تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 21

شیطان غوښتل چې د اسراییلو په قوم باندې مصیبت راولي، نو هغه داود راوپاراوه چې د اسراییلو سر شمېرنه وکړي.
2 داود یوآب او د لښکرو قوماندانانو ته وویل: «په اسراییلو کې هر یو تن په جنوب کې له بیرشبع څخه په شمال کې تر دان پورې وشمېرئ. بیا ماته راپور راوړئ چې زه پوه شم څومره خلک دي.»
3 یوآب په ځواب کې وویل: «څښتن دې د اسراییلو د قوم شمېر له اوسني شمېره سل چنده زیات کړي! اعلیحضرته، هغوی ټول ستا خدمتګاران دي. ولې ته ټول قوم ګناهکاروې؟»
4 خو پاچا یوآب مجبور کړ چې د هغه امر ته غاړه کېږدي. نو یوآب لاړ، د اسراییلو په هر ګوټ کې وګرځېد او بیا هغه اورشلیم ته راستون شو.
5 یوآب، پاچا ته د هغو سړیو د شمېر راپور ورکړ چې جګړه یې کولای شوه. په اسراییلو کې یو میلیون او یو لک تنه وو او په یهودا کې څلور لکه اویا زره تنه وو.
6 یوآب د لاوي او د بنیامین قبیلې په سرشمېرنې کې راګډې نه کړې، ځکه چې د هغه دپاره دا سرشمېرنه د کرکې وړ وه.
7 خدای په دې کار په قهر شو، نو هغه اسراییلو ته سزا ورکړه.
8 داود خدای ته وویل: «په دې کار سره ما ډېره سخته ګناه وکړه! زه تاته زاري کوم چې د خپل غلام ګناه وبخښه، ځکه چې ما ډېر د کم عقلتوب کار کړی دی.»
9 څښتن جاد ته چې د داود نبي ؤ، وویل:
10 «لاړ شه او داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: زه تاته د درېو سزاګانو د ټاکلو واک درکوم، له هغو څخه یوه وټاکه چې په تا یې عملي کړم.»
11 نو جاد داود ته ورغی او ورته ویې ویل: «څښتن داسې وایي: د خپل ځان دپاره له دې درېو سزاګانو څخه یوه غوره کړه:
12 درې کاله به قحطي وي، یا به درې میاشتې له خپلو دښمنانو تښتې، یا به درې ورځې څښتن د خپلې فرښتې په وسیله ستا په ټوله ځمکه باندې وبا نازله کړي چې د اسراییلو خلکو ته تباهي راولي. اوس د دې په هکله پرېکړه وکړه چې زه ستا ځواب څښتن ته ورسوم.»
13 داود جاد ته په ځواب کې وویل: «زه په ډېر لوی مصیبت کې یم، خو نه غواړم چې د خلکو له خوا سزا ووینم. پرېږده چې څښتن په خپله ماته سزا راکړي، ځکه چې هغه ډېر مهربان او رحیم دی.»
14 نو څښتن په اسراییلو باندې وبا نازله کړه او اویا زره تنه یې مړه شول.
15 بیا هغه فرښته راولېږله چې د اورشلیم ښار وران کړي. خو څښتن خپله اراده بدله کړه او هغې فرښتې ته یې وویل: «ودرېږه! بس دی! دوی کافي ستونزه وزغمله.» دا په داسې وخت کې پېښ شو کله چې فرښته د یبوسي ارونه له درمند ځای سره ولاړه وه.
16 داود د څښتن فرښته په هوا کې ولاړه ولیده چې په اورشلیم باندې یې توره نیولې وه. هغه او د اسراییلو مشرانو چې ټولو د ویر کالي اغوستې وو، په سجده شول.
17 داود دعا وکړه: «دا زما ګناه ده! ما د دې حکم په ورکولو سره چې خلک دې وشمېرل شي، لویه ګناه کړې ده. دا خلک لکه د بې ګناه پسونو په شان دي. ای زما څښتن خدایه، مهرباني وکړه ما او زما کورنۍ ته سزا راکړه. مه پرېږده چې دا وبا ستا قوم تباه کړي.»
18 د څښتن فرښتې جاد نبي ته وویل: «داود ته دا خبره وکړه چې هغه باید د یبوسي ارونه درمند ځای ته لاړ شي او د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړي.»
19 نو داود لکه څنګه چې څښتن د جاد په وسیله امر کړی ؤ هغه ځای ته لاړ.
20 په هغه وخت کې ارونه او د هغه څلورو زامنو غنم ټکول او کله یې چې فرښته ولیده، د ارونه څلورو زامنو منډه کړه چې پټ شي.
21 څنګه چې ارونه، داود پاچا ولید چې راورسېد، نو هغه د درمند له ځای نه لاړ او د پاچا په مخکې د درناوي په خاطر ټیټ شو.
22 داود وویل: «ایا خپل درمند ځای به په ما خرڅ کړې، ترڅو څښتن ته ورباندې د قربانۍ ځای جوړ کړم؟ ځکه زه غواړم چې وبا بنده شي. زه حاضر یم چې پوره بیه یې درکړم.»
23 ارونه داود ته وویل: «دا واخلئ، اعلیحضرته او هرڅه چې ورباندې کوئ ویې کړئ. زه به تاسو ته د سوځېدونکو نذرانو دپاره غویان او د غلو دانو د نذرانې دپاره غنم درکړم. تاسو کولای شئ چې د غوبل کولو له څپرونو څخه د اور دپاره کار واخلئ. زه تاسو ته دا ټول وړیا درکوم!»
24 خو داود په ځواب کې وویل: «نه! زه په دې باندې ټینګار کوم چې د هغو پوره بیه درکړم. زه نه شم کولای چې ستا څخه یو څه واخلم او بیا څښتن ته یوه داسې قرباني وړاندې کړم چې ماته وړیا تمامه شوې وي.»
25 نو داود ارونه ته د درمند ځای په بدل کې شپږ سوه مثقاله سره زر ورکړل.
26 هغه هلته څښتن ته د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوځېدونکې او د سولې نذرانې یې وړاندې کړې. هغه دعا وکړه او څښتن یې په ځواب کې د اسمان نه د قربانۍ په ځای باندې اور نازل کړ چې قربانۍ وسوځوي.
27 بیا څښتن په فرښتې باندې امر وکړ چې توره بېرته په خپل غلاف کې کېږدي. نو هغې اطاعت وکړ.
28 کله چې داود ولیدل چې څښتن د هغه دعا منلې ده، هغه هلته په درمند ځای کې نورې قربانۍ وړاندې کړې.
29 په دې وخت کې هغه سپېڅلې خېمه چې موسی په دښته کې جوړه کړې وه او هغه د قربانۍ ځای چې سوځېدونکې نذرانې ورباندې سوځېدلې لا د جبعون په عبادت ځای کې وو.
30 خو داود جرات نه کاوه چې خدای ته د عبادت کولو دپاره هلته لاړ شي، ځکه چې هغه د څښتن د فرښتې له تورې څخه وېرېده.