تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 16

هغوی د خدای د لوظ صندوق په هغې خېمې کې کېښود چې داود د هغه دپاره ودرولې وه، بیا یې سوځېدونکې نذرانې او د سولې نذرانې خدای ته وړاندې کړې.
2 کله چې داود د نذرانو د وړاندې کولو څخه وزګار شو، هغه د خلکو دپاره د څښتن په نوم برکت وغوښت.
3 هغه د اسراییلو ټولو خلکو، هم سړیو او هم ښځو، هر یو ته یوه ډوډۍ، یوه ټوټه غوښه او د ممیزو یوه کلچه ووېشله.
4 داود ځینې لاویان د دې دپاره وټاکل چې د لوظ صندوق په مخکې خدمت وکړي. هغوی به د اسراییلو څښتن خدای یاداوه، د هغه شکر به یې ادا کاوه او ستاینه به یې کوله.
5 اساف د هغوی مشر ؤ او زکریا د هغه مرستیال ؤ. یعییل، شمیراموت، یحییل، متتیا، الیاب، بنایاه، عوبید ادوم او یو بل سړی چې یعییل نومېده د دې دپاره ټاکل شوي وو چې چنګونه او رڅپرکیونه وغږوي. اساف په خپله تالونه غږول
6 او دوو کاهنانو یعنې بنایاه او یحزییل به پرله پسې د لوظ د صندوق په مخکې سرني غږول.د داود د ستاینې سندره
7 داود په هغه ورځ د لومړي ځل دپاره اساف او د هغه ورونو ته وظیفه ورکړه چې د څښتن په حضور کې د هغه د ستاینې دا سندره ووایي:
8 کوئ شکر د څښتناو د هغه په نوم دعا کوئ!نورو قومونو ته دا ووایئڅه چې هغه کړي دي
9 هغه ته حمد ووایئووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندرههغه چې کړي عجیبه کارونهکړئ یې بیان خلکو ته
10 په پاک نوم د هغه وکړئ افتخاروي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه
11 وغواړئ کومک له څښتنهوکړئ عبادت یې تل
12 ‏-
13 ای د یعقوب یعنې د خدای د خدمتګار اولادېای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتنکړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړې هغههم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو
14 دی څښتن زمونږه خدایراولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای
15 تاسې هېر نه کړئ د خدای لوظ هېڅکلهنه کړئ وعده د هغه هېره تر زرو نسلونو پورې
16 هغه لوظ چې هغه وکړ ابراهیم سرههغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره
17 هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شاناو اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه
18 هغه وویل: «تاسو ته در به کړم وطن د کنعانوي به هغه د ستاسو خپل ملکیت»
19 کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤوو پردي د کنعان خاوره کې دوی
20 دوی سرګردانه ګرځېدل به یو بل وطن کېتلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی
21 خو خدای پرېنښودل هېڅوک چې په دوی ظلم وکړيد دوی دپاره یې شاهان ورټل:
22 هغوی ته یې وویل:«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»
23 ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسېاعلان کړئ هره ورځ دا زېریچې نجات یې دی راکړی مونږ ته
24 قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغهټولو خلکو ته اعلان کړئد هغه ډېر عجیبه کارونه
25 ځکه چې لوی دی څښتناو ډېر لایق دی د ثنا او صفتټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده
26 نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتانخو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه
27 دي راچاپېره جلال او لویي له هغه څخهد اوسېدو ځای د هغه ډک دی د خوښۍ او قوت
28 وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکوهم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت
29 د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئراشئ حضور ته د هغه او نذرانه راوړئکړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
30 ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکېنړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه
31 پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښياو هم قومونه کړئ خبر چې څښتن پاچا دی!
32 شي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سرهشي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره
33 د خوښۍ چیغې به بیا ووهي ځنګل کې ونېکله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن
34 د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه
35 هغه ته ووایئ: «وژغوره مونږ ای خدایهته زمونږ ژغورونکیه خدایهمونږ یو ځای سره راغونډ کړه،ومو ژغوره له قومونوترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستاستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي»
36 ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهوکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورېبیا ټولو خلکو وویل: «امین» او د څښتن ثنا او صفت یې وکړ.
37 داود اساف او د هغه د طایفې لاویان د دې دپاره غوره کړل چې په هغه ځای کې د ورځني عبادت مسؤولان شي چېرته چې د لوظ صندوق ساتل کېده.
38 عوبید ادوم او د هغه اته شپېته خپلوان د هغوی مرستیالان وو او حوسه او د یدوتون زوی عوبید ادوم ساتونکي وو.
39 داود صادوق کاهن او د هغه خپلوان چې کاهنان وو، هم غوره کړل چې د جبعون د عبادت په ځای کې د څښتن په سپېڅلي خېمه کې خدمت وکړي.
40 هغوی به هر سهار او ماښام د قربانۍ په ځای باندې سوځېدونکې نذرانې وړاندې کولې. دا د هغه شریعت سره سم ؤ چې څښتن اسراییلیانو ته ورکړی ؤ.
41 هیمان او یدوتون د هغوی مرستیالان وو او همدارنګه هغه نور سړي چې په ځانګړې توګه د دې دپاره غوره شوي وو چې د څښتن د تلپاتې مینې دپاره د هغه شکر وکړي.
42 هیمان او یدوتون د دې کار مسوولیت هم په غاړه درلود چې سرني، تالونه او نورې د موسیقۍ آلې د سندرو د ویلو په وخت کې وغږوي. هغه لاویان چې د یدوتون زامن وو، د دروازې د ساتلو مسؤولان وو.
43 د مراسمو نه وروسته هر یو خپل کور ته لاړ او داود هم د دې دپاره کور ته راستون شو چې د خپلې کورنۍ دپاره برکت وغواړي.