غلاتیان

1 2 3 4 5 6


څپرکی 6

ای خویندو او ورونو! که چېرې څوک په کومې ګناه کې راګېر شي، نو تاسو چې روحاني خلک یئ، هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته راوګرځوئ. په خپلو ځانونو باندې پام کوئ، که نه، نو تاسو به هم وسوسه شئ.
2 یو د بل سره د بار په وړلو کې مرسته کوئ، نو په دې ډول به تاسو د مسیح شریعت پوره کړئ.
3 که چېرې څوک خپل ځان لوی ګڼي او په حقیقت کې هغه هېڅ هم نه وي، نو هغه خپل ځان غولوي.
4 هرڅوک دې خپل عمل په خپله وازمایي. که چېرې ښه وي نو بیا کولای شي په خپل ځان فخر وکړي، خو خپل ځان د نورو سره مه پرتله کوئ.
5 ځکه چې هرڅوک باید خپل کار په خپله سرته ورسوي.
6 څوک چې د خدای کلام زده کوي، نو په خپلو ټولو ښو شیانو کې دې خپل ښوونکی شریکوي.
7 مه بې لارې کېږئ، هېڅوک نه شي کولای چې خدای وغولوي، ځکه څوک چې څه کري هغه به رېبي.
8 خو څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو په کرونده کې کوم څه وکري، نو د هغه څخه به د مرګ حاصل راټول کړي او څوک چې د روح القدس د خوشحالولو دپاره کوم څه وکري، نو د هغه روح القدس څخه به د تلپاتې ژوندون حاصل راټول کړي.
9 نو مونږ باید په ښه کار کولو ستړي نه شو او د دې کارونو څخه لاس وانخلو، نو په سم وخت به خپل حاصل راټول کړو.
10 نو ترڅو پورې چې زمونږ سره موقعه وي، باید د هرچا سره نېکي وکړو او په ځانګړې توګه د هغوی سره چې د ایماندارانو په یوه کورنۍ کې زمونږ سره شریک دي.
11 وګورئ، زه تاسو ته په خپل لاس په څومره غټو ټکو سره لیکم.
12 کوم خلک چې تاسو په سنتولو مجبوروي، دا هغه خلک دي چې د نورو په مخکې خپل ځانونه داسې ښایي چې دوی ښه خلک دي. ځکه دوی نه غواړي چې د مسیح د صلیب په خاطر وځورول شي.
13 ځکه حتی هغه خلک چې سنت شوي دي، هغوی په خپله په شریعت باندې عمل نه کوي، خو هغوی ستاسو سنتېدل د دې دپاره غواړي چې ستاسو په دې کار هغوی فخر وکړي.
14 خو خدای دې نه کړي چې زه دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د صلیب څخه پرته په کوم بل شي باندې فخر وکړم. ځکه چې د هغه د صلیب په وسیله نړۍ زما دپاره مړه شوه او زه د نړۍ دپاره.
15 ځکه چې سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده، بلکې نوی پیدایښت مهم دی.
16 سلامتي او رحم دې وي په هغه چا باندې چې د دې قانون سره سم ژوند تېروي او هم د خدای په ټولو حقیقي اسراییلو باندې.
17 له دې نه وروسته دې هېڅوک ما نه په تکلیفوي، ځکه زما په بدن چې کوم داغونه دي د هغې نه معلومیږي چې زه د عیسی یم.
18 ای خویندو او ورونو! په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي. امین.