غلاتیان

1 2 3 4 5 6


څپرکی 3

ای ناپوهه غلاتیانو! تاسو ته په ښکاره وویل شول چې عیسی مسیح څنګه په صلیب ځوړند کړای شو. نو بیا په تاسو باندې چا جادو او کوډې کړې دي چې دا نه منئ؟
2 زه یوازې غواړم په دې پوه شم چې: ایا تاسو په شریعت باندې په عمل کولو سره روح القدس تر لاسه کړ یا مو د زېري په اورېدلو او په هغه باندې په ایمان راوړلو له لارې؟
3 بیا څنګه کېدای شي چې دومره ناپوهه اوسئ؟ تاسو چې خپل نوی ژوند د روح القدس په وسیله شروع کړ، اوس غواړئ چې په خپل انساني کوښښ یې کامل کړئ؟
4 ایا ستاسو د ژوند ټولې تجربې بې ګټې وې؟ په یقین سره چې بې ګټې نه وې.
5 ایا خدای چې تاسو ته روح القدس درکوي او تاسو ته معجزې ښایي، په شریعت باندې د عمل کولو په خاطر که د مسیح د زېري اورېدلو او په هغه باندې د ایمان راوړلو په سبب؟
6 د ابراهیم په هکله فکر وکړئ: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او خدای هغه د خپل ایمان له امله نېک وګاڼه.»
7 نو بیا پوه شئ چې د ابراهیم رښتیني اولادونه هغه خلک دي چې په خدای ایمان لري.
8 لکه څنګه چې د خدای په کلام کې پېشګویي شوې ده چې خدای به غیریهودیان د ایمان په وسیله نېک وګڼي. هغه ډېر پخوا ابراهیم ته دا زېری ورکړی ؤ او ویلي یې وو: «ستا په وسیله به ټولو قومونو ته برکت ورکړل شي.»
9 نو هغه خلک چې ایمان لري، په هغو برکتونو کې به شریک شي چې ابراهیم ته د ایمان له امله ورکړل شوي وو.
10 خو هرڅوک چې په شریعت باندې په عمل کولو تکیه کوي هغه لعنتي دی. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «لعنت به وي په هر هغه چا باندې چې په هغو ټولو شیانو چې په شریعت کې لیکل شوي دي، عمل نه کوي.»
11 دا ښکاره خبره ده چې هېڅوک د شریعت په وسیله د خدای په نظر کې عادل کېدلی نه شي. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «نېکان به د ایمان په وسیله ژوند کوي.»
12 خو د ایمان لاره د شریعت د لارې څخه فرق لري. لکه څنګه چې وایي: «څوک چې په شریعت باندې عمل کوي، هغوی به د شریعت له مخې ژوند کوي.»
13 خو مسیح مونږ د هغه لعنت نه ازاد کړو چې د شریعت څخه راپیدا کیږي. کله چې هغه په صلیب ځوړند شو، نو زمونږ د ګناهونو لعنت یې په خپل ځان واخیست. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «هرڅوک چې په ونه کې ځوړند کړای شي هغه لعنتي دی.»
14 مسیح دا کار د دې دپاره وکړ چې هغه برکت چې خدای د ابراهیم سره وعده کړې وه د عیسی مسیح په وسیله غیریهودیانو ته هم ورسیږي، ترڅو مونږ د خدای وعده شوی روح القدس د ایمان په وسیله لاسته راوړو.
15 ای زما خویندو او ورونو! زه تاسو ته د ورځني ژوند یو مثال راوړم: هېڅوک نه شي کولای هغه تړون چې د دوه کسانو ترمنځ شوی وي، باطل کړي او یا کوم شی په کې ورزیات کړي.
16 خو خدای چې کومه وعده د ابراهیم سره کړې وه، نو د خدای کلام دا نه وایي: «د هغه د اولادونو سره،» یعنې مقصد یې دا نه ؤ چې ډېر اولادونه، بلکې د هغه مقصد دا ؤ چې د هغه یوازېنی اولاد، یعنې د مسیح سره.
17 زما مقصد دا دی: هغه شریعت چې څلور سوه او دېرش کاله وروسته راغی، نه شي کولای هغه لوظ باطل کړي چې خدای د ابراهیم سره کړی ؤ او نه د هغه وعده ماتولی شي.
18 ځکه که چېرې میراث د شریعت سره تړلی وي، نو هغه نور د وعدې سره تړاو نه لري. خو خدای هغه ابراهیم ته د وعدې له مخې ورکړی دی.
19 نو بیا د شریعت مقصد څه ؤ؟ د وعدې تر څنګه شریعت هم ورکړل شو، ترڅو خلکو ته د هغوی ګناهونه وروښایي. شریعت د دې دپاره جوړ شوی ؤ چې یوازې د ابراهیم د نسل د راتللو پورې چې وعده یې ورسره شوې وه، اعتبار ولري. خدای خپل شریعت د فرښتو په وسیله موسی ته چې د خدای او انسانانو ترمنځ منځګړی ؤ، ورکړ.
20 خو منځګړي ته هغه وخت اړتیا وي چې په تړون کې دوه خواوې شاملې وي، خو خدای یو دی او هغه د ابراهیم سره بې له منځګړي وعده وکړه.
21 ایا شریعت د خدای د وعدو په خلاف دی؟ هېڅکله نه. ځکه که چېرې شریعت کولای شوای مونږ ته نوی ژوند راکړي، نو په شریعت باندې په عمل کولو سره به د خدای په نظر کې عادل کېدلی شوای.
22 خو د خدای کلام وايي چې مونږ ټول د ګناه بندیوان یو، ترڅو هغه وعده چې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره تر سره کیږي، ایماندارانو ته ورکړل شي.
23 خو په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو نه مخکې مونږ د شریعت تر قدرت لاندې وو او د شریعت په بند کې ساتل کېدلو، تر هغې پورې چې مونږ ته د عیسی مسیح د ایمان لاره ښکاره شوه.
24 نو په دې ډول شریعت د مسیح تر راتللو پورې زمونږ سرپرست ؤ، ترڅو مونږ د ایمان په وسیله نېک وګڼل شو.
25 خو څرنګه چې د دې وخت رارسېدلی دی چې په مسیح باندې ایمان راوړو، نو مونږ نور د شریعت سرپرستۍ ته اړتیا نه لرو.
26 ځکه چې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره تاسو ټول د خدای اولادونه یئ.
27 تاسو ټولو چې د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخیست، نو د مسیح خوی او خصلت ولرئ.
28 نو بیا د یهودي او غیریهودي، غلام او ازاد او د نر او ښځې ترمنځ فرق نشته، ځکه چې تاسو ټول په عیسی مسیح کې سره یو یئ.
29 که چېرې تاسو د مسیح یئ، نو د ابراهیم اولادونه یئ او د خدای د وعدې له مخې د هغه وارثان یئ.