نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 8

په اوومه میاشت د اسراییلو قوم ټول په خپلو ښارونو کې ځای په ځای شول. د همدې میاشتې په اوله ورځ هغوی ټول په اورشلیم کې د اوبو د دروازې مخې ته په انګړ کې سره راټول شول. هغوی د عزرا څخه چې د شریعت عالم ؤ، وغوښتل چې د تورات کتاب چې څښتن د موسی په وسیله اسراییلو ته ورکړی ؤ، راوړي.
2 نو عزرا هغه کتاب هغه ځای ته راوړ چې خلک په کې راټول شوي وو، یعنې سړي، ښځې او هغه ماشومان چې په داسې عمر کې وو چې د پوهېدلو توان یې درلود.
3 عزرا دروازې ته په مخامخ انګړ کې د سهار وختي څخه تر غرمې پورې هغوی ته تورات ولوست او هغوی ټولو ورته په غور سره غوږ نیولی ؤ.
4 عزرا د لرګي په منبر باندې چې د همدې مقصد دپاره جوړ شوی ؤ، ولاړ ؤ. د هغه ښي لاس ته متتیا، شمع، عنایا، اوریا، حلقیا او معسیا او چپ لاس ته یې فدایا، میشاییل، ملکیا، حاشوم، حشبدانه، زکریا او مشلام ولاړ وو.
5 عزرا په یو داسې لوړ ځای کې ولاړ ؤ چې هرچا لیدلی شو. کله چې هغه کتاب پرانیست، هغوی ټول ودرېدل.
6 عزرا لوی څښتن خدای ته ثنا وویله او ټول قوم خپل لاسونه پورته کړل او په ځواب کې یې وویل: «امین! امین!» هغوی په سجده شول او د څښتن عبادت یې وکړ.
7 وروسته بیا هغوی پاڅېدل او په خپلو ځایونو کې ودرېدل او دغو لاویانو ورته د تورات کتاب بیان کړ: یشوع، باني، شربیا، یامین، عقوب، شبتای، هودیه، معسیا، قلیطا، عزریا، یوزاباد، حانان او فلایا.
8 هغوی د خدای د تورات کتاب په لوړ اواز لوست او هغه یې تشریح کاوه، ترڅو خلک پرې پوه شي.
9 کله چې خلکو ته شریعت لوستل کېده، هغوی په ژړا پیل وکړ. نو نحمیا والي، عزرا کاهن او د شریعت عالم او هغو لاویانو چې خلکو ته یې شریعت تشریح کاوه، ټولو خلکو ته وویل: «دا ورځ ستاسو د څښتن خدای سپېڅلې ورځ ده. نو تاسو ویر او ژړا مه کوئ.
10 اوس خپلو کورونو ته لاړ شئ او جشن ونیسئ. د خپلو خوندورو خوړو او شرابو څخه هغه چاته چې نه یې لري د هغوی برخه ورکړئ. نن ورځ زمونږ د څښتن دپاره یوه سپېڅلې ورځ ده، نو مه خفه کېږئ. د څښتن خوشحالي ستاسو قوت دی.»
11 لاویانو هم خلک ارام کړل او هغوی ته یې وویل: «غلي شئ! نن ورځ یوه سپېڅلې ورځ ده، نو مه ژاړئ او مه خفه کېږئ.»
12 نو ټول خلک خپلو کورونو ته لاړل. هغوی په ډېره خوشحالۍ سره وخوړل او ویې څښل او څه چې یې درلودل، د هغو څخه یې نورو ته هم د هغوی برخه ورولېږله، ځکه څه چې هغوی ته لوستل شوي وو، ورباندې پوه شول.
13 یوه ورځ وروسته د ټولو طایفو مشران د کاهنانو او لاویانو سره یوځای عزرا ته ورغلل چې هغوی د تورات حکمونه زده کړي.
14 هغوی په دې پوه شول چې په شریعت کې لیکل شوي دي چې څښتن د موسی په وسیله حکم کړی ؤ چې په اوومه میاشت چې هغوی اختر لمانځي، باید په جونګړو کې واوسیږي.
15 دا هغه حکم ؤ چې هغوی باید په اورشلیم او نورو ښارګوټو کې اعلان وکړي: «غرونو ته لاړ شئ او د زیتونو، ځنګلي زیتون، اس، خرما او نورو ونو څانګې راوړئ چې په شریعت کې د لیکل شویو لارښوونو سره سم د هغو څخه جونګړې جوړې کړئ.»
16 نو خلکو د ونو څانګې راوړلې او د خپلو کوټو د بامونو، په خپلو حویلیو، د خدای د کور په حویلۍ او د اوبو د دروازې او د افرایم د دروازې په عمومي انګړونو کې یې ورڅخه جونګړې جوړې کړې.
17 هغو ټولو خلکو چې د اسیرتوب څخه بېرته راغلي وو، جونګړې جوړې کړې او په هغو کې اوسېدل. هغوی ټول ډېر خوشحاله وو، ځکه چې د نون د زوی یوشع د زمانې څخه تر هغې ورځې پورې اسراییلیانو په دې ډول جشن نه ؤ لمانځلی.
18 د اختر د لومړۍ ورځې څخه تر وروستنۍ ورځې پورې عزرا هره ورځ د خدای د تورات یوه برخه په لوړ اواز لوستله. هغوی دا اختر اووه ورځې ولمانځه او د شریعت سره سم په اتمه ورځ نوموړي مراسم په دعا او عبادت سره پای ته ورسېدل.