تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 11

وروسته د اسراییلو ټول خلک په حبرون کې د داود حضور ته راټول شول او هغه ته یې وویل: «مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو.
2 حتی کله چې شاوول زمونږ پاچا ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او ستاسو څښتن خدای تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.»
3 کله چې د اسراییلو ټول مشران په حبرون کې داود پاچا ته ورغلل، داود د څښتن په مخکې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کړ، لکه څنګه چې څښتن د سموییل په وسیله دا وعده کړې وه.
4 داود پاچا او ټول اسراییلیان لاړل او د اورشلیم په ښار باندې یې برید وکړ. په هغه زمانه کې اورشلیم د یبوس په نوم وپېژندل شو او د دې ځای اصلي اوسېدونکي لا تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل.
5 یبوسیانو وویل: «ته به ونه شې کولای چې دلته راننوځي!» خو داود د صهیون د غره کلا ونیوله چې وروسته د داود د ښار په نوم یاد شو.
6 داود خپلو لښکرو ته ویلي وو: «هغه لومړنی عسکر چې یو یبوسی ووژني زما د لښکرو قوماندان به شي.» نو له دې امله چې د زرویه زوی یوآب لومړی برید وکړ، هغه قوماندان شو.
7 وروسته داود هماغې کلا ته کډه وکړه، نو ځکه هغه د داود د ښار په نوم یاد شو.
8 هغه د ښار شاوخوا سیمه پراخه کړه، په هغه ځای کې یې کار پیل کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا ډکه وه او یوآب پاتې ښار بېرته جوړ کړ.
9 داود نور هم قوي شو، ځکه چې مطلق قادر څښتن د هغه سره مل ؤ.
10 دا د هغو نامتو جنګیالیو نومونه دي چې د اسراییلو د خلکو په مرسته یې د داود پاچاهي قوي او ټینګه کړه، ترڅو د څښتن د وعدې سره سم د هغوی پاچا شي:
11 له دغو جنګیالیو څخه لومړنی جنګیالی د حکمون زوی یشوبعام ؤ او هغه د «درېو جنګیالیو» مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی ټول یې په یو وخت کې ووژل.
12 دوهم یې العازار ؤ چې د دودو زوی ؤ او د اخوخ له خیله ؤ.
13 کله چې فلسطینیان هلته د جګړې دپاره راغونډ شول، العازار د داود سره په فسدمیم کې ؤ. په یو داسې ځای کې چې له اوربشو څخه ډک پټی په کې ؤ، اسراییلي عسکر له فلسطینیانو څخه وتښتېدل.
14 خو العازار او د هغه سړیو د پټي په منځ کې ځانونه ټینګ کړل او فلسطینیانو ته یې ماتې ورکړه. څښتن هغوی ته یو لوی بریالیتوب ور په برخه کړ.
15 یوه ورځ له هغو دېرشو مشرانو جنګیالیو څخه درې تنه یو ګټ ته چې د عدولام سمڅې ته نژدې او داود په کې ؤ، راغلل، په هغه وخت کې د فلسطینیانو یوې ډلې د رفاییم په دره کې خېمې درولې وې.
16 داود هغه وخت په خپل خوندي ځای کې ؤ او د فلسطینیانو یوې ډلې بیت لحم نیولی ؤ.
17 داود ارمان وکړ او ویې ویل: «کاشکې څوک له هغه کوهي څخه چې د بیت لحم دروازې ته نژدې دی، ماته اوبه راوړي.»
18 نو هغو درېو زړورو سړیو د فلسطینیانو کرښې ماتې کړې، له کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او داود ته یې راوړې، خو داود هغه ونه څښلې او هغه یې د نذرانې په توګه څښتن ته توی کړې.
19 داود وویل: «خدای دې نه کړي چې زه دا اوبه وڅښم! دا به د هغو سړیو د وینو د څښلو په شان وي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ!» نو هغه دا اوبه ونه څښلې. دا د هغو درېو زړورو کسانو کارونه وو.
20 ابیشای د یوآب ورور د دېرش کسیزې ډلې مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی یې ووژل. نو په دې توګه هغه هم لکه د هغو درېو جنګیالیو په شان مشهور شو.
21 که څه هم هغه په هغې دېرش کسیزې ډلې کې ډېر زیات مشهور او د هغوی مشر شو، خو د هغو درېو تنو په شان مشهور نه شو.
22 بنایاه د یهویاداع زوی چې د قبصییل څخه ؤ، یو توریالی عسکر ؤ. هغه ډېر د زړورتوب کارونه کړي وو چې په هغو کې د دوو قوي موآبي جنګیالیو وژل شامل وو. یو ځلې هغه د واورې په ورځ یوې کندې ته ورښکته شو او یو زمری یې وواژه.
23 همدارنګه هغه یو مصری وواژه چې قد یې له دوو مترو لوړ ؤ او یوه نېزه ورسره وه چې د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان غټه وه. بنایاه د خپلې امسا سره په هغه باندې برید وکړ، د هغه مصري له لاسه یې نېزه واخیستله او هغه یې ورباندې وواژه.
24 بنایاه داسې د زړورتوب کارونه وکړل چې د درېو جنګیالیو په شان مشهور شو.
25 د هغه عزت د هغې دېرش کسیزه ډلې څخه ډېر زیات شو، خو په درېو جنګیالیو کې یې ګډون نه درلود. داود هغه د خپلو ساتونکو د ګارډ مشر وټاکه.
26 دا نور نامتو جنګیالي دي:د یوآب ورور عساهیلالحانان د دودو زوی له بیت لحم څخه
27 شموت له هرور څخهحالز له فلون څخه
28 عیرا د عقیش زوی له تقوع څخهابیعزر له عناتوت څخه
29 سبکای له حوشا څخهعیلای له اخوخ څخه
30 مهرای له نطوفې څخهحلد د بعنه زوی له نطوفې څخه
31 اتای د ریبای زوی د بنیامین له جبعې څخهبنایاه له فرعاتون څخه
32 حورای د جاعش له خوړونو څخهابي ییل له عربات څخه
33 عزموت له بحروم څخهالیحبا له شعلبون څخه
34 هاشم له جزون څخهیوناتان د شاجای زوی له حرار څخه
35 اخیام د ساکار زوی له حرار څخهالیفال د اور زوی
36 حافر له مکیرات څخهاخیا له فلون څخه
37 حصرو له کرمل څخهنعرای له ازبای زوی
38 یوییل د ناتان ورورمبحار د هجري زوی
39 صالق له عمون څخهنحرای د بیروت څخه چې د زرویه د زوی یعنې د یوآب وسلې به یې وړلې.
40 عیرا او جارب له یتر څخه
41 اوریا حیتيزاباد د احلای زوی
42 عدینا د شیزا زوی چې د روبین په قبیله کې یو مشر ؤ او د دېرش کسیزو عسکرو ډله هم ورسره وه
43 حانان د معکه زوییوشافاط له متنا څخه
44 عزیا له عشتاروت څخهشاماع او یعییل د حوتام زامن له عروعیر څخه
45 یدیعییل او یوخا د شمري زامن له تیص څخه
46 الي ییل له محویم څخهیریبای او یوشویا د الناعم زامنیتمه له موآب څخه
47 الي ییل، عوبید او یعسي ییل له مسوباه څخه.