نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 13

په هغه ورځ چې کله د موسی تورات په لوړ اواز سره خلکو ته لوستل کېده، هغوی داسې لیکنه راپیدا کړه چې په هغې کې ویل شوي وو چې عمونیانو او موآبیانو ته اجازه نشته چې د خدای د قوم د غونډې سره یوځای شي.
2 دا په دې خاطر چې د عمون او موآب خلکو اسراییلیانو ته د مصر څخه د راوتلو په وخت کې په لاره کې د خوړو او اوبو په ورکولو سره هرکلی ونه کړ، بلکې د دې په ځای هغوی بلعام ته پیسې ورکړې چې په اسراییلو باندې لعنت ووایي، خو زمونږ خدای هغه لعنت په برکت باندې بدل کړ.
3 کله چې د اسراییلو قوم د تورات دا وینا واورېدله، هغوی ټول دورګه خلک د اسراییلو د ټولنې نه وشړل.
4 الیاشیب کاهن چې زمونږ د خدای د کور د ګودامونو مسوول ؤ، هغه د طوبیا خپلوان ؤ.
5 د ګودامونو د کوټو څخه یې یوه لویه کوټه طوبیا ته ورکړې وه. دا کوټه مخکې د غلو دانو او خوشبویۍ د نذرانو او د خدای د کور د لوښو او هم د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو د لسمې برخې دپاره وه، چې لاویانو، د خدای د کور سندرغاړو او د خدای د کور ساتونکو ته به د حکم سره سم ورکول کېدل. د کاهنانو دپاره نذرانې هم په دې کوټه کې ساتل کېدلې.
6 خو کله چې دا کار کېده زه په اورشلیم کې نه وم، ځکه چې د ارتخششتا د پاچاهۍ په دوه دېرشم کال چې هغه د څپرکیل پاچا ؤ، زه بېرته هغه ته ورغلی وم. څه موده وروسته مې د هغه څخه اجازه تر لاسه کړه
7 او اورشلیم ته راستون شوم. هلته د الیاشیب د هغه بد کار څخه خبر شوم چې طوبیا ته یې د خدای په کور کې یوه کوټه ورکړې وه.
8 زه ډېر په قهر شوم او د طوبیا ټول شیان مې دباندې وغورځول.
9 ما حکم ورکړ چې کوټې دې د مذهبي دود له مخې پاکې شي او د خدای د کور سامان، د غلې دانې نذرانې او خوشبویي دې بېرته کېښودل شي.
10 همدارنګه زه خبر شوم چې د خدای د کور سندرغاړي او نور لاویان د اورشلیم څخه تللي او بېرته خپلو کروندو ته ستانه شوي دي، ځکه چې خلکو هغوی ته خپله برخه نه وه ورکړې.
11 نو ما مامورین ورټل او د هغوی څخه مې پوښتنه وکړه: «د خدای د کور په هکله ولې بې پروایي شوې ده؟» بیا مې لاویان او سندرغاړي بېرته د خدای کور ته راوستل او هغوی ته مې بېرته خپلې وظیفې وسپارلې.
12 نو د یهودا ټولو خلکو یوځل بیا د خدای د کور ګودامونو ته د خپلو غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو د لسمې برخې په راوړلو باندې پیل وکړ.
13 دا لاندې کسان مې د ګودامونو د مسوولانو په توګه وټاکل: شلمیا کاهن، صادوق چې د شریعت عالم ؤ، فدایا لاوي او حانان چې د زکور زوی او د متنیا لمسی ؤ، د هغوی مرستیال. دا سړي خلکو ته د اعتبار وړ وو، د دوی کار نورو خدمتګارانو ته د سامانونو وېشل ؤ.
14 ای زما خدایه، زما هغه ښه کارونه په یاد وساته چې ستا د کور دپاره مې کړي دي او هغه مه هېروه.
15 په هغه وخت کې مې ولیدل چې په یهودا کې خلک د سبت په ورځ د انګورو څخه شربت وباسي. نورو غلې دانې، شراب، انګور، انځر او نور شیان په خپلو خرو باندې بارول او هغه یې اورشلیم ته وړل. هغوی غوښتل چې د سبت په ورځ دا شیان خرڅ کړي، خو ما خبرداری ورکړ چې دا کارونه ونه کړي.
16 ځینې خلک چې د صور د ښار څخه وو او په اورشلیم کې اوسېدل، هغوی به هم د سبت په ورځ ماهیان او هر ډول شیان راوړل چې په هغو یهودیانو یې خرڅ کړي چې په اورشلیم کې اوسېدل.
17 ما د یهودیانو مشران ورټل او هغوی ته مې وویل: «دا څه بد کار دی چې تاسې یې کوئ؟ تاسې ولې د سبت د ورځې سپکاوی کوئ؟
18 ایا ستاسو نیکونو همداسې کارونه ونه کړل، ترڅو زمونږ خدای په مونږ او په دې ښار باندې دا ټول مصیبتونه راوستل؟ اوس تاسو د سبت ورځې ته په سپکاوي سره په اسراییلو باندې د هغه نور غضب هم راپاروئ.»
19 نو ما حکم ورکړ چې د ښار دروازې دې د سبت د پیل کېدلو، یعنې د لمر د پرېوتلو د وخت نه بندې کړای شي او د سبت د پای ته رسېدلو پورې دې خلاصې نه شي. ما د خپلو کسانو څخه څو تنه په دروازو کې ودرول چې د سبت په ورځ د خرڅولو شیان ښار ته رانه وړل شي.
20 هغو سوداګرو او خرڅوونکو چې هر ډول شیان به یې خرڅول یو یا دوه ځلې یې د شنبې شپه د اورشلیم څخه دباندې تېره کړه.
21 خو ما هغوی ته خبرداری ورکړ او ومې ویل: «تاسو ولې د دېوال په خوا کې شپه تېروئ؟ که تاسو بیا دا کار وکړ، نو زه به ستاسو په وړاندې د زور څخه کار واخلم.» له هماغه وخت راهیسې هغوی نور د سبت په ورځ رانغلل.
22 ما لاویانو ته حکم وکړ چې خپل ځانونه د مذهبي دود له مخې پاک کړي او په دروازو کې پهره وکړي، ترڅو د سبت د ورځې پاکوالی وساتل شي.ای زما خدایه، ما د دې کار په خاطر هم در په یاد کړه او د خپلې لویې او تلپاتې مینې په خاطر په ما باندې رحم وکړه.
23 په هغه وخت کې مې دا هم ولیدل چې د یهودا ځینو خلکو د اشدود، عمون او موآب د ښځو سره ودونه کړي وو.
24 د هغوی د ماشومانو څخه نیمایي یې په اشدودي یا ځینو نورو ژبو باندې خبرې کولې او هغوی د یهودا په ژبه باندې خبرې نه شوې کولای.
25 نو ما هغه خلک ورټل، په هغوی باندې مې لعنت ووایه، ځینې مې ووهل او د هغوی د سرونو وېښتان مې وویستل. بیا مې هغوی ته د خدای په نوم باندې قسم ورکړ چې هغوی او د هغوی اولادونه به د پردیو قومونو سره ودونه نه کوي.
26 ما هغوی ته وویل: «همدا د پردیو قومونو ښځې وې چې سلیمان پاچا یې ګناهکار کړ. هغه د نورو قومونو د پاچاهانو په منځ کې ساری نه درلود. خدای د هغه سره مینه درلودله او هغه یې په ټولو اسراییلو باندې پاچا کړی ؤ، خو هغه هم پردیو ښځو د ګناه خواته یووړ.
27 ایا مونږ هم ستاسو په لاره روان شو او د پردیو قومونو د ښځو سره په ودونو کولو لویه ګناه وکړو او په دې توګه د خپل خدای په وړاندې خیانت وکړو؟»
28 یهویاداع د مشر کاهن الیاشیب زوی ؤ، خو د هغه د زامنو څخه یو تن د سنبلط حوروني د لور سره واده کړی ؤ، نو هغه مې د اورشلیم څخه وشړلو.
29 ای زما خدایه، دا در په یاد کړه چې هغوی څنګه د کاهن د مقام او د هغه لوظ سپکاوی وکړ چې تا د کاهنانو او لاویانو سره کړی ؤ.
30 ما قوم د ټولو پردیو شیانو څخه پاک کړ او د کاهنانو او لاویانو دپاره مې وظیفه وټاکله، ترڅو هغوی ټول خپل مسوولیت وپېژني.
31 داسې ترتیبات مې ونیول چې خلک به په ټاکلي وخت د نذرانو د سوځولو دپاره لرګي راوړي او د خپلو لومړنیو حاصلاتو نذرانې به راوړي.ای زما خدایه، ما در په یاد کړه او ماته برکت راکړه.