نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 7

نو دېوال ودان شو، ټولې دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودل شوې او د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو او لاویانو ته خپل کارونه وسپارل شول.
2 دوه کسان مې د اورشلیم د ښار د اداره کولو دپاره د چارواکو په توګه وټاکل: زما ورور حناني او د جنګي کلا قوماندان حننیا. حننیا د ډېرو خلکو په پرتله یو اعتباري سړی ؤ او له خدایه وېرېده.
3 ما هغوی ته وویل: «د اورشلیم دروازې تر هغه وخته پورې مه خلاصوئ ترڅو لمر ښه نه وي راختلی او د لمر پرېوتلو په وخت کې یې د ساتونکو د رخصتېدلو څخه مخکې تړئ او اړم ورته اچوئ.» هغوی ته مې دا هم وویل چې د اورشلیم د اوسېدونکو څخه ساتونکي وټاکي او د هغوی څخه ځینې کسان پوستو ته ورکړي او نور دې د خپلو کورونو په شاوخوا سیمه کې ګزمه وکړي.
4 اورشلیم یو لوی او پراخه ښار ؤ، خو ډېر خلک په کې نه اوسېدل او تر هغه وخته پورې لا کورونه په کې بېرته جوړ شوي نه وو.
5 خدای دا فکر زما په زړه کې واچاوه چې قوم او د هغوی مشران او مامورین د هغو د کورنیو د سوانحو د ثبتولو دپاره راټول کړم. ما د هغو خلکو نسب نامې راپیدا کړې چې د اسیرتوب څخه لومړی راستانه شوي وو او دا هغه معلومات دی چې ما راپیدا کړ:
6 ډېرو جلاوطنو خلکو د څپرکیل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه څپرکیل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې.
7 دا د هغوی مشران وو: زروڅپرکیل، یشوع، نحمیا، عزریا، رعمیا، نحماني، مردخای، بلشان، مسفارت، بغوای، نحوم او بعنه.
8 ‏-
25 دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو: د فرعوش له طایفې څخه - ۲۱۷۲ تنه د شفطیا له طایفې څخه - ۳۷۲ تنه د آرح له طایفې څخه - ۶۵۲ تنه د فحت موآب له طایفې څخه چې د یشوع او یوآب د اولادې څخه وو - ۲۸۱۸ تنه د عیلام له طایفې څخه - ۱۲۵۴ تنه د زتو له طایفې څخه - ۸۴۵ تنه د زکي له طایفې څخه - ۷۶۰ تنه د بنوي له طایفې څخه - ۶۴۸ تنه د ببای له طایفې څخه - ۶۲۸ تنه د عزجد له طایفې څخه - ۲۳۲۲ تنه د ادونیقام له طایفې څخه - ۶۶۷ تنه د بغوای له طایفې څخه - ۲۰۶۷ تنه د عادین له طایفې څخه - ۶۵۵ تنه د آطیر له طایفې څخه چې د حزقیا په نوم هم یادېده - ۹۸ تنه د حاشوم له طایفې څخه - ۳۲۸ تنه د بیسای له طایفې څخه - ۳۲۴ تنه د حاریف له طایفې څخه - ۱۱۲ تنه د جبعون له طایفې څخه - ۹۵ تنه
26 ‏-
38 هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل، هم راستانه شول: د بیت لحم او نطوفه څخه - ۱۸۸ تنه د عناتوت څخه - ۱۲۸ تنه د بیت عزموت څخه - ۴۲ تنه د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه - ۷۴۳ تنه د رامې او جبعې څخه - ۶۲۱ تنه د مخماس څخه - ۱۲۲ تنه د بیت ییل او عای څخه - ۱۲۳ تنه د بل نبو څخه - ۵۲ تنه د بل عیلام څخه - ۱۲۵۴ تنه د حاریم څخه - ۳۲۰ تنه د اریحا څخه - ۳۴۵ تنه د لود، حادید او اونو څخه - ۷۲۱ تنه د سناعه څخه - ۳۹۳۰ تنه
39 ‏-
42 دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یدعیا د طایفې څخه چې د یشوع د اولادې څخه وو - ۹۷۳ تنه د یمیر د طایفې څخه - ۱۰۵۲ تنه د فشحور د طایفې څخه - ۱۲۴۷ تنه د حاریم د طایفې څخه - ۱۰۱۷ تنه
43 -
45 د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه چې د هودویا اولاده وه - ۷۴ تنه د خدای د کور د سندرغاړو څخه چې د اساف اولاده وه - ۱۴۸ تنه د خدای د کور د ساتونکو څخه چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه- ۱۳۸ تنه
46 ‏-
56 د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعا، فادون، لبانه، حجابه، شلمای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، معونیم، نفوشسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلیت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
57 ‏-
59 د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: سوطای، صوفرت، فریدا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمون.
60 د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
61 -
62 شپږ سوه دوه څلوېښت تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادون او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
63 ‏-
64 د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي، ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول.
65 د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
66 ‏-
69 د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر دوه سوه پنځه څلوېښت تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو: اسونه - ۷۳۶ قچرې - ۲۴۵ اوښان - ۴۳۵ خره - ۶۷۲۰
70 ‏-
72 د طایفو ځینو مشرانو د خدای د کور د بیا ودانولو د لګښت دپاره مرسته وکړه. والي دا شیان خزانې ته ورکړل: اته کیلوګرامه سره زر، د مراسمو د سرته رسولو په خاطر ۵۰ دانې کاسې او د کاهنانو دپاره ۵۳۰ چپنې. د طایفو ځینو مشرانو دا شیان خزانې ته ورکړل: ۱۶۸ کیلوګرامه سره زر او ۱۲۵۰ کیلوګرامه سپین زر. نورو خلکو دا شیان ورکړل: ۱۷۰ کیلوګرامه سره زر، ۱۱۰۰ کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره ۶۷ چپنې.
73 نو کاهنان، لاویان، د خدای د کور ساتونکي، سندرغاړي، نور خلک، د خدای د کور خدمتګاران یعنې د اسراییلو ټول قوم د یهودا په ښارګوټو او ښارونو کې ځای په ځای شول.