرنګه چې هغه خپله عرض وکړ چې امپراتور دې د هغه د قضیې په هکله پرېکړه وکړي، نو ما پرېکړه وکړه چې هغه روم ته ولېږم.
26 خو د هغه په هکله زما سره کوم ځانګړی څه شی نشته چې امپراتور ته یې ولیکم. نو هغه مې تاسو ټولو او په ځانګړې توګه ستاسې اګریپاس پاچا حضور ته راوست، ترڅو د هغه د قضیې تر څېړلو وروسته وکولای شم هغه ته یو څه ولیکم.
27 ځکه چې زما په نظر دا خبره سمه نه ده چې یو بندي بې له کومو ښکاره تورونو امپراتور ته ولېږم.»