اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 2

کله چې د پنتیکاست ورځ راورسېدله، ټول ایمانداران په یو ځای کې سره راټول شوي وو.
2 ناڅاپه د اسمان څخه د یو تېز باد په شان یو اواز راغی او په ټول کور کې چې هغوی په کې ناست وو، هلته دا اواز خپور شو.
3 هلته هغوی ته د اور د لمبو په شان ژبې راښکاره شوې او په هغوی هر یو باندې نازلې شوې.
4 هغوی ټول د روح القدس څخه ډک شول او څنګه چې روح القدس هغوی ته د خبرو کولو توان ورکړ، نو په نورو ژبو یې خبرې پیل کړلې.
5 په هغه وخت کې پرهېزګاره یهودیان چې د نړۍ د هر هېواد څخه راغلي وو، په اورشلیم کې اوسېدل.
6 کله چې هغوی دا اواز واورېد، نو ډېر خلک سره راټول شول او حیران پاتې شول، ځکه چې هر یو د ایماندارانو خبرې په خپلو ژبو باندې اورېدلې.
7 هغوی ډېر حیران پاتې وو او ویل یې: «ایا دا ټول جلیلیان نه دي چې خبرې کوي؟
8 نو بیا څنګه مونږ هر یو په خپله مورنۍ ژبه د هغوی خبرې اورو؟
9 مونږ پارتیانو، مادیانو، ایلامیانو، د بین النهرین اوسېدونکو، د یهودیې او کپدوکیې، پنتوس، د اسیا د ولایت
10 او فریجیې او پمفیلیې، مصر او لیبیا د سیمو څخه چې د قیروان ښار ته نژدې دي، رومي مسافران
11 چې اصلي یهودیان او څوک چې یهودیان شوي دي، کریتیان او عربان یو. خو بیاهم مونږ د هغوی خبرې چې د خدای د حیرانوونکو کارونو په هکله یې کوي په خپلو خپلو ژبو اورو.»
12 هغوی حیران او وارخطا ولاړ وو او یو د بله څخه یې پوښتنه کوله چې دا څه معنی لري؟
13 خو نورو به ملنډې وهلې او ویل به یې چې دا خلک نشه دي.
14 بیا پطروس د نورو یوولسو رسولانو سره ودرېده او په لوړ اواز یې د خلکو ګڼې ګوڼې ته په وینا کې وویل: «ای یهودیانو او د اورشلیم اوسېدونکو! زه چې څه وایم، غواړم په هغې باندې پوه شئ او په غور سره یې واورئ.
15 لکه څنګه چې تاسو فکر کوئ دا خلک نشه نه دي، ځکه چې اوس لا د سهار نهه بجې دي.
16 بلکې، دا هغه څه دي چې یوییل نبي د هغه په هکله ویلي وو:
17 ‹خدای وایي: په اخرنیو ورځو کې به داسې وشيزه به خپل روح کړمه نازل په ټولو خلکو باندېستاسو لورګانې او زامن به نبوت کويستاسو ځوانان به رویاګانې وینياو ستاسو سپین ږیري به خوبونه ویني
18 هو، حتی په خپلو غلامانو او په وینځو باندېبه هم نازل کړمه خپل روح په هغو ورځو کېاو دوی به کوي نبوت
19 زه به وښایم عجیبه کارونه پاس په اسمان کېاو حیرانوونکې نښې لاندې په ځمکه باندېیعنې وینه، اور او سخت لوګی
20 مخکې له دې چې راشي ورځ د څښتنیعنې لویه او د جلال ورځلمر به بدل شي په تیاره باندېاو د سپوږمۍ رنګ به شي سورلکه د وینې په شان
21 نو بیا داسې به وشي چېهرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړيهغه به وژغورل شي.›
22 ای د اسراییلو خلکو! دې خبرو ته غوږ ونیسئ: عیسی ناصري یو سړی ؤ چې خدای هغه تاسو ته د معجزو، حیرانوونکو کارونو او نښو له لارې چې خدای د هغه په وسیله ستاسو په منځ کې وښودلې، ثابته کړه چې هغه څوک دی، لکه څنګه چې تاسو په خپله ورباندې خبر یئ.
23 دا سړی تاسو ته د خدای د ټینګې ارادې او پوهې له مخې په لاس درکړل شو او تاسو هغه د بدکارانو په مرسته په صلیب ځوړند او مړ مو کړ.
24 خو خدای هغه بېرته راژوندی کړ او د مرګ د عذاب څخه یې خلاص کړ، ځکه چې مرګ نه شو کولای هغه په خپلو منګولو کې وساتي.
25 ځکه چې داود د هغه په هکله ویلي وو:‹زه وینم چې تل څښتن زما سره دیهغه موجود دی زما ښي لاس تهچې زه ونه غورځېږم
26 نو زما زړه دی خوشحالکله چې کړم خبرې نو ډېر خوشحاله یمهاو په امید کې به ارام اوسي بدن زما
27 ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو دنیا کېاو ته به پرېنږدې مړید خپل سپېڅلي خادم چې شي خراب
28 تا راته وښودلې لارې د ژوندپه خپل دیدار به کړې ما ډک د خوشحالیو څخه›
29 ای ګرانو ملګرو! زه کولای شم په پوره ډاډ سره د خپل نیکه داود په هکله تاسو ته ووایم چې هغه مړ شو او ښخ شو او د هغه قبر تر نن ورځې پورې دلته موجود دی.
30 خو داود پیغمبر ؤ او پوهېده چې خدای ورسره وعده کړې او قسم یې خوړلی چې د هغه د اولادې څخه به یو کس د پاچاهۍ په تخت کښېنوي.
31 داود پوهېده چې څه به کیږي او ویلي یې وو چې مسیح به بیا راژوندی کیږي. هغه وویل چې خدای به هغه د مړو په دنیا کې پرېنږدي او نه به د هغه مړی خرابېدو ته پرېږدي.
32 خدای همدغه عیسی د مړو څخه راژوندی کړ او مونږ ټول د دې شاهدان یو.
33 نو بیا عیسی پورته یووړل شو چې د خدای ښي لاس ته کښېني او هغه د اسماني پلار له خوا وعده شوی روح القدس تر لاسه کړ چې دا روح په مونږ باندې نازل کړي، چې اوس یې تاسو وینئ او اورئ.
34 ځکه چې داود خپله اسمان ته نه ؤ پورته شوی، خو هغه وایي:‹څښتن وویل زما بادار تهکښېنه زما ښي لاس ته
35 ترڅو ستا دښمنان کړم ستا تر پښو لاندې›
36 نو د اسراییلو ټول خلک دې په یقین سره په دې پوه شي چې هغه عیسی چې تاسو په صلیب ځوړند کړی ؤ، خدای هغه څښتن او مسیح کړ.»
37 کله چې خلکو دا واورېدل، نو زړونه یې مات شول. هغوی پطروس او نورو رسولانو ته وویل: «ای ګرانو ملګرو! مونږ باید څه وکړو؟»
38 پطروس هغوی ته وویل: «تاسو هر یو باید د خپلو ګناهونو نه توبه وباسئ او د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخلئ، په دې ډول به ستاسو ګناهونه وبخښل شي او د روح القدس نعمت به تر لاسه کړئ.
39 ځکه چې دا وعده ستاسو سره، ستاسو د اولادونو او هغو خلکو سره ده چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، یعنې د هغو ټولو سره چې زمونږ څښتن خدای یې خپل ځان ته رابولي.»
40 پطروس هغوی ته نورې ډېرې خبرې وکړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ او ویې ویل: «خپل ځانونه د دې زمانې د بدکارو خلکو څخه وساتئ.»
41 کومو خلکو چې د پطروس پیغام ومانه، نو هغوی ته د تعمید غسل ورکړل شو. په هغه ورځ شاوخوا درې زره کسان د ایماندارانو د ډلې سره یوځای شول.
42 ایماندارانو خپل وخت د رسولانو څخه د تعلیم په اورېدلو، د یو بل سره په ملګرتیا، په ګډه سره د ډوډۍ په خوړلو او دعا کولو تېراوه.
43 د هغو حیرانوونکو کارونو او معجزو له امله چې د رسولانو په وسیله به ښودل کېدلې، د ټولو په زړونو کې به وېره پیدا کېدله.
44 ټول ایمانداران به سره راټولېدل او هغوی چې هرڅه لرل نو ټول به په کې شریک وو.
45 هغوی به خپل مال او جایداد خرڅاوه او هر یو ته به یې د هغه د اړتیاوو له مخې پیسې ورکولې.
46 هغوی به هره ورځ د خدای په کور کې سره راټولېدل او په خپلو کورونو کې به یې په خوشحالۍ او اخلاص یوځای ډوډۍ خوړله.
47 هغوی به د خدای ثنا ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.