تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 24

د هارون اولاده په لاندېنیو ډلو وېشل شوې وه.هارون څلور زامن درلودل چې ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار نومېدل.
2 خو ناداب او ابیهو د خپل پلار نه مخکې مړه شول او زامن یې نه درلودل. له دې امله العازار او ایتامار د کاهنانو په توګه خدمت کاوه.
3 داود د هارون اولاده د هغوی له وظیفو سره سم په ډلو کې تنظیم کړه. صادوق چې د العازار له اولادې څخه ؤ او اخیملک چې د ایتامار له اولادې څخه ؤ، هغوی د داود سره مرسته کوله.
4 د العازار اولاده په شپاړسو ډلو او د ایتامار اولاده په اتو ډلو ووېشل شوه، ځکه چې د العازار د کورنیو مشران زیات وو.
5 د هرې ډلې وظیفه د پچې له مخې څرګندېده، ترڅو د دوی په منځ کې اختلاف پیدا نه شي، ځکه چې د دواړو ډلو (العازار او ایتامار) مامورانو او روحاني مشرانو د خدای په کور کې خدمت کاوه.
6 د العازار او ایتامار اولادې په خپل وار سره پچې واچولې. بیا د نتنییل زوی شمعیه چې د لاویانو یو منشي ؤ د هغوی نومونه ثبتول. داود پاچا، د هغه درباریان، صادوق کاهن، د ابیاتار زوی اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو مشران ټول د دې کار شاهدان وو.
7 ‏-
18 د کاهنانو هره ډله د خپلې کورنۍ د مشر په نوم لاړه او د پچې له مخې په لاندینې ترتیب سره هغوی ته خپلې وظیفې وسپارل شوې: یهویاریب، یدعیا، حاریم، سعوریم، ملکیا، میامین، هقوس، ابیا، یشوع، شکنیا، الیاشیب، یاقیم، حفه، یشڅپرکی، بلجه، یمیر، حیزیر، هفسیس، فتحیا، یحزقیییل، یاکین، جامول، دلایا او معزیا.
19 دغو کسانو ته د څښتن په کور کې خپلې وظیفې وروسپارل شوې، لکه څنګه چې د اسراییلو څښتن خدای د هغوی په نیکه یعنې هارون باندې امر کړی ؤ.
20 دا د لاوي د نورې اولادې لست دی:عمرام د شوباییل نیکه او شوباییل د یحدیا نیکه ؤ.
21 رحبیا د یشیه نیکه ؤ او یشیه د خپلې کورنۍ مشر ؤ.
22 یزهار د شلوموت نیکه او شلوموت د یحت نیکه ؤ.
23 حبرون څلور زامن درلودل چې په لاندې ډول وو: یریا، امریا، یحزییل او یقمعام.
24 عزییل د میکا او میکا د شامیر نیکه ؤ.
25 د میکا ورور یشیه د زکریا نیکه ؤ.
26 مراري د محلي، موشي او د یعزیا پلار ؤ. یعزیا د بنو پلار ؤ.
27 یعزیا څلور زامن درلودل چې بنو، شوهم، زکور او عبري نومېدل.
28 ‏-
29 محلي د العازار او د قیس پلار ؤ. العازار هېڅ زامن نه درلودل، خو قیس د یرحمییل پلار ؤ.
30 موشي درې زامن درلودل چې محلي، عیدر او یریموت نومېدل.دا د لاوي اولاده وه د هغوی د خپلو طایفو له مخې.
31 لکه د هارون د اولادې په شان، هغوی هم د پچې له مخې د داود پاچا، صادوق، اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو د مشرانو په حضور، پرته له کوم ویشه او تبعیضه چې څوک مشر دی او څوک کشر دی، وټاکل شول.