نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 11

نو د قوم مشران په اورشلیم کې ځای په ځای شول او نورو خلکو پچه واچوله چې د هرو لسو کورنیو څخه دې یوه کورنۍ غوره شي او هغه دې د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې واوسیږي او پاتې دې په نورو ښارګوټو کې واوسیږي.
2 هر سړی چې په خپله خوښه حاضرېده چې په اورشلیم کې واوسیږي، خلکو د هغه دپاره د برکت غوښتنه کوله.
3 د اسراییلو خلک، کاهنان، لاویان، د خدای د کور خدمتګاران او د سلیمان د خدمتګارانو اولاده د یهودا په ښارګوټو کې په خپلو ځمکو کې اوسېدل.دا د یهودا د ولایت د مشرانو لست دی چې په اورشلیم کې اوسېدل:
4 په اورشلیم کې د یهودا او بنیامین د قبیلو ځینې غړي اوسېدل چې هغه دا وو: عتایا چې د عزیا زوی ؤ او د زکریا لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې امریا، شفطیا او مهللییل چې د یهودا د زوی فارص اولاده ده، شامل وو.
5 معسیا چې د باروک زوی او د کلحوزه لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې حزایا، عدایا، یویاریب او زکریا چې د یهودا د زوی شیله اولاده ده، شامل وو.
6 د فارص له اولادې څخه څلورسوه اته شپېته تکړه سړي چې په اورشلیم کې اوسېدل.
7 د بنیامین له قبیلې غړي: سلو چې د مشلام زوی او د یوعید لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې فدایا، قولایا، معسیا، ایتییل او اشعیا شامل وو.
8 د سلو نه وروسته جبای او سلای.ټول نهه سوه اته ویشت تنه بنیامینیان په اورشلیم کې اوسېدل.
9 د زکري زوی یوییل د هغوی مشر ؤ او یهودا د هسنواه زوی په ښار کې د هغه مرستیال ؤ.
10 کاهنان: یدعیا د یویاریب زوی او یاکین.
11 سرایا چې مشر کاهن ؤ، د حلقیا زوی او د مشلام لمسی. د هغه په نیکونو کې صادوق، مرایوت او اخیطوب شامل وو.
12 له دې طایفې څخه اته سوه دوه ویشت تنو د خدای په کور کې خدمت کاوه.عدایا چې د یروحام زوی او د فللیا لمسی ؤ. د هغه په نیکونو کې امصي، زکریا، فشحور او ملکیا شامل وو.
13 د دې طایفې څخه دوه سوه دوه څلوېښت تنه د کورنیو مشران وو.عمشیسای د عزرییل زوی او د اخزای لمسی ؤ. د هغه په نیکونو کې مشلیموت او یمیر شامل وو.
14 د دې طایفې څخه یو سلو اته ویشت زړور جنګیالي وو. د هغوی مشر زبدي ییل د هجدولیم زوی ؤ.
15 لاویان: شمعیه د حشوب زوی او د عزریقام لمسی ؤ. حشبیا او بوني د هغه نیکونه وو.
16 شبتای او یوزاباد مشر لاویان وو او دوی د هغو کارونو مسوولان وو چې د خدای له کور څخه دباندې به تر سره کېدل.
17 متنیا د میکا زوی او د زبدي لمسی ؤ چې د اساف اولاده وه. هغه د شکرګزارۍ د دعا د سندرې په ویلو سره، د خدای د کور د سندرغاړو د ډلې مشري کوله.بقبقېا د متنیا مرستیال ؤ.عبدا د شموع زوی او د جلال لمسی ؤ چې د یدوتون له اولادې څخه ؤ.
18 د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې ټول دوه سوه او څلور اتیا تنه لاویان اوسېدل.
19 د خدای د کور ساتونکي: عقوب، طلمون او د هغوی خپلوان چې ټول یو سلو دوه اویا تنه وو.
20 د اسراییلو نور خلک او پاتې کاهنان او لاویان د خپلو نیکونو په جایدادونو کې د یهودا په نورو ښارګوټو کې اوسېدل.
21 د خدای د کور خدمتګاران د اورشلیم په هغې برخې کې اوسېدل چې د عوفل په نوم یادېده او هغوی د صیحا او جشفا تر نظر لاندې کار کاوه.
22 عزي د باني زوی او د حشبیا لمسی ؤ، هغه د هغو لاویانو مشر ؤ چې په اورشلیم کې اوسېدل. د هغه په نیکونو کې متنیا او میکا شامل وو او میکا د اساف د طایفې څخه ؤ چې نوموړې طایفې د خدای په کور کې د موسیقۍ مسوولیت په غاړه درلود.
23 د سندرغاړو ورځنی فعالیت د فارس پاچا د حکم او اصولو سره سم تر سره کېده.
24 فتحیا د مشیزبییل زوی چې د زرح د طایفې او د یهودا د قبیلې څخه ؤ، د فارس په دربار کې د اسراییلو د خلکو استازی ؤ.
25 ډېر خلک په هغو ښارګوټو کې اوسېدل چې د هغوی کروندو ته نژدې وو. د یهودا د قبیلې خلک په قریت اربع، دیبون او یقبصي ییل او د دغو ښارونو په نژدې کلیو کې اوسېدل.
26 همدارنګه هغوی د یشوع، مولاده، بیت فالط
27 او د حزر شوعال په ښارونو او د بیرشبع په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې هم اوسېدل.
28 هغوی د صقلغ په ښار او د مکونه په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې،
29 په عین رمون، زرعه، یرموت،
30 زانوح، عدولام او د دغو ښارګوټو په نژدې کلیو کې اوسېدل. هغوی په لاکیش او نژدې کروندو او په عزیقه او د هغې په شاوخوا کلیو کې اوسېدل. په دې توګه د یهودا خلک په هغې سیمې کې اوسېدل چې د بیرشبع او د هنوم د درې ترمنځ پرته وه.
31 د بنیامین د قبیلې خلک په جبع، مخماس، عیا او په بیت ییل او د هغه په شاوخوا او نژدې کلیو،
32 عناتوت، نوب، عننیا،
33 حاصور، رامه، جتایم،
34 حادید، صبوییم، نبلاط،
35 لود او اونو او د کسبګرو په دره کې اوسېدل.
36 د لاویانو ځینې ډلې چې د یهودا په سیمه کې اوسېدلې هغوی ولېږل شوې چې د بنیامین د خلکو سره واوسیږي.