اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 13

د انطاکیې په کلیسا کې ځینې پیغمبران او استاذان وو لکه برنابا، شمعون (چې د تور په نوم یادېده)، لوکیوس قیرواني او مناحم (چې د هیرودیس پاچا سره لوی شوی ؤ) او شاوول هم د هغوی سره ؤ.
2 یوه ورځ چې هغوی د څښتن عبادت کاوه او روژه یې نیولې وه، روح القدس ورته وویل: «برنابا او شاوول د هغه کار دپاره چې ما راغوښتي دي، وقف کړئ.»
3 بیا هغوی د روژې نیولو او دعا کولو څخه وروسته د هغو دواړو په سرونو باندې لاس کېښود او هغوی یې د هغه کار دپاره ولېږل.
4 نو برنابا او شاوول دواړه د روح القدس په وسیله ولېږل شول. هغوی سلوکیې ته لاړل او له هغه ځای څخه په کشتۍ کې قبرس ته لاړل.
5 کله چې هغوی سلامیس ته ورسېدل، نو د یهودیانو په کنیسو کې یې د خدای د کلام وعظ کاوه. یوحنا د هغوی مرستیال ؤ.
6 هغوی تر پافوس پورې په ټوله جزیره کې وګرځېدل او په هغه ځای کې هغوی د یو یهودي جادوګر سره مخامخ شول چې بریشوع نومېده او د پیغمبرۍ دعوه یې کوله.
7 هغه د قبرس د والي سرګیوس پولوس ملګری ؤ چې یو هوښیار سړی ؤ. هغه برنابا او شاوول خپل حضور ته راوغوښتل، ځکه چې غوښتل یې د هغوی څخه د خدای کلام واوري.
8 خو هغه جادوګر چې یوناني نوم یې الیما ؤ، د هغوی سره مخالفت وکړ او کوښښ یې کاوه چې والي ایمان رانه وړي.
9 خو شاوول چې د پولوس په نوم هم مشهور ؤ او د روح القدس څخه ډک شو، جادوګر ته په ځیر سره وکتل
10 او ویې ویل: «ای د شیطان زویه! ای د ټولو نېکیو دښمنه! ای ټګ انسانه او د هر ډول شرارت څخه ډکه! ایا ته به هېڅکله هم د څښتن د سمې لارې څخه د خلکو د بې لارې کولو څخه لاس وانه اخلې؟
11 اوس ګوره، څښتن به تاته سزا درکړي او ته به ړوند شې او تر یو وخته پورې به د لمر رڼا نه وینې.» نو سمدلاسه د هغه په سترګو باندې خړه او تیاره راغله او لاس او پښې یې تپولې چې څوک راشي او له لاسه یې ونیسي او هغه بوځي.
12 کله چې والي دا هرڅه ولیدل نو ایمان یې راوړ، ځکه چې هغه د څښتن په هکله په دې تعلیم ډېر حیران شو.
13 پولوس او د هغه ملګري د پافوس څخه روان شول او په کشتۍ کې پرجې ته چې په پمفیلیا کې ده، لاړل. خو یوحنا د هغوی څخه بېل شو او بېرته اورشلیم ته ستون شو.
14 پولوس او برنابا د پرجې څخه روان شول او انطاکیې ته چې په پیسیدیه کې ده، ورسېدل. د سبت په ورځ هغوی کنیسې ته لاړل او هلته کښېناستل.
15 د تورات او پیغمبرانو د لیکنو د لوستلو څخه وروسته د کنیسې مشرانو هغوی ته دا پیغام ورولېږه: «ای ورونو، که چېرې تاسو د خلکو د هڅولو دپاره کوم پیغام لرئ، نو هغه ووایئ.»
16 پولوس پاڅېده، په لاس یې اشاره وکړه او ویې ویل: «ای د اسراییلو خلکو او ای غیریهودیانو چې له خدایه وېرېږئ، زما خبرو ته غوږ ونیسئ.
17 د اسراییلو د خلکو خدای زمونږ نیکونه غوره کړل او کوم وخت چې هغوی په مصر کې د پردیو په شان اوسېدل، نو د هغوی څخه یې یو لوی قوم جوړ کړ. بیا یې په خپل لوی قدرت سره هغوی د مصر څخه راوویستل
18 او نژدې څلوېښت کاله یې په دښته کې د هغوی چلند وزغملو.
19 هغه په کنعان کې اووه قومونه له منځه یووړل او د هغوی خاوره یې د میراث په توګه خپل قوم ته ورکړه.
20 دا هرڅه نژدې څلور سوه او پنځوس کالو کې وشول. له هغې وروسته یې د سموییل پیغمبر تر زمانې پورې د هغوی دپاره قاضیان وټاکل.
21 او کله چې هغوی د خپل ځان دپاره پاچا وغوښت، نو خدای ورته د قیس زوی شاوول چې د بنیامین د قبیلې څخه ؤ، ورکړ او هغه څلوېښت کاله پاچاهي وکړه.
22 کله چې خدای شاوول لېرې کړ، نو داود یې د اسراییلو پاچا کړ. خدای د داود په هکله داسې وویل: ‹ما ولیدل چې د یسي زوی داود داسې سړی دی چې زما د زړه نه خبر دی او هرڅه چې زه وغواړم هغه به یې سرته رسوي.›
23 نو د همدې داود د اولادې څخه خدای د خپلې وعدې له مخې عیسی د اسراییلو د قوم د خلاصوونکي په توګه راولېږه.
24 د عیسی د راتللو څخه مخکې یحیی د اسراییلو ټول قوم ته وعظ وکړ چې د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي او د تعمید غسل واخلي.
25 کله چې یحیی خپله وظیفه سرته ورسوله، هغه وویل: ‹تاسو څه فکر کوئ چې زه څوک یم؟ زه هغه څوک نه یم چې تاسو یې انتظار کوئ. خو زما څخه وروسته هغه څوک راروان دی چې زه د هغه د څپلیو د تسمو د خلاصولو لیاقت هم نه لرم.›
26 ای ورونو! ای د ابراهیم اولادې، او ای غیریهودیانو چې له خدایه وېرېږئ! مونږ هغه خلک یو چې د خلاصون دا پیغام راته رالېږل شوی دی.
27 د اورشلیم خلکو او د هغوی مشرانو نه عیسی وپېژانده او نه هغوی د پیغمبرانو په پیغام باندې پوه شول چې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي. خو هغوی د عیسی په محکومولو سره د پیغمبرانو پېشګویۍ پوره کړلې.
28 سره له دې چې کوم داسې جرم یې پیدا نه کړ چې هغه ته دې د مرګ سزا ورکړل شي، خو د پیلاتوس څخه یې وغوښتل چې هغه اعدام کړي.
29 کله چې هغوی هغه ټول شیان چې د هغه په هکله لیکل شوي وو سرته ورسول، نو هغه یې د صلیب څخه راښکته کړ او په قبر کې یې کېښود.
30 خو خدای هغه بېرته راژوندی کړ
31 او کوم خلک چې د هغه سره د جلیل څخه اورشلیم ته راغلي وو، تر ډېرو ورځو پورې هغوی ته ورښکاره شو او هغوی اوس د اسراییلو د خلکو په مخکې د هغه شاهدان دي.
32 اوس مونږ تاسو ته هغه زېری اوروو چې خدای زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه.
33 خدای دا وعده زمونږ دپاره چې د هغوی اولاده یو، د مړو نه د عیسی په بیا راژوندي کولو سره پوره کړه. لکه څنګه چې په دوهم زبور کې لیکل شوي دي:‹ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.›
34 خدای هغه د مړو څخه راژوندی کړ او دې ته یې پرېنښود چې مړی یې په قبر کې خراب شي. او په دې هکله خدای داسې وویل:‹زه به تاته هغه ځانګړي او یقیني برکتونه درکړمچې د داود سره مې وعده کړې وه.›
35 او د زبور په بل ځای کې داود وایي:‹ته به خپل سپېڅلی خادم نه پرېږدېچې مړ شي او مړی یې خراب شي.›
36 ځکه چې داود په خپله زمانه کې د خدای اراده پوره کړه او بیا مړ شو او د خپلو نیکونو سره ښخ کړای شو او مړی یې په قبر کې خراب شو.
37 خو کوم کس چې خدای د مړو څخه راژوندی کړ، د هغه مړی خراب نه شو.
38 ‏-
39 نو ای زما ورونو! تاسو باید په دې پوه شئ چې د ګناهونو د بخښنې پیغام د عیسی په وسیله تاسو ته اعلان شي او هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، هغه به د هغو ټولو ګناهونو څخه خلاص شي چې د موسی شریعت ونه شو کولای هغه ته خلاصون ورکړي.
40 نو پام کوئ چې پیغمبرانو چې څه ویلي دي هغه په تاسو عملي نه شي:
41 ‹وګورئ ای هغو خلکوچې د خدای په خبرو باندې ملنډې وهئ.حیران او تباه شئ،ځکه چې زه به ستاسو په ژوندانه کېیو داسې کار وکړم،که څوک یې تاسو ته بیان هم کړينو باور به ورباندې ونه کړئ.›»
42 کله چې پولوس او برنابا د کنیسې څخه وتل، نو خلکو ورڅخه وغوښتل چې د راتلونکي سبت په ورځ بیا راشي او د دې شیانو په هکله دوی ته خبرې وکړي.
43 کله چې غونډه پای ته ورسېدله، نو ډېر یهودیان او هغه دینداره خلک چې یهودیان شوي وو، د پولوس او برنابا سره روان شول. پولوس او برنابا د هغوی سره خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول چې تل د خدای په فضل باندې توکل ولري.
44 د راتلونکي سبت په ورځ د ښار نژدې ټول اوسېدونکي راغلل چې د څښتن عیسی پیغام واوري.
45 کله چې ځینو یهودیانو دا ګڼه ګوڼه ولیدله، نو بخیلي ورسره پیدا شوه. هغوی د پولوس د خبرو سره مخالفت پیل کړ او هغه ته یې سپکاوی وکړ.
46 خو پولوس او برنابا په زړورتیا سره خبرې کولې او ویل یې: «دا ضروري وه چې د خدای پیغام لومړی تاسو ته واورول شي. خو څرنګه چې تاسو هغه ونه مانه او خپل ځانونه مو د تلپاتې ژوندون وړ ونه ګڼل، نو مونږ به اوس تاسو پرېږدو او غیریهودیانو ته به ورشو.
47 نو ځکه څښتن مونږ ته داسې حکم وکړ:‹زه به ستا څخه د غیریهودیانو دپاره رڼا جوړه کړم،ترڅو ته ټولې نړۍ ته د خلاصون وسیله وګرځې.›»
48 کله چې غیریهودیانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر خوشحاله شول او د څښتن عیسی د پیغام ستاینه یې وکړه او کوم خلک چې د تلپاتې ژوندون دپاره غوره کړای شوي وو، هغوی ایمان راوړ.
49 د څښتن پیغام په هغه ټوله سیمه کې خپور شو.
50 خو یهودیانو دینداره او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنابا په خلاف داسې ولمسول چې د هغوی په ځورولو یې پیل وکړ او د خپلې سیمې څخه یې وشړل.
51 نو پولوس او برنابا د خپلو پښو خاورې د هغه ښار د خلکو په وړاندې د نښې په توګه وڅنډلې او د قونیې ښار ته لاړل.
52 خو د هغه ځای ایمانداران د خوشحالۍ او روح القدس څخه ډک شول.