اعمال

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 5

خو یو سړی ؤ چې حنانیا نومېده او ښځه یې سفیره نومېدله. هغوی خپله یوه ټوټه ځمکه خرڅه کړه
2 او په داسې حال کې چې ښځه یې هم پوهېدله چې هغه یو څه پیسې یې د ځان سره وساتلې او پاتې پیسې یې رسولانو ته راوړلې.
3 خو پطروس هغه ته وویل: «ای حنانیا، ته ولې شیطان ته تسلیم شوې او دې ته یې مجبور کړې چې روح القدس ته دروغ ووایې او یو څه پیسې چې د ځمکې د خرڅولو څخه دې لاسته راوړې دي، خپل ځان ته وساتې؟
4 ایا د خرڅولو څخه مخکې هغه ځمکه ستا نه وه؟ کله چې دې خرڅه کړه هغه پیسې ستا نه وې؟ نو بیا دې څنګه فکر وکړ چې داسې کار وکړې؟ تا انسانانو ته نه بلکې خدای ته دې دروغ ویلي دي.»
5 کله چې حنانیا دا خبرې واورېدلې، نو هغه راولوېد او مړ شو. نورو ټولو چې دا واورېدل، ډېر ووېرېدل.
6 بیا یو څو ځوانان راغلل، د هغه مړی یې په کفن کې تاو کړ، هغه یې یووړ او ښخ یې کړ.
7 نژدې درې ساعته وروسته د هغه ښځه سفیره راننوتله او خبره نه وه چې څه شوي دي.
8 پطروس د هغې څخه پوښتنه وکړه: «ماته ووایه چې تاسو خپله ځمکه په همدومره پیسو خرڅه کړې وه؟» هغې ځواب ورکړ: «هو، په همدې پیسو.»
9 پطروس هغې ته وویل: «تاسو دواړو څنګه داسې پرېکړه وکړه چې د څښتن روح وازمایئ؟ ګوره، کومو خلکو چې ستا مېړه ښخ کړ، هغوی همدا اوس په دروازه کې ولاړ دي او هغوی به تا هم یوسي.»
10 سمدلاسه هغه ښځه د پطروس په پښو کې راولوېدله او مړه شوه. کله چې هغه ځوانان راننوتل، نو ویې لیدل چې هغه هلته مړه پرته ده، نو د هغې مړی یې هم یووړ او د خپل مېړه په خوا کې یې ښخه کړه.
11 د کلیسا ټول خلک او نور کسان چې د دې پېښې نه خبر شول، نو ډېر ووېرېدل.
12 رسولانو د خلکو په منځ کې ډېر حیرانوونکي کارونه وکړل او ډېرې معجزې یې وښودلې. ایمانداران به د سلیمان په برنډه کې یوځای سره راټولېدل.
13 که څه هم خلکو هغوی ته په درنه سترګه کتل، خو کوم خلک چې د دوی په ډله کې نه وو، د هغوی څخه هېچا هم زړه نه شو کولای چې د ایماندارانو سره یوځای شي.
14 خو بیاهم ډېرو سړیو او ښځو په څښتن باندې ایمان راوړ او د هغوی د ډلې سره یوځای شول.
15 د هغو معجزو له امله چې رسولانو به ښودلې، خلکو به خپل ناروغان کوڅو ته راویستل او په کټونو او بسترو باندې به یې اچولي وو، ترڅو کله چې پطروس له هغه ځای څخه تېریږي، نو لږ تر لږه د هغه سیوری د هغوی څخه په ځینو باندې ولویږي.
16 د اورشلیم د شاوخوا ښارګوټو څخه به ډېر خلک راتلل او هغوی به خپل ناروغان او هغه خلک راوستل چې پېریانو نیولي وو او ټول به روغ شول.
17 نو بیا د لوی کاهن او د هغوی ټولو ملګرو چې د صدوقیانو د ډلې غړي وو، په زړونو کې کینه پیدا شوه.
18 هغوی رسولان ونیول او په عمومي زندان کې یې واچول.
19 خو په هماغه شپه د څښتن فرښتې د زندان دروازې خلاصې کړې او هغوی یې دباندې راوویستل او ورته ویې ویل:
20 «لاړ شئ او د خدای په کور کې ودرېږئ او خلکو ته د دې نوي ژوندون په هکله پیغام ورسوئ.»
21 لکه څنګه چې رسولانو ته ویل شوي وو، هغوی سهار وختي د خدای کور ته ورننوتل او د تعلیم په ورکولو یې پیل وکړ.کله چې لوی کاهن او د هغه ملګري سره راټول شول، نو د یهودیانو ټول مشران یې د شورا د غونډې دپاره راوغوښتل. هغوی امر وکړ چې رسولان د زندان څخه راولي.
22 خو کله چې مامورین زندان ته ورغلل، نو هغوی یې په زندان کې پیدا نه کړل. نو بېرته شورا ته راغلل او د شورا غړي یې خبر کړل او ویې ویل:
23 «کله چې مونږ زندان ته ورغلو نو ومو لیدل چې د زندان دروازې کلکې بندې وې او ټول ساتونکي په دروازه کې ولاړ وو. خو کله چې مونږ دروازې خلاصې کړې، نو دننه په کې هېڅوک نه ؤ.»
24 کله چې مشرانو کاهنانو او د خدای د کور د ساتونکو قوماندان دا خبر واورېد، هغوی حیران شول چې اوس به څه کیږي.
25 بیا یو سړی راغی او هغوی ته یې وویل: «کوم کسان چې تاسو په زندان کې اچولي وو هغوی د خدای په کور کې دي او خلکو ته تعلیم ورکوي.»
26 بیا قوماندان د خدای د کور د ساتونکو سره لاړ او رسولان یې بېرته راوستل. د هغوی سره یې د زور څخه کار وانخیست، ځکه چې هغوی د دې څخه وېرېدل چې خلک به یې سنګسار کړي.
27 هغوی رسولان راوستل او د شورا په مخکې یې ودرول او لوی کاهن ورڅخه پوښتنې پیل کړې او
28 ویې ویل: «مونږ تاسو ته په ټینګه امر کړی ؤ چې د عیسی په نوم تعلیم مه ورکوئ. خو تاسو خپل تعلیم په ټول اورشلیم کې خپور کړی دی او کوښښ کوئ چې د هغه سړي خون زمونږ په غاړه واچوئ.»
29 پطروس او نورو رسولانو په ځواب کې وویل: «مونږ باید د خدای امر ومنو، نه د انسان.
30 زمونږ د نیکونو خدای هغه عیسی بیا راژوندی کړ چې تاسو په صلیب ځوړند کړ او مړ مو کړ.
31 خدای هغه ته د سردار او خلاصوونکي په توګه د عزت مقام ورکړ او خپل ښي لاس ته یې کښېناوه، ترڅو د اسراییلو خلکو ته د توبې ویستلو موقع ورکړي او د هغوی ګناهونه وبخښل شي.
32 مونږ د دې کارونو شاهدان یو او همدارنګه روح القدس چې خدای هغه چاته ورکړی دی چې د هغه امر ته غاړه ږدي.»
33 کله چې د شورا غړو دا واورېدل، نو هغوی دومره په قهر شول چې غوښتل یې رسولان ووژني.
34 خو په هغوی کې یو فریسي ؤ چې غمالاییل نومېده. هغه د شریعت استاذ ؤ او ټولو خلکو یې درناوی کاوه. هغه راپاڅېده او امر یې وکړ چې رسولان دې د لږې شېبې دپاره دباندې وویستل شي.
35 بیا هغه شورا ته وویل: «ای د اسراییلو خلکو! تاسو چې د دې خلکو سره څه کوئ، نو د احتیاط څخه کار واخلئ.
36 څه موده مخکې یو سړی چې تیوداس نومېده، راپورته شو او دعوه یې کوله چې زه یو لوی مشر یم. نژدې څلور سوه تنه د هغه سره یوځای شول، خو هغه ووژل شو او ټول پیروان یې خواره واره شول او هرڅه پای ته ورسېدل.
37 له هغه نه وروسته د سرشمېرنې په وخت کې د یهودا په نوم یو سړی چې د جلیل څخه ؤ، راپورته شو او ډېر خلک د هغه په لمسون یاغیان شول، ترڅو د هغه پیروان شي، خو هغه هم ووژل شو او ټول پیروان یې خواره واره شول.
38 نو اوس زه تاسو ته مشوره درکوم چې د دې خلکو څخه لېرې اوسئ او هغوی په خپل حال پرېږدئ. ځکه که چېرې دا نقشه او دا کار د انسان له خوا وي، نو هغه به ناکام شي،
39 خو که چېرې د خدای له خوا وي، نو تاسو یې مخه نه شئ نیولی او دا به په دې معنی وي چې تاسو د خدای سره جنګ کوئ.»هغوی د غمالاییل مشوره ومنله
40 او رسولان یې راوغوښتل، هغوی یې په دورو ووهل او حکم یې ورته وکړ چې بیا هېڅکله د عیسی په نوم خبرې ونه کړي. بیا یې هغوی پرېښودل چې لاړ شي.
41 کله چې رسولان د شورا څخه ووتل نو خوشحاله وو، ځکه چې خدای هغوی د دې وړ وګڼل چې د عیسی د نوم په خاطر بې عزتي وزغمي.
42 هغوی هره ورځ د خدای په کور او د خلکو په کورونو کې تعلیم او زېری ورکاوه چې عیسی هماغه وعده شوی مسیح دی.