نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 9

د همدې میاشتې په څلورویشتمه ورځ د اسراییلو قوم سره راغونډ شو چې روژه ونیسي، د دې دپاره چې د خپلو ګناهونو په خاطر خپل خفګان څرګند کړي. هغوی له پخوا نه خپل ځانونه د ټولو پردیو قومونو څخه جدا کړي وو. هغوی د خفګان د علامې په توګه د ویر کالي اغوستي وو او په خپلو سرونو باندې یې خاورې اچولې وې. بیا هغوی ودرېدل او په هغو ګناهونو باندې یې اقرار وکړ چې دوی او د دوی نیکونو کړي وو.
3 هغوی درې ساعته ولاړ وو او د خپل څښتن خدای تورات ته یې غوږ نیولی ؤ او درې ساعته نور یې په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړ او د خپل څښتن خدای عبادت یې وکړ.
4 یشوع، باني، قدمي ییل، شبنیا، بوني، شربیا، باني او کناني په هغه منبر باندې ودرېدل چې د لاویانو دپاره ؤ او په لوړ اواز یې خپل څښتن خدای ته زارۍ وکړې.
5 دغو نورو لاویانو خلکو ته د عبادت دپاره بلنه ورکړه: یشوع، قدمي ییل، باني، حشبنیا، شربیا، هودیا، شبنیا او فتحیا. هغوی وویل:پاڅېږئ وکړئ ستاینه مو د خپل څښتن خدایستاینه وکړئ د هغه د تل دپارههر یو دې وکړي د هغه د جلالي نوم ستایشثنا دې وي ستا پر جلاله نوم ته ستر چې دی د ټولو صفتونو ځنې
6 ته څښتن یې یوازې ته څښتن یېتا ټول اسمانونه او هم ستوري یې جوړ کړي ديتا ځمکه دریاب او هر چې دي هغو کې ټول راپیدا کړي ديتا دی وربخښلی ژوندون ټولو تهکړي تاته سجده ستا عبادت کړي اسماني ځواکونه
7 ته هغه څښتن خدای یې چا غوره چې ابرام کړلوتا هغه د کلدانیانو د اور ښار څخه راوویستاو د هغه نوم دې ابراهیم کېښود
8 ته شوې پوه چې هغه تاته وفادار دیاو تا د هغه سره لوظ وکړتا وکړه وعده د کنعانیانو ځمکه وربه کړې د هغه اولادې تههم د حیتیانو، اموریانو ځمکهد فرزیانو، یبوسیانو، جرجاشیانو ځمکهودرېدلې ته خپله وعده باندېځکه چې ته یې وفادار
9 تا ولید مصر کې زمونږه د نیکونو کړاوکله چې هغوی سرې بحیرې سره ووتا واورېدلې چې هغوی چیغې وهلې په خاطر د مرستې
10 تا د فرعون او د هغه د درباریانواو د هغه د وطن د خلکو مقابل کېوښودلې معجزې حیرانوونکېځکه پوهېدلې ته چې څنګه کبرجنه رویه وکړهدوی زمونږ نیکونو سرهتا داسې نوم وګاټه چې پاتې دی تر نن پورې
11 جوړه دې کړه لاره د دریاب په منځ کې خپل قوم تهپورې وتل هغوی دریاب باندې په وچه ځمکهژورو اوبو ته دې ګوزار کړل هغویڅوک چې ورپسې وو ستا ولس پسېډوب شول لکه تیږه چې شي ډوبه توفاني دریاب کې
12 د ورځې کړه دې لارښوونه ورته ورېځ باندېروښانوله ورته لاره دې د شپې له خوا په اور باندې
13 ته شوې راکوز د سینا غره باندېاسمان نه وکړې دې خبرې دوی تهورکړله زده کړه دې هغوی ته د باور نه ډکهښه قوانین عادلانه دې ورکړل
14 وښوده هغوی ته دې سپېڅلې ورځ د سبت خپلهورته دې ورکړل قوانین او توراتپه وسیله د خدمتګار خپل موسی
15 کله چې وږي شول هغویتا ورته ورکړله ډوډۍ له اسمانه څخهورته دې ورکړلې د ګټ څخه اوبه چې کله تږي شولودې ویل هغوی ته چې ورننوځيونیسي هغه ځمکه چې تا ورته قسم کړی چې وربه یې کړې
16 خو زمونږ نیکونه شول سرزوري مغرورسرغړونه یې وکړه ستا د اوامرو ځنې
17 سرغړونه یې وکړه ستا د اطاعته ځنېهغه معجزې چې تا ښودلې وې هغه یې هېرې کړلېهغوی د خپلې سرزورۍ په سبب کړلو یو مشر غورهچې د مصر غلامۍ ته بېرته بوځي هغویخو ته بخښونکی خدای یېته مهربانه یې او ته رحیم یېزر ته په قهرېږې نهد ستا تلپاتې مینه لویه دهتا هغوی پرېنښودل
18 حتی هغوی د خوسي په شکل بت جوړ کړاو ویل یې چې دا هغه خدای دیچې یې راوویستئ له مصر څخهای څښتنه! وکړ څومره سپکاوی ستا هغوی
19 خو تا هغوی هلته په دښته کې پرېنښودل،ځکه چې ستا رحمونه ډېر زیات ديلېرې نه کړه ورېځ او اور هغوی نه دېورېځ به د ورځې ورته لار ښودلهاور به د شپې رڼا کوله لاره
20 د خپل نېک روح په وسیله دې د هغوی وکړه لارښوونهتا د خوراک دپاره من ورکاوه او اوبه د څښاک دپاره
21 ودې ساتل دښته کې څلوېښت کالههېڅکله محتاج نه شو هېڅ څه ته دوید هغوی جامې هېڅکله زړې نه شوېد هغوی پښې له درده نه پړسېدې
22 ورته دې ورکړل پاچاهیانې او قومونهکړل دې آباد هغوی په هر ځای کېویې نیوه د سیحون پاچا د حشبون هېوادهم یې د عوج پاچا د باشان هېواد
23 تا هغوی ته دومره زیات بچي ورکړلدومره لکه ستوري چې اسمان کې ويتا هغوی هغه وطن ته راوستلچې د هغوی د نیکونو سرهد ورکولو دې وعده کړې وه
24 نو د کنعان خاوره هغوی ونیوهتا د هغه ځای اوسېدونکي کړل مغلوب هغوی تهتا خپل قوم ته قوت ورکړچې هرڅه چې هغوی غواړيویې کړي د خلکو د کنعان سره او هم یې پاچاهانو سره
25 ښارونه ونیول ستا قوم دېوال لرونکياو هم ځمکه حاصلخیزه هغوید ډېرو ښو شیانو ډک کورونه اود لا پخوا نه کیندل شوې د اوبو زېرمېویې نیولې د زیتونو ونې او هممېوه دارې ونې او هم د انګور باغونهوخوړل ټول هغه شیان چې یې غوښتلشول چاغ خوړلو سرهچې دې ورکړي وو هغوی ته ټول ښه شيانهغوی ترې خوند واخیست
26 خو نافرمانه شو ستا قوم او شو یاغي د ستا نههغوی کړه شا ستا شریعت ته کړل یې مړه ستا نبیانخبرداری یې چې ورکړی ؤ هغوی تهچې بیا ستا خواته دروګرځيهغوی هر وخت ستا ستر توهین کړی دی
27 نو تا هغوی خپل دښمنانو ته په لاس ورکړلچې هغوی وکړ بد سلوک ورسرهخو هغوی وکړ تاته سوال د خپل تکلیف په وخت کې مرستې لرهتا دعاګانې د هغوی اسمان نه واورېدلېتا له امله د خپل لوی رحمژغورونکي ولېږل چې خلاص کړي هغوی
28 کله چې سوله راغله بیا وکړه هغوی ګناه د ستا په خلافاو تا بیا ورکړل هغوی د دښمنانو لاس تهچې په هغوی باندې حکومت وکړيخو بیاهم کله چې وویستله توبه هغویستا نه یې سوال وکړ چې وژغورې دویتا په اسمان کې هغه واورېداو په خپل رحمت دې هغوی بیا بیا وژغورل
29 خبرداری دې ورکړ دوی ته چې د ستا شریعت ته بېرته راشيخو هغوی ونه منل خپل غرور کې ستا قوانینکه څه هم ستا په قوانینو باندې تلل د ژوندانه لاره دهمګر هغوی شولو سرزوري او سخت زړي اطاعت یې نه کړ
30 کلونه صبر وکړ تا او په خپل روح باندې دېخبرداری یې ورکړ دوی ته په وسیله د نبیانو سرهخو وو کاڼه ستا خلک تا پرې حاکم کړل نور قومونه
31 خو بیاهم تا د خپل لوی رحمت په سببهغوی پرېنښودل او نه دې کړل نابود هغویته مهربانه او رحیم خدای یې!
32 ای زمونږ خدایه څومره ستر یې تهڅومره ځواکمن او وېروونکی یې تهپه وفادارۍ سره ولاړ یې په خپل لوظ باندېدغه سختۍ او کړاوونه چې تېر کړي دي مونږستا په نظر کې باید نه شي دا بې ارزښته ښکارهله هغې ورځې پاچاهان چې د اشور بریالي شوي په مونږ بیا تر ننهډېرې بلاوې نازل شوې په مونږ ټولو په شاهانو او مشرانو زمونږپه کاهنانو، نبیانو او نیکونو زمونږ
33 ته وې په حقه چې هر ځل دې راکړه مونږ ته سزاکه څه هم مونږ ده ګناه کړې خو ته یې وفادار
34 زمونږ پاچاهانو زمونږ مشرانو، کاهنانو او نیکونو زمونږستا په شریعت باندې عمل ونه کړهغوی غوږ ونه نیوه ستا خبرداریو او حکمونو لره
35 تا لوی برکت ورکړ هغوی ته د پاچاهۍپرېمانه شتمني او هم د ځمکې حاصلخېزې سرهمګر هغوی نه عبادت وکړ د ستااو نه یې پرېښودلې خپلې بدۍ
36 ګوره مونږ نن یو غلامانزمونږ نیکونو ته ورکړې دې چې ځمکه حاصلخېزه وهچې یې مېوې او ښه فصلونه وخوريوګوره نن مونږ غلامان یو په کې
37 اخلي پرېمانه حاصلات د ځمکې دا پاچاهانچې دې ټاکلي دي په مونږ باندېځکه چې مونږه ګناه کړې دهڅه چې یې وي خوښهکړي یې په مونږه او په څارویو زمونږلوی مصیبت کې ګرفتار یو مونږقوم او د څښتن سره لوظ
38 د هغو ټولو پېښو له امله چې وشوې، مونږ د اسراییلو قوم یو لیکل شوی ټینګ لوظ کوو او زمونږ مشران، لاویان او زمونږ کاهنان به په هغه باندې خپل مهرونه ولګوي.