نحمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 2

د ارتخششتا د پاچاهۍ په شلم کال د نیسان په میاشت کې یوه ورځ کله چې ارتخششتا پاچا ته شراب راوړل شول، ما هغه ته د شرابو جام وړاندې کړ. هغه هېڅکله زه خفه لیدلی نه وم،
2 نو هغه زما څخه پوښتنه وکړه: «ولې داسې خفه ښکارې؟ فکر نه کوم چې ته ناروغ یې، نو هرومرو ته خفه یې.»زه د دې پوښتنې څخه ډېر ووېرېدم
3 او ځواب مې ورکړ: «تاسو اعلیحضرت دې تل ژوندي اوسئ! زه به څنګه خفه ښکاره نه شم؟ هغه ښار چې زما نیکونه په کې ښخ دي هغه وران شوی دی او د هغه دروازې سوځېدلې دي.»
4 پاچا پوښتنه وکړه: «ته څه غواړې؟»ما د اسمانونو خدای ته دعا وکړه
5 او بیا مې پاچا ته ځواب ورکړ: «که چېرې تاسو اعلیحضرت زما څخه خوشحاله او راضي یئ چې زما غوښتنه ومنئ، نو ما ولېږئ چې یهودا ته لاړ شم، یعنې هغه ښار ته چې زما نیکونه په کې ښخ دي، ترڅو هغه ښار بېرته ودان کړم.»
6 پاچا چې ملکه یې په څنګ کې ناسته وه، پوښتنه وکړه: «ته د څومره وخت دپاره ځې او څه وخت بېرته راځې؟» ما هغه ته د راستنېدو وخت وښود او بیا هغه زما غوښتنه ومنله.
7 بیا ما پاچا ته وویل: «اعلیحضرته! که ستاسو خوښه وي نو ماته د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د سیمو په والیانو باندې لیکونه راکړئ، ترڅو وکولای شم چې یهودا ته په خیریت سره لاړ شم.»
8 همدارنګه ما د هغه څخه وغوښتل چې د شاهي ځنګلونو ساتونکي اساف ته هم یو لیک راکړي او هغه ته لارښوونه وکړي چې ماته د هغې کلا د دروازو د جوړولو دپاره چې د خدای د کور په څنګ کې ده، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور د جوړولو دپاره چې زه به په کې اوسېږم، لرګي راکړي. هغه ټول شیان چې ما غوښتي وو پاچا هغه ماته راکړل، ځکه چې زما خدای په ما باندې مهربانه او زما سره مل ؤ.
9 پاچا څو عسکري منصبداران او د سپرو عسکرو یو لښکر زما سره ولېږه او ما د فرات د سیند لوېدیځې خواته سفر وکړ. هلته مې والیانو ته د پاچا لیکونه ورکړل.
10 خو کله چې سنبلط چې د بیت حورون د ښارګوټي اوسېدونکی او طوبیا چې د عمون د ولایت یو مامور ؤ دا واورېدل چې یو څوک راغلی دی ترڅو د اسراییلو د خلکو د ښېګڼې دپاره کار وکړي، نو هغوی ډېر خفه شول.
11 زه اورشلیم ته لاړم او تر درې ورځو پورې
12 ما هېچا ته د هغه پلان په اړه ونه ویل چې زما خدای د اورشلیم په هکله زما په زړه کې جوړ کړی ؤ. بیا زه د شپې راپاڅېدم، راووتم او د خپلو ملګرو څخه مې څو تنه د ځان سره بوتلل. هلته یوازې یو خر ؤ چې زه ورباندې سپور وم.
13 زه د درې د دروازې له لارې د ښار نه ووتلم، د ښامار د چینې څخه تېر شوم او د خزلو د دروازې خواته لاړم. د تګ په وخت کې مې د نژدې څخه د ښار غورځېدلي دېوالونه او سوځول شوې دروازې په غور سره ولیدلې.
14 زه د چینې دروازې او د پاچا حوض ته ورسېدم. خو وروسته بیا لاره دومره بنده وه چې زما خر ورباندې تېرېدلی نه شو.
15 نو زه د قدرون درې ته ورښکته شوم او په لاره روان وم او دېوال ته مې کتل. بیا په هغه لاره باندې چې راغلی وم بېرته ستون شوم او د درې د دروازې له لارې بېرته ښار ته ورننوتلم.
16 د هغه ځای د مامورینو څخه هېڅوک پوه نه شو چې زه چېرته تللی وم او څه مې وکړل. ما نورو یهودیانو ته لکه کاهنانو، مشرانو، مامورینو او نورو هغو خلکو ته چې په دې کار کې به یې برخه اخیستله، تر هغه وخته هېڅ ونه ویل.
17 خو هغوی ته مې وویل: «وګورئ چې مونږ د څه ډول کړاو سره مخامخ یو، ځکه چې اورشلیم وران شوی دی او د هغه دروازې سوځېدلې دي. راځئ چې د ښار دېوال بېرته جوړ کړو او خپل ځانونه د رسوایۍ څخه خلاص کړو.»
18 بیا ما هغوی ته وویل چې خدای څنګه زما سره مل ؤ او مرسته یې راسره کوله او هغه څه مې هم ورته وویل چې پاچا راته ویلي وو.هغوی په ځواب کې وویل: «راځئ چې د بیا ودانولو په کار پیل وکړو.» نو هغوی په دې توګه دې ته تیار شول چې دا نېک کار پیل کړي.
19 خو کله چې سنبلط، طوبیا او یو عرب چې جشم نومېده زمونږ د نقشې څخه خبر شول چې مونږ څه کوو، نو هغوی په مونږ باندې ملنډې ووهلې او زمونږ سپکاوی یې وکړ، ویې ویل: «تاسو څه کوئ؟ ایا غواړئ چې د پاچا په وړاندې سرغړونه وکړئ؟»
20 ما ځواب ورکړ: «د اسمانونو خدای به مونږ ته بری راکړي. مونږ د هغه خدمتګاران یو او مونږ به د بیا ودانولو کار پیل کړو. خو تاسو نه د اورشلیم په چارو کې حق لرئ او نه د هغه په جایداد کې برخه لرئ او نه د هغه په دود او دستور او تاریخ کې شریک یئ.»