نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 5

په دې وخت کې زیات شورماشور جوړ شو. ډېرو خلکو او د هغوی ښځو د نورو یهودیانو په ضد شکایت پیل کړ.
2 ځینو وویل: «زمونږ کورنۍ ډېرې لویې دي، نو مونږ غلو دانو ته اړتیا لرو ترڅو ژوندي پاتې شو.»
3 نورو وویل: «مونږ مجبور یو چې خپل پټي، د انګورو باغونه او خپل کورونه ګرو کړو، ترڅو د دې قحطۍ په وخت کې په پوره اندازه غلې دانې په بیه واخلو.»
4 نورو وویل: «مونږ مجبور شو چې پاچا ته د خپلو پټیو او انګورو د باغونو د مالیې د ورکولو دپاره پیسې پور کړو.
5 مونږ لکه د نورو یهودیانو په شان د یو قوم څخه یو. زمونږ اولادونه هم د هغوی د اولادونو په شان دي. خو مونږ مجبور یو چې خپل اولادونه غلامان کړو او زمونږ د لورګانو څخه ځینې لا پخوا د وینځو په توګه خرڅې شوې دي. مونږ بې وسه یو، ځکه چې زمونږ پټي او د انګورو باغونه ګرو شوي دي.»
6 کله چې ما د هغوی شکایتونه او تورونه واورېدل، ډېر په قهر شوم.
7 د فکر کولو نه وروسته ما د قوم مشران او مامورین ملامته کړل او هغوی ته مې وویل: «تاسو ولې د خپلو خپلوانو څخه ضمانت اخلئ؟»بیا مې د هغوی په ضد لویه جرګه راوغوښتله.
8 هغوی ته مې وویل: «ترڅو پورې چې مونږ کولای شول، خپل یهودي خپلوان مو چې په پردیو قومونو باندې خرڅ شوي وو، بېرته واخیستل. اوس تاسو هغوی دې ته مجبوروئ چې خپل ځانونه په مونږ، یعنې په خپلو خلکو باندې خرڅ کړي!» مشران غلي شول او ځواب یې نه درلود.
9 بیا مې وویل: «تاسو چې کوم کار کوئ هغه ښه نه دی! تاسو باید د خدای څخه ووېرېږئ او هغه کار وکړئ چې ښه وي. نو تاسو باید زمونږ دښمنانو یعنې غیریهودیانو ته وخت ورنه کړئ چې په مونږ باندې ملنډې ووهي.
10 ما، زما خپلوانو او زما ملګرو، خلکو ته پیسې او غلې دانې په پور ورکړې دي، خو مونږ باید د هغو په بدل کې ضمانت ونه غواړو.
11 تاسو چې د هغوی پټي، د انګورو باغونه، د زیتونو باغونه او کورونه او هم هغه سود چې د پیسو، غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو په خاطر د هغوی څخه اخیستی دی، همدا نن بېرته ورکړئ.»
12 مشرانو ځواب ورکړ: «څنګه چې تاسو وایئ هماغسې به وکړو. مونږ به د هغوی جایداد بېرته ورکړو او خپل پورونه به ورڅخه نه غواړو.»کاهنان مې راوغوښتل او د هغوی په مخکې مې مشرانو او مامورینو ته قسم ورکړ چې په هغې وعدې باندې چې همدا اوس یې وکړه ټینګ ودریږي.
13 بیا مې څادر راوویست او هغه مې وڅنډلو. بیا مې وویل: «ستاسو څخه هرڅوک چې په خپله وعده باندې ونه درېده، نو خدای به هغه همداسې وڅنډي. هغه به ستاسو څخه ستاسو کورونه او ټول شیان واخلي او تاسو ته به هېڅ شی پرېنږدي.»هرڅوک چې حاضر ؤ ویې ویل: «آمین!» او د څښتن ثنا یې وویله. څنګه چې خلکو وعده وکړه، هماغسې یې وکړل.
14 د دې ټولو دولسو کالو په دوران کې چې زه د یهودا والي وم، یعنې د ارتخششتا د پاچاهۍ د شلم کال څخه تر دوه دېرشم کاله پورې نه ما او نه زما خپلوانو د والي دپارهغه ټاکل شوې ډوډۍ خوړله.
15 زما څخه مخکې هر والي به په خلکو باندې دروند بار ایښوده، یعنې د هغوی څخه به یې د خوړو او شرابو دپاره د ورځې څلوېښت مثقاله سپین زر غوښتل. حتی د هغوی مامورینو به په خلکو باندې ظلم کاوه. خو ما داسې کار نه کاوه، ځکه چې د خدای څخه وېرېدم.
16 ما خپل ټول قوت او طاقت د دېوال په بیا ودانولو باندې ولګاوه او هېڅ ځمکه مې د ځان دپاره وانه خیستله. زما ټول خدمتګاران هلته د کار دپاره راټول شوي وو.
17 برسېره پر هغو ټولو خلکو چې د شاوخوا قومونو څخه به ماته راتلل، ما تل د یهودیانو یو سلو پنځوسو کسانو او د هغوی مامورینو ته په خپل دسترخوان باندې ډوډۍ ورکوله.
18 ما به هره ورځ یو غویی، شپږ چاغ پسونه، چرګان او په هرو لسو ورځو کې به مې یوځل په زیاته اندازه هر ډول شراب تیارول. ما د والي په توګه د خپلو خوړو د لګښت غوښتنه نه ده کړې. زه پوهېدم چې دا په خلکو باندې څومره دروند بار دی.
19 ای زما خدایه، ما در په یاد کړه او د هغه څه په خاطر چې د دې خلکو دپاره مې کړي دي ماته برکت راکړه.