تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 20

د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې اکثره وخت پاچاهان جګړې ته ځي، د اسراییلو لښکر د یوآب تر قوماندې لاندې حرکت وکړ او د عمون هېواد یې وران کړ. هغه د ربه ښار کلابند کړ، بیا یې ورباندې برید وکړ او په کنډوالو یې بدل کړ. خو داود په اورشلیم کې پاتې شو.
2 وروسته داود د ربې ښار ته راغی. هلته یې د عموني پاچا د سر نه د سرو زرو تاج واخیست او په خپل سر یې کېښود. یوه قیمتي تیږه په کې وه او خبر شو چې د تاج وزن شاوخوا څلوردېرش کیلوګرامه ؤ. همدارنګه هغه د هغه ښار نه په زیاته اندازه غنیمت لاسته راوړ.
3 د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کلنګونو او تبرونو سمبال او په سختو کارونو باندې یې وټاکل. داود د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدغه شان عمل وکړ. وروسته بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.
4 یو څه موده وروسته په جازر کې د فلسطینیانو سره جګړه رامنځته شوه. د دې جګړې په دوران کې حوشاتي سبکای د رافا د لوړ قدو اولادې څخه یو تن چې سفای نومېد وواژه او فلسطینیانو ماتې وخوړه.
5 د فلسطینیانو سره په یوه بله جګړه کې د یاییر زوی الحانان، لحمي وواژه. لحمي د جلیات ورور ؤ او له جت څخه ؤ. د لحمي سره یوه نېزه وه چې د هغې لاستی د اوبدلو د دستګاه د میلې په شان ؤ.
6 وروسته بیا په جت کې یوه بله جګړه وشوه. په هغه ځای کې یو لوړ قدی سړی ؤ چې لاسونو او پښو یې شپږ، شپږ ګوتې درلودلې چې ټولې څلورویشت ګوتې وې، هغه هم د رافا د لوړ قدو له اولادې څخه ؤ.
7 کله چې هغه اسراییلیانو ته پېغور ورکړ، د داود وراره یوناتان چې د شمعا زوی ؤ هغه یې وواژه.
8 دغه درې تنه په جت کې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه وو او هغوی د داود او د هغه د سړیو له خوا ووژل شول.