ٓاستر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 8

اپه هماغه ورځ خشایار شاه د یهودیانو د دښمن یعنې هامان ټوله شتمني او جایداد ملکې استر ته ورکړ. استر پاچا ته وویل چې مردخای د هغې خپلوان دی. وروسته له دې مردخای ته اجازه وه چې د پاچا حضور ته ورشي.
2 پاچا خپله د مهر ګوته چې د هامان څخه یې بېرته اخیستې وه، راوویستله او مردخای ته یې ورکړه. بیا استر مردخای د هامان د شتمنۍ او جایداد مسوول وټاکه.
3 استر یوځل بیا د پاچا سره خبرې وکړې، د هغه پښو ته پرېوتله او ویې ژړل. استر هغه ته زاري وکړه چې د اجاجي هامان ناوړه پلان چې د یهودیانو په خلاف یې سنجولی ؤ، شنډ کړي.
4 نو کله چې پاچا خپله د سرو زرو امسا د استر خواته وراوږده کړه، هغه راپاڅېدله او د پاچا په مخکې ودرېدله.
5 هغې وویل: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي او زما خیال او پروا ساتئ او زما سره مینه لرئ، نو مهرباني وکړئ یو فرمان خپور کړئ چې د حجاجي د همداتا د زوی هامان د هغو حکمونو د عملي کولو څخه دې مخنیوی وشي چې په ټوله امپراتورۍ کې یې د یهودیانو د له منځه وړلو دپاره ورکړي دي.
6 ځکه زه هغه مصیبت او بلا څنګه زغملای شم چې زما قوم او خپلوان زما په مخکې ووژل شي؟»
7 نو بیا خشایار شاه استر ملکې او یهودي مردخای ته وویل: «ګورئ، ما هامان په دې خاطر په دار وځړاوه چې د یهودیانو په خلاف یې دسیسه جوړه کړې وه او د هغه شتمني او جایداد مې استر ته ورکړ.
8 اوس تاسو کولای شئ چې په خپله خوښه یو بل فرمان د یهودیانو په خاطر د پاچا په نوم ولیکئ او د پاچا مهر ورباندې ولګوئ. ځکه هغه فرمان چې د پاچا په نوم لیکل شوی وي او د هغه مهر ورباندې لګېدلی وي هغه لغوه کېدای نه شي.»
9 نو بیا مردخای د درېمې میاشتې په درویشتمه ورځ چې د سیوان میاشت وه، د پاچا منشیان راوغوښتل او یهودیانو، د پاچا له خوا ټاکل شویو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او مامورینو او د هند نه تر ایتوپیا پورې د یوسلو اووه ویشتو ولایتونو چارواکو ته یې لیکونه ولیکل. هر ولایت ته یې د هغوی د خط او هر قوم ته د هغوی د ژبې سره سم او یهودیانو ته یې هم د هغوی د خط او ژبې سره سم لیکونه ولیکل.
10 مردخای د خشایار شاه په نوم لیکونه ولیکل او شاهي مهر یې ورباندې ولګاوه. لیکونه یې هغو اس سوارانو ته چې د پاچا په تېزو اسونو باندې سپاره وو، وسپارل.
11 د دې فرمان سره سم د پاچا له خوا یهودیانو دا اجازه درلودله چې په هر ښار کې د خپلې دفاع دپاره یوځای شي. که چېرې وسله وال کسان چې د هر قوم یا هر ولایت څخه وي او په یهودیانو، د هغوی په ښځو او د هغوی په ماشومانو حمله وکړي، هغوی حق لري چې خپل دښمنان ووژني او تباه یې کړي او مالونه یې لوټ کړي.
12 هغه ورځ چې د یهودیانو د ټول وژنې په خاطر د خشایار شاه په ټولو ولایتونو کې ټاکل شوې وه، هغه د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وه.
13 د فرمان متن باید د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو یهودیان په هغې ورځې د خپلو دښمنانو نه د بدل اخیستلو دپاره تیار اوسي.
14 قاصدان د پاچا په حکم په شاهي اسونو باندې سپاره شول او په ډېرې بیړې سره روان شول. دا فرمان د شوش په بالاحصار کې هم خپور شو.
15 مردخای چې شاهانه ابي او سپین رنګه کالي یې اغوستي وو، د سرو زرو لوی تاج یې په سر ؤ او د ښه کتان بانجاني چپنه یې اغوستې وه، د پاچا د حضور څخه لاړ. د شوش د ښار خلکو د خوشحالۍ چیغې وهلې.
16 د یهودیانو دپاره دا د خوشحالۍ او ارامۍ وخت ؤ او نورو خلکو د هغوی عزت کاوه.
17 هر ولایت، هر ښار او هر ځای ته به چې د پاچا فرمان ورسېده، هلته به د یهودیانو په منځ کې خوښي او خوشحالي وه، مېلې به یې کولې او جشنونه به یې نیول. د نورو قومونو ډېرو خلکو خپل ځانونه یهودیان اعلان کړل، ځکه چې هغوی د یهودیانو څخه وېرېدل.