ٓاستر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 7

نو پاچا او هامان د ډوډۍ خوړلو دپاره د استر مېلمستیا ته لاړل.
2 د دوهم ځل دپاره چې هغوی شراب څښل، پاچا بیا پوښتنه وکړه: «ای استر ملکې، ته څه غواړې؟ هغه به درکړل شي. ستا غوښتنه څه ده؟ که ته وغواړې، زه به حتی نیمه امپراتوري هم درکړم.»
3 استر ملکې په ځواب کې وویل: «ای پاچا! که تاسو په ما باندې مهرباني کوئ او که چېرې ستاسو خوښه وي، نو بیا زما ژوند وژغورئ. دا زما غوښتنه ده. او زما د قوم ژوند هم وژغورئ. دا زما هیله ده.
4 ځکه چې زه او زما قوم په بې رحمۍ سره د وژلو دپاره خرڅ شوي یو. که چېرې یوازې د غلامانو او وینځو په شان خرڅ شوي وای، نو زه به غلې پاتې شوې وای او په دې هکله به مې تاسو نه په تکلیف کولئ. خو مونږ د وژلو او نابودۍ سره مخامخ یو!»
5 خشایار شاه د استر ملکې نه پوښتنه وکړه: «هغه څوک دی؟ هغه سړی چېرته دی چې د داسې کار جرات لري؟»
6 استر ځواب ورکړ: «زمونږ دښمن او زمونږ ځوروونکی همدا بد سړی هامان دی!»په دې وخت کې هامان د پاچا او ملکې نه ډېر ووېرېد.
7 پاچا په ډېر قهر سره د مېلمستیا نه پاڅېد او د ماڼۍ باغ ته لاړ. هامان پوه شو چې پاچا د هغه د اعدامولو اراده کړې ده، نو هغه په کوټې کې پاتې شو چې استر ملکې ته د خپل ژوند په خاطر زارۍ وکړي.
8 هامان د استر په تخت باندې ځان وغورځاوه چې هغې ته د رحم دپاره زارۍ وکړي. په دې وخت کې پاچا بېرته د مېلمستیا سالون ته راستون شو او هامان یې د استر په تخت باندې ولید. پاچا چیغې کړې: «ایا دا سړی همدلته زما په مخکې زما خپلې ماڼۍ کې ملکه بې عزته کوي؟»څنګه چې د پاچا د خولې نه دا خبره راووتله، خصیانو د هامان مخ پټ کړ.
9 په دې وخت کې حربونه چې د پاچا د خصیانو د ډلې څخه ؤ او د هغه خدمت یې کاوه، وویل: «هامان په خپل کور کې د درویشت مترو په لوړوالي یو دار جوړ کړی دی، ترڅو مردخای چې ستاسو اعلیحضرت ژوند یې ژغورلی دی په هغه باندې وځړوي.»پاچا امر وکړ: «هامان په هغه باندې وځړوئ!»
10 نو هامان په هغه دار باندې چې هغه د مردخای دپاره جوړ کړی ؤ وځړول شو. بیا د پاچا قهر سوړ شو.