ٓاستر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 5

د روژې په درېمه ورځ استر خپل شاهانه کالي واغوستل، بیا لاړه او د ماڼۍ په دننه حوېلۍ کې د پاچا د شاهي تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. پاچا دننه ؤ او په همدې کوټې کې دروازې ته مخامخ په خپل تخت باندې ناست ؤ.
2 کله چې هغه ولیدل چې ملکه استر په حوېلۍ کې ولاړه ده، پاچا په هغې مهربانه شو او خپله د سرو زرو امسا چې د هغه په لاس کې وه، د هغې خواته وراوږده کړه. نو استر ورنژدې شوه او د هغه د امسا څوکې ته یې لاس وروړ.
3 پاچا پوښتنه وکړه: «ای ملکې استر، څه خبره ده؟ ووایه څه شی غواړې، حتی که هغه زما نیمه امپراتوري هم وي تاته به درکړل شي.»
4 استر ځواب ورکړ: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي نن تاسو او هامان هغې مېلمستیا ته راشئ چې ستاسو دپاره مې تیاره کړې ده.»
5 پاچا وویل: «هامان سمدلاسه راولئ، ترڅو د استر غوښتنه پوره شي.» نو پاچا او هامان د استر مېلمستیا ته لاړل.
6 د شرابو د څښلو په وخت کې پاچا د استر څخه پوښتنه وکړه: «ماته ووایه چې ته څه غواړې هغه به درته درکړل شي. ستا غوښتنه څه ده؟ که ته وغواړې، زه به حتی نیمه امپراتوري هم درکړم.»
7 استر ځواب ورکړ: «زما هیله او غوښتنه دا ده:
8 که چېرې تاسو اعلیحضرت زما سره خوشحاله یئ، مهرباني وکړئ زما غوښتنه ومنئ، نو زه غواړم چې سبا تاسو او هامان هغې بلې مېلمستیا ته راشئ چې زه یې ستاسو دپاره تیاروم. هغه وخت به تاسو ته ووایم چې زه څه غواړم.»
9 کله چې هامان د مېلمستیا څخه ووت، هغه د زړه له کومي خوشحاله ؤ. خو کله چې هغه مردخای د ماڼۍ په دروازه کې ولید، مردخای ورته د درناوي په خاطر ونه درېد او نه ورڅخه ووېرېده، نو هامان په هغه باندې ډېر په قهر شو.
10 خو هامان خپل ځان کنترول کړ او خپل کور ته لاړ. نو بیا هغه خپل ملګري خپل کور ته راوغوښتل او د خپلې ښځې زرش نه یې هم وغوښتل چې د دوی په غونډه کې ګډون وکړي.
11 نو هامان ورته لافې ووهلې، چې هغه څومره شتمن دی، څومره ډېر زامن یې دي، پاچا هغه ته څومره لوړ مقام ورکړی دی او دا چې هغه یې د پاچا د نورو ټولو مامورینو نه لوړ کړی دی.
12 هامان زیاته کړه: «حتی ملکې استر پرته له پاچا او ما هېڅوک هغې مېلمستیا ته چې هغې تیاره کړې وه، نه دی غوښتی. همدارنګه هغې د سبا دپاره هم زه او هم پاچا د مېلمستیا دپاره غوښتي یو.
13 خو ترڅو چې زه مردخای یهودي وینم چې د ماڼۍ په دروازه کې ناست دی دا ټول شیان زما دپاره هېڅ ارزښت نه لري.»
14 د هغه ښځې زرش او ټولو ملګرو یې هغه ته وویل: «د درویشت مترو په لوړوالي یو دار جوړ کړه او سبا سهار د پاچا څخه وغواړه چې مردخای په هغه باندې ځوړند شي. بیا کولای شې چې په خوشحالۍ سره مېلمستیا ته لاړ شې.»دغه نظر د هامان خوښ شو او امر یې وکړ چې دار دې جوړ شي.