ٓاستر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 10

اخشایار شاه په خپلې امپراتورۍ کې هر یو دې ته مجبور کړ چې باج ورکړي، حتی هغه خلک چې د دریاب څخه لېرې او یا د دریاب په غاړه اوسېدل.
2 هغه ټول لوی او عجیبه کارونه چې خشایار شاه کړي وو او هغه پوره کیسه چې هغه څنګه مردخای ته لوړ مقام ورکړ، هغه د ماد او فارس د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
3 یهودي مردخای د خشایار شاه څخه وروسته دوهم کس ؤ. یهودیانو هغه ته په درنه سترګه کتل او ورباندې ګران ؤ. هغه د خپلو خلکو د ښېګڼې او د هغوی د ټولې اولادې د ارامۍ دپاره غږ پورته کاوه.