اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 15

ځینې خلک د یهودیې څخه انطاکیې ته راغلل او ایماندارانو ته یې تعلیم ورکاوه: «که تاسو د موسی د شریعت له مخې سنت نه شئ، نو خلاصون نه شئ موندلی.»
2 پولوس او برنابا د هغوی سره موافق نه وو او ډېر سخت بحث یې ورسره وکړ او پرېکړه یې وکړه چې پولوس او برنابا دې د نورو ایماندارانو سره اورشلیم ته لاړ شي او د دې موضوع په هکله دې د رسولانو او نورو مشرانو سره خبرې وکړي.
3 هغوی د انطاکیې د کلیسا له خوا ولېږل شول او په داسې حال کې چې هغوی د فنیقیې او سامریې نه تېرېدل، ایمانداران یې خبرول چې څنګه غیریهودیانو ایمان راوړ. نو د دې خبر په اورېدلو ټول ایمانداران ډېر خوشحاله شول.
4 کله چې پولوس او برنابا اورشلیم ته ورسېدل، نو د کلیسا د غړو، رسولانو او مشرانو له خوا ورته تود هرکلی وویل شو او بیا یې هغوی د هغو ټولو کارونو څخه خبر کړل چې خدای د هغوی په وسیله سرته رسولي وو.
5 خو د فریسیانو د ډلې ځینې ایمانداران راپاڅېدل او ویې ویل: «غیریهودیان باید سنت کړای شي او هغوی ته دې امر وشي چې د موسی په شریعت باندې عمل وکړي.»
6 رسولان او مشران سره راټول شول چې د دې موضوع په هکله خبرې وکړي.
7 د یو اوږد بحث څخه وروسته پطروس پاڅېده او هغوی ته یې وویل: «ای ورونو، تاسو پوهېږئ چې څه موده مخکې زه خدای ستاسو له منځ څخه غوره کړم چې غیریهودیان زما د خولې نه د عیسی مسیح په هکله زېری واوري او ایمان راوړي.
8 خدای چې د هر چا د زړه څخه خبر دی، هغوی ته یې د روح القدس د ورکولو په وسیله دا ثابته کړه چې خدای هغوی هم منلي دي لکه څنګه یې چې مونږ منلي یو.
9 خدای زمونږ او د غیریهودیانو ترمنځ هېڅ فرق ونه کړ او د ایمان د راوړلو په وسیله یې د هغوی زړونه پاک کړل.
10 نو بیا ولې تاسو اوس خدای ازمایئ او د دې ایماندارانو په اوږو باندې داسې بار ږدئ چې نه مونږ او نه زمونږ نیکونو وړلی شو؟
11 خو مونږ په دې عقیده یو چې مونږ یهودیانو د څښتن عیسی په فضل خلاصون موندلی دی، همدا ډول غیریهودیانو هم خلاصون موندلی دی.»
12 د غونډې ټول خلک غلي پاتې شول او د برنابا او پولوس خبرو ته یې غوږ ونیوه چې د هغو ټولو معجزو او حیرانوونکي کارونو په هکله یې کولې چې خدای د هغوی په وسیله په غیریهودیانو کې ښودلي وو.
13 کله چې د برنابا او پولوس خبرې پای ته ورسېدلې، یعقوب وویل: «ای ورونو، زما خبرو ته غوږ ونیسئ.
14 شمعون مونږ ته ویلي وو چې خدای څنګه د لومړي ځل دپاره د غیریهودیانو سره علاقه وښودله او د هغوی له منځ نه یې د خپل ځان دپاره یو قوم غوره کړ.
15 دا د پیغمبرانو د خبرو سره سمون خوري، لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
16 ‹له هغې وروسته به راستون شم بېرتهزه به آباد کړم بېرته د داود وران شوی کوراو قوي به یې کړم
17 ترڅو چې نور انسانان وکړي رجوع څښتن تهیعنې ټول غیریهودیان چې خپل کړي دي مادا هغه څه دي چې څښتن یې وایي
18 هغه چې ښکاره کړي یې دا شیان دي له پخوا نه›»
19 یعقوب زیاته کړه: «دا زما پرېکړه ده چې مونږ باید هغه غیریهودیان په تکلیف نه کړو چې د خدای خواته راګرځي،
20 بلکې د دې په ځای هغوی ته خط ولیکو او ورته ووایو چې داسې خواړه ونه خوري چې په مذهبي توګه ناپاک وي، ځکه چې هغه بتانو ته وړاندې شوې دي او خپل ځانونه د جنسي بدو اړیکو څخه وساتي او د داسې حیواناتو غوښه ونه خوري چې زندۍ شوي وي او همدارنګه وینه ونه خوري.
21 ځکه چې د پخوا زمانې راهیسې په هر ښار کې د موسی د قانون په هکله وعظ کیږي او هغه په کنیسو کې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي.»
22 بیا رسولانو، مشرانو او د کلیسا ټولو غړو دا پرېکړه وکړه چې د خپل منځ نه یو څو کسان غوره کړي او هغوی د پولوس او برنابا سره انطاکیې ته ولېږي. نو هغوی دوه کسان یعنې یهودا چې د برسابا په نوم یادېده او سیلاس چې د ایماندارانو له خوا یې ډېر درناوی کېده، غوره کړل
23 او د هغوی په لاس یې دغه لیک ولېږه:«مونږ رسولان او مشران تاسو ټولو غیریهودي ایماندارانو ته چې په انطاکیه، سوریه او قیلیقیه کې اوسېږئ، خپل سلامونه وایو.
24 مونږ اورېدلي چې ځینو خلکو چې زمونږ د ډلې څخه تللي دي، تاسو په خپلو خبرو پرېشانه کړي یئ او ستاسو فکرونه یې ګډوډ کړي دي، خو هغوی مونږ نه دي درلېږلي.
25 نو مونږ ټولو په ګډه پرېکړه وکړه چې یو څو کسان غوره کړو او د خپلو ګرانو ملګرو برنابا او پولوس سره یې تاسو ته درولېږو،
26 یعنې هغه خلک چې خپل ځانونه یې زمونږ د څښتن عیسی مسیح ته د خدمت دپاره په خطر کې اچولي دي.
27 نو له دې امله مونږ یهودا او سیلاس تاسو ته درولېږل چې هغوی په خپله خوله باندې تاسو ته هغه څه ووایي چې مونږ لیکلي دي.
28 دا د روح القدس او زمونږ په نظر کې ښه ښکاره شوه چې پرته له دې لاندېنیو ضروري شیانو په تاسو باندې نور بار وانه چوو:
29 تاسو باید هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کیږي ونه خورئ، وینه ونه خورئ او د هغو حیواناتو غوښه ونه خورئ چې زندۍ شوي وي او خپل ځانونه د جنسي بدو اړیکو څخه وساتئ. که تاسو خپل ځانونه د دې شیانو څخه وساتئ نو دا به ښه کوئ. د خدای پامان.»
30 نو کله چې یهودا او سیلاس رخصت کړای شول، انطاکیې ته لاړل او د کلیسا ټول غړي یې سره راټول کړل او هغه لیک یې ورته ورکړ.
31 کله چې خلکو هغه ولوست، نو هغوی په دې تشویق کوونکي پیغام باندې ډېر خوشحاله شول.
32 یهودا او سیلاس چې په خپله پیغمبران وو، په خپلو زیاتو خبرو هغوی تشویق او تکړه کړل.
33 هلته د څه وخت تېرولو نه وروسته هغوی د ایماندارانو له خوا په خیریت سره رخصت شول او بېرته هغو خلکو ته ورغلل چې دوی یې لېږلي وو.
34 ‏-
35 خو پولوس او برنابا په انطاکیه کې پاتې شول او هلته یې د ډېرو نورو سره یوځای تعلیم ورکاوه او د څښتن عیسی پیغام یې اوراوه.
36 څه موده وروسته پولوس برنابا ته وویل: «راځئ چې بېرته لاړ شو او په هغو ټولو ښارونو کې چې مونږ په کې د څښتن عیسی پیغام اورولی ؤ، د ایماندارانو سره لیدنه کتنه وکړو او وګورو چې هغوی څنګه دي.»
37 برنابا غوښتل چې یوحنا چې د مرقوس په نوم یادېده هم د ځان سره بوځي.
38 خو پولوس دا مناسبه نه ګڼله چې مرقوس د ځان سره بوځي، ځکه چې هغوی یې په پمفیلیا کې پریښي وو او د کار تر پایه پورې د هغوی سره پاتې نه شو.
39 د پولوس او برنابا ترمنځ یوه داسې سخته شخړه راپیدا شوه چې د یو بل نه بېل شول. برنابا مرقوس د ځان سره واخیست او په کشتۍ کې قبرس ته روان شول.
40 خو پولوس سیلاس خوښ کړ او وروسته له هغې چې ایماندارانو هغوی د څښتن فضل ته وسپارل، هغوی روان شول.
41 کله چې پولوس د سوریې او قیلیقیې له لارې تېرېده، نو کلیساګانو ته یې ډاډګیرنه ورکړله.