ٓاستر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 3

څه موده وروسته خشایار شاه د همداتا زوی هامان ته چې د اجاج د طایفې ؤ، ترفیع ورکړه. هغه یې په خپلې امپراتورۍ کې لومړنی وزیر کړ.
2 پاچا حکم وکړ چې ټول درباریان دې هامان ته د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیت کړي. هغوی ټولو همداسې وکړل، پرته له مردخای څخه.
3 نو هغو نورو درباریانو چې د پاچا خدمت کاوه د مردخای څخه پوښتنه وکړه: «ته ولې د پاچا د حکم څخه سرغړونه کوې؟»
4 هغوی به هره ورځ مردخای دې ته هڅاوه چې دا خبره ومني، خو هغوی ته یې غوږ نه نیوه. هغه به ویل: «زه یهودي یم او نه شم کولای چې هامان ته د درناوي سر ټیټ کړم.» نو هغوی هامان ته په دې هکله خبر ورکړ چې وګوري چې ایا هغه د مردخای رویه زغمي او که نه.
5 کله چې هامان پوه شو چې مردخای ده ته د درناوي په خاطر نه په ګونډو کیږي نو هغه سخت په قهر شو.
6 کله چې هغه پوه شو چې مردخای یهودي دی، هغه دا پرېکړه وکړه چې یوازې د مردخای وژل کافي نه دي. هغه دا پلان جوړ کړ چې هغه ټول یهودیان چې د خشایار شاه په ټوله امپراتورۍ کې دي، ووژل شي.
7 د خشایار شاه د امپراتورۍ د دولسم کال په لومړۍ میاشت چې د نیسان میاشت وه، هامان امر وکړ چې د ده په وړاندې پوریم یعنې پچه واچوي چې د دې دسیسې د سرته رسولو دپاره کومه ورځ او کومه میاشت ښه ده. نو د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وټاکل شوه.
8 نو هامان خشایار شاه ته وویل: «یو قوم دی چې ستاسو د امپراتورۍ د ټولو ولایتونو د قومونو په منځ کې خپور شوی دی چې دود یې د هغو ټولو قومونو نه فرق لري او د پاچا د قانون څخه اطاعت نه کوي، دا د پاچا په ګټه نه ده چې هغوی وزغمي.
9 که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي، یو فرمان جاري کړئ چې هغوی ووژل شي. که تاسو دا کار وکړئ، نو زه وعده کوم چې درې سوه څلوېښت ټنه سپین زر به د شاهي اداري چارو دپاره شاهي خزانې ته ورکړم.»
10 پاچا خپله د مهر ګوته چې په هغې باندې د پاچا فرمانونه مهر کېدل، د خپلې ګوتې راوویستله او هغه یې هامان د اجاجي همداتا زوی ته چې د یهودیانو دښمن ؤ، ورکړه.
11 پاچا هغه ته وویل: «دا قوم او د هغوی پیسې دې ستا وي، نو څنګه چې ستا خوښه وي هماغسې ورسره وکړه.»
12 نو د لومړۍ میاشتې په دیارلسمه ورځ هامان د پاچا منشیان راوغوښتل. هغوی د هامان حکمونه هر ولایت ته د هغوی په خط او د هر قوم په ژبه د پاچا له خوا ټاکل شويو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او د مختلفو قومونو مامورینو ته ولیکل. هغه حکمونه د خشایار شاه په نامه ولیکل او مهر شول.
13 پیغامونه د دې حکم سره د قاصدانو په وسیله د پاچا ټولو ولایتونو ته ولېږل شول چې ټول یهودیان، زوړ او ځوان، ښځې او ماشومان دې په یوه ورځ یعنې د دولسمې میاشتې په دیارلسمه نېټه چې د اذر میاشت وه، ووژل شي. هغوی دې په بې رحمۍ سره ووژل شي او د هغوی مالونه دې لوټ شي.
14 د فرمان د متن یو نقل دې د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو هغوی د هغې ورځې دپاره تیار اوسي.
15 د پاچا په حکم دا فرمان د شوش په بالاحصار کې خپور شو او قاصدانو دغه خبر په بیړه ولایتونو ته ورساوه. په داسې حال کې چې پاچا او هامان ناست وو او شراب یې څښل، خو د شوش په ښار کې وارخطایي او ګډوډي وه.