اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 14

په همدې ډول په قونیه کې پولوس او برنابا د یهودیانو کنیسې ته ورغلل او داسې خبرې یې وکړې چې زیات شمېر یهودیانو او غیریهودیانو ایمان راوړ.
2 خو هغو یهودیانو چې ایمان یې نه ؤ راوړی، غیریهودیان ولمسول او د هغوی ذهنونه یې د ایماندارانو په وړاندې خراب کړل.
3 نو پولوس او برنابا د اوږدې مودې دپاره هلته پاتې شول او په زړورتیا سره یې د څښتن عیسی په هکله خبرې کولې. څښتن عیسی هغوی ته د حیرانوونکو کارونو او معجزو د ښودلو قدرت ورکړ او ثابته یې کړه چې د هغوی پیغام د هغه د فضل په هکله رښتیا ؤ.
4 خو د ښار خلک په دوو ډلو ووېشل شول: ځینې د یهودیانو په خوا او ځینې د رسولانو په خوا شول.
5 بیا ځینو غیریهودیانو او یهودیانو د خپلو مشرانو سره یوځای دا پرېکړه وکړه چې رسولان وځوروي او سنګسار یې کړي.
6 کله چې رسولان له دې څخه خبر شول، نو د لیکاونیا د لستره او دربې ښارونو او شاوخوا سیمو ته وتښتېدل.
7 هلته هغوی د زېري رسولو ته دوام ورکړ.
8 په لستره کې یو سړی ؤ چې له مور نه شل پیدا شوی ؤ او هېڅکله په خپلو پښو نه ؤ ګرځېدلی.
9 هغه هلته ناست ؤ او د پولوس خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ. پولوس هغه ته په ځیر سره کتل او ویې لیدل چې هغه په دې ایمان لري چې روغ به شي،
10 نو په لوړ اواز یې هغه ته وویل: «په خپلو پښو باندې سم ودرېږه.» هغه سړی زر پاڅېده او په ګرځېدلو یې پیل وکړ.
11 کله چې خلکو د پولوس دا کار ولیده، نو په خپله لیکاونیایي ژبه یې چیغې ووهلې: «خدایان د انسانانو په څېره کې مونږ ته راښکته شوي دي.»
12 هغوی برنابا د مشتري او پولوس یې د عطارد په نوم یاد کړ، ځکه چې پولوس د هغوی مشر ویاند ؤ.
13 د مشتري کاهن چې د عبادت ځای یې ښار ته مخامخ ؤ، د ښار دروازې ته غویان راوستل او د ګلانو امېلونه یې راوړل، ځکه چې هغه او د ښار خلکو غوښتل چې برنابا او پولوس ته قربانۍ وړاندې کړي.
14 کله چې رسولان یعنې برنابا او پولوس له دې نه خبر شول، نو خپل کالي یې وشکول او د خلکو منځ ته یې منډې کړې او چیغې یې ووهلې:
15 «ای خلکو! تاسو ولې داسې کار کوئ؟ مونږ هم ستاسو په شان انسانان یو. مونږ ستاسو دپاره یو زېری لرو، ترڅو د دې بې ګټې شیانو څخه لاس واخلئ او ژوندي خدای ته راوګرځئ چې اسمان، ځمکه، دریابونه او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي.
16 په تېرو زمانو کې خدای ټول قومونه پرېښودل چې څه ورته ښه ښکاري هماغه کار وکړي.
17 خو بیاهم هغه تل په خپلو نېکو کارونو سره خپل شتون ثابت کړی دی، یعنې هغه په تاسو باندې د اسمان څخه باران وروي او په خپل موسم کې فصلونه درکوي. هغه تاسو ته پرېمانه خواړه هم درکوي او ستاسو زړونه د خوشحالۍ څخه ډکوي.»
18 په دې خبرو رسولانو په سختۍ سره وکولای شول چې خلک د قربانۍ کولو څخه منع کړي.
19 بیا له انطاکیې او قونیې څخه ځینې یهودیان راغلل او خلک یې خپل طرفداران کړل او پولوس یې سنګسار کړ. هغوی فکر کاوه چې مړ دی، نو په راښکلو یې له ښاره دباندې وویست.
20 خو کله چې ایمانداران د پولوس په شاوخوا راټول شول، نو هغه راپاڅېده او بېرته ښار ته لاړ او بله ورځ هغه د برنابا سره دربې ته لاړ.
21 کله چې پولوس او برنابا په دربه کې زېری واوراوه، نو ډېر خلک یې د عیسی پیروان کړل. بیا هغوی بېرته لسترې، قونیې او انطاکیې ته لاړل.
22 هغوی د ایماندارانو زړونه کلکول او هغوی یې هڅول چې په خپل ایمان کې ټینګ پاتې شي او هغوی ته به یې ویل چې د خدای پاچاهۍ ته د ورننوتلو دپاره باید ډېر تکلیفونه وزغمو.
23 پولوس او برنابا په هره کلیسا کې مشران وټاکل او په دعا کولو او روژې نیولو یې هغوی هغه څښتن عیسی ته وسپارل چې ایمان یې ورباندې راوړی ؤ.
24 بیا هغوی د پیسیدیې څخه تېر شول او پمفیلیې ته راغلل.
25 کله چې هغوی په پرجه کې د خدای کلام واوراوه، نو بیا اتالیې ته لاړل.
26 له هغه ځای څخه په کشتۍ کې بېرته انطاکیې ته لاړل یعنې هماغه ځای ته چې هغوی په کې د هغې وظیفې د سرته رسولو دپاره د خدای فضل ته وسپارل شول چې اوس یې سرته ورسوله.
27 کله چې هغوی انطاکیې ته ورسېدل، نو د کلیسا خلک یې راټول کړل او هغوی یې د هغو کارونو څخه خبر کړل چې خدای د هغوی په وسیله سرته رسولي وو او دا چې خدای څنګه غیریهودیانو ته د ایمان راوړلو دپاره لاره خلاصه کړې وه.
28 برنابا او پولوس هلته د ډېر وخت دپاره د ایماندارانو سره پاتې شول.