تاريخ اول
څپرکی 25
داود او عسکري قوماندانانو د اساف، هیمان او د یدوتون ځینې اولاده غوره کړه چې د عبادت د چارو مشري په غاړه واخلي: هغوی به د خدای پیغامونه اعلانول او رڅپرکیونه، چنګونه او تالونه به یې غږول. دا د ساز غږوونکو او سندرغاړو او د هغوی د وظیفو لست دی:
2 د اساف څلور زامن یعنې زکور، یوسف، نتنیا او اشرییله د خپل پلار تر لارښوونې لاندې کار کاوه. اساف د پاچا تر حکم لاندې د خدای پیغامونه اعلانول.
3 یدوتون شپږ زامن درلودل چې جدلیا، صري، اشعیا، شمعي، حشبیا او متتیا نومېدل. هغوی د خپل پلار تر لارښودنې لاندې د خدای پیغامونه اعلانول. هغوی رڅپرکیونه غږول او څښتن ته یې د ستاینې او شکرګزارۍ سندرې ویلې.
4 هیمان څوارلس زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: بقیا، متنیا، عزییل، شبوییل، یریموت، حننیا، حناني، الیاته، جدلتي، روممتي عزر، یشبقاشه، ملوتي، هوتیر او محزیوت.
5 خدای د خپلې وعدې سره سم د پاچا نبي هیمان ته څوارلس زامن او درې لوڼې ورکړې، د دې دپاره چې هغه ته ویاړ وروبخښي.
6 د هغه ټولو زامنو د خپل پلار تر لارښودنې لاندې د څښتن په کور کې د عبادت دپاره تالونه، چنګونه او رڅپرکیونه غږول. اساف، یدوتون او هیمان د پاچا د حکم لاندې کار کاوه.
7 دا پورته څلورویشت نوموړي کسان د هغوی د خپلوانو په شان روزل شوي وو او دې ټولو په هغې موسیقۍ کې مهارت درلود چې د څښتن دپاره وه. د هغوی شمېر ۲۸۸ تنو ته رسېده.
8 ځوانانو او زړو، ښوونکو او زده کوونکو یو شان خپلې وظیفې د پچې له مخې وټاکلې.
9 دا ۲۸۸ ساز غږوونکي او سندرغاړي د کورنیو له مخې په څلورویشت ډلو او دولس کسیزو ډلو باندې ووېشل شول او هرې ډلې یو مشر درلود چې د هماغې ډلې مسوول ؤ. څنګه چې د هغوی پچې وختلې، نو د هغوی وظیفې په دې ډول څرګندې شوې: لومړنۍ پچه د اساف د کورنۍ څخه د یوسف په نامه، دوهمه د جدلیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
10 درېمه پچه د زکور او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
11 څلورمه پچه د یزري او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
12 پنځمه پچه د نتنیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
13 شپږمه پچه د بقیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
14 اوومه پچه د یشرییله او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
15 اتمه پچه د اشعیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
16 نهمه پچه د متنیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
17 لسمه پچه د شمعي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
18 یوولسمه پچه د عزییل او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
19 دولسمه پچه د حشبیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
20 دیارلسمه پچه د شوباییل او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
21 څوارلسمه پچه د متتیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
22 پنځلسمه پچه د یریموت او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
23 شپاړسمه پچه د حننیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
24 اوولسمه پچه د یشبقاشه او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
25 اتلسمه پچه د حناني او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
26 نولسمه پچه د ملوتي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
27 شلمه پچه د الیاته او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
28 یوویشتمه پچه د هوتیر او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
29 دوه ویشتمه پچه د جدلتي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
30 درویشتمه پچه د محزیوت او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه
31 او څلورویشتمه پچه د روممتي عزر او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه.