تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 26

د خدای د کور ساتونکي هم د طایفو له مخې په ډلو ووېشل شول.د قوري زوی مشلمیا د قوري د طایفې او د اساف د کورنۍ څخه ؤ.
2 هغه اووه زامن درلودل چې په لاندیني ترتیب سره زېږېدلي وو: زکریا، یدیعییل، زبدیا، یتني ییل،
3 عیلام، یهوحانان او الیهوعینای.
4 ‏-
5 خدای عوبید ادوم ته د اتو زامنو په ورکولو سره برکت ورکړ. نومونه یې په ترتیب سره دا وو: شمعیه، یهوزاباد، یوآخ، ساکار، نتنییل، عمیییل، یساکار او فعلتای.
6 ‏-
7 د هغه زوی شمعیه شپږ زامن درلودل: عتني، رفاییل، عوبید، الزاباد، الیهو او سمکیا. هغوی د خپل زیات لیاقت له امله په خپلو طایفو کې مشران وو، وروستني دوه تنه په ځانګړي ډول د لیاقت خاوندان وو.
8 د عوبید ادوم دوه شپېته اولادې وې. هغوی ټول لایق او قوي سړي وو، نو له دې کبله هغوی د خدای په کور کې ساتونکي شول.
9 د مشلمیا لایق زامن او خپلوان چې شمېر یې اتلسو تنو ته رسېده، د همدې کار دپاره غوره شول.
10 ‏-
11 د مراري له طایفې څخه حوسه څلور زامن درلودل: شمري، حلقیا، طبلیا او زکریا. پلار یې شمري د کورنۍ مشر وټاکه، که څه هم هغه یې مشر زوی نه ؤ. د حوسه له کورنۍ څخه دیارلس تنه غوره شول چې د خدای د کور ساتونکي شي.
12 ساتونکي د خپلو کورنیو له مشرانو سره سم په ډلو ووېشل شول او د نورو لاویانو په شان هغوی ته د خدای په کور کې وظیفې وروسپارل شوې.
13 هرې کورنۍ پچې واچولې، دا ضوري نه وه چې شمېر یې څومره ؤ، د دې دپاره چې وویني چې د کومې دروازې مسوولیت به د کومې کورنۍ په غاړه شي.
14 شلمیا ته ختیځه دروازه په پچه ورسېدله. د هغه زوی زکریا ته، چې یو ښه او پوه مشاور ؤ د شمال خوا دروازه په پچه ورسېدله.
15 عوبید ادوم ته جنوبي دروازه په پچه ورسېدله او د تحویلخانو مسوولیت د هغه د زامنو په غاړه شو.
16 شفیم او حوسه ته لوېدیځه دروازه او د شلکت هغه دروازه په پچه ورسېدله چې په پاسني سرک باندې وه. د ساتنې وظیفه په وار سره له یو څخه بل ته سپارل کېده.
17 هره ورځ به شپږ ساتونکو د خدای د کور ختیځې، څلورو تنو به شمال او څلورو تنو به د خدای د کور جنوب خواته وظیفه تر سره کوله. دوه دوه ساتونکي به یې په هره تحویلخانه کې ودرول،
18 څلور تنه یې د هغه سرک په اوږدو کې ودرول چې لوېدیځې برنډې ته غزېدلی ؤ او دوه ساتونکي به په خپله حوېلۍ کې پاتې کېدل.
19 دا د هغو ساتونکو وظیفې وې چې د قورح او مراري د طایفو څخه وو.
20 د هغوی نور لاوي ورونه د خدای د کور د خزانې او د هغو تحویلخانو مسؤولان وو، چې خدای ته په کې وقف شوي سوغاتونه ساتل کېدل.
21 لادان د جرشون له طایفې څخه ؤ او د یحیییلي پلار ؤ. د هغه نوره اولاده په طایفه کې د کورنیو مشران وو.
22 یحیییلي د زیتام او یوییل پلار ؤ او هغوی د خدای د کور د خزانې او تحویلخانو مسؤولان وو.
23 د عمرام، یزهار، حبرون او د عزییل اولادې ته هم وظیفې وروسپارل شوې.
24 شوباییل د موسی د زوی یعنې د جرشون یوه اولاده وه. هغه د خدای د کور د خزانې او تحویلخانو مشر مسوول ؤ.
25 هغه د جرشون د ورور الیعازر په وسیله په شلومیت پورې اړه درلوده. الیعازر د رحبیا پلار ؤ. رحبیا د یشیه پلار، یشیه د یورام پلار، یورام د زکري پلار او زکري د شلومیت پلار ؤ.
26 شلومیت او د هغه خپلوان د هغو سوغاتونو د تحویلخانو مسؤولان وو چې څښتن ته وقف کېدل. په هغو کې هغه سوغاتونه هم شامل وو چې داود پاچا وقف کړي وو، همدارنګه هغه سوغاتونه چې د کورنیو مشرانو او د لوړو او د ټیټو رتبو عسکري قوماندانانو وقف کړي وو.
27 هغوی یو څه غنیمت چې په جګړه کې یې نیولی ؤ، د څښتن د کور د بیاجوړونې دپاره وقف کړ.
28 شلومیت او د هغه خپلوانو د هغو سوغاتونو مسوولیت په غاړه درلود چې سموییل نبي، د قیس زوی شاوول پاچا، د نیر زوی ابنیر او د زرویه زوی یوآب د خدای کور ته وقف کړي وو.
29 د یزهار د طایفې څخه کننیا او د هغه زامن د اسراییلیانو دپاره مامورین او قاضیان وو. هغوی د خدای په کور کې کار نه کاوه.
30 د حبرون له طایفې څخه حشبیا او د هغه یو زر او اووه سوه تکړه خپلوان د اسراییلو په هغې سیمې کې د دیني او حکومتي چارو مسؤولان وو چې د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې پرته وه.
31 ‏-
32 د شجرې له مخې یریا د حبرون د طایفې مشر ؤ. داود هغه او د هغه دوه زره اووه سوه خپلوانو ته چې ټول د کورنیو تکړه مشران وو دا وظیفه وروسپارله چې د روبین، جاد او د ختیځې منسي په قبیلو کې د ټولو دیني او دولتي چارو مسوولیت ولري. داود د خپلې پاچاهۍ د څلوېښتم کال په دوران کې کله چې د حبرون په طایفه کې د ټولو کورنیو څېړنه وشوه، د دغو سړیو په هکله معلومات تر لاسه کړل. هغوی د جلعاد له سیمې د یعزیر له ښارګوټي څخه وو.