غلاتیان

1 2 3 4 5 6


څپرکی 4

خو زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې چې میراث خور صغیر وي، نو د یو غلام سره فرق نه لري، که څه هم هغه د ټول جایداد خاوند وي.
2 پلار یې چې کوم وخت د هغه دپاره ټاکلی دی تر هغې پورې به د سرپرستانو او ساتونکو د څارنې لاندې وي.
3 په همدې ډول کله چې مونږ هم په روحاني توګه ماشومان وو، نو د دنیاوي بدو روحاني قوتونو غلامان وو.
4 خو کله چې هغه ټاکل شوی وخت راورسېد، نو خدای خپل زوی راولېږه چې د یوې ښځې نه پیدا شو او د شریعت تابع ؤ،
5 ترڅو د هغو خلکو ازادي بېرته په بیه واخلي چې د شریعت تابع وو، په دې ډول هغه مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي یو.
6 د دې دپاره چې خدای دا وښایي چې د هغه اولادونه یو، نو د خپل زوی روح یې زمونږ زړونو ته راولېږه، هغه روح چې چیغې وهي: «ای زما پلار جانه.»
7 نو نور ته غلام نه یې، بلکې د هغه اولاد یې. او څرنګه چې د هغه اولاد یې، نو خدای ته د خپل هرڅه وارث کړی هم یې.
8 پخوا چې تاسو خدای نه پېژانده، نو د هغو خدایانو بندګي مو کوله چې په اصل کې خدایان نه وو.
9 خو اوس چې تاسو خدای پېژنئ او یا باید ووایم چې خدای تاسو پېژني، نو بیا څنګه کولای شئ چې بېرته هغو کمزورو او بې ګټې دنیاوي اصولو ته وروګرځئ؟ ولې غواړئ چې یوځل بیا د هغو شیانو غلامان شئ؟
10 تاسو په ډېر غور ځانګړې ورځې، میاشتې، فصلونه او کلونه هم په مذهبي توګه لمانځئ.
11 زه وېرېږم چې کوم زحمتونه چې ما ستاسو دپاره ویستلي دي، هغه بېځایه تللي وي.
12 ای خویندو او ورونو! تاسو ته زاري کوم چې خپل ځانونه زما په شان د دې شیانو څخه ازاد کړئ، ځکه چې زه هم ستاسو په شان شوی یم. تاسو مخکې زما سره هېڅ بد سلوک نه دی کړی.
13 تاسو ته په یاد دي کله چې ما د اول ځل دپاره زېری واوراوه، په هغه وخت کې زه ناروغ وم.
14 سره له دې چې زما ناروغي ستاسو دپاره یو ازمایښت ؤ، خو بیاهم تاسو زما څخه کرکه ونه کړه او مخ مو راڅخه ونه اړاوه، بلکې داسې هرکلی مو راته وویل چې ګوندې زه د خدای فرښته یا خپله عیسی مسیح وم.
15 زه دا ویلی شم چې تاسو زما سره دومره خوشبخته وئ که چېرې کېدلی شو، نو خپلې سترګې به مو راویستلې وای او ماته به مو راکړې وای. خو اوس ستاسو هغه خوشحالي څه شوه؟
16 خو اوس چې زه تاسو ته حقیقت وایم، نو ستاسو دښمن شوم؟
17 هغه خلک چې ستاسو سره ملګرتیا کوي د هغوی نیتونه ښه نه دي، بلکې هغوی غواړې چې تاسو زما څخه جدا کړي، ترڅو د هغوی طرفدار شئ او خپل پام د هغوی خواته واړوئ.
18 که چېرې څوک غواړي چې په رښتیني توګه ستاسو سره ملګرتیا وکړي، نو دا ښه خبره ده، خو دا دې هر وخت کوي، نه یوازې هغه وخت چې زه ستاسو سره یم.
19 زما ګرانو بچیانو! زه یوځل بیا ستاسو دپاره د هماغه درد احساس کوم چې یوه مور یې د لنګون په وخت کې لري، ترڅو ستاسو طبیعت د مسیح په شان شي.
20 کاشکې زه اوس ستاسو سره وای چې په بل ډول مې درسره خبرې کولای، ځکه چې ستاسو په هکله ډېر اندېښمن یم.
21 تاسو چې غواړئ د شریعت د حکمونو لاندې ژوند وکړئ، ماته ووایئ څه چې تورات وایي ایا په هغو باندې نه پوهېږئ؟
22 ځکه چې په تورات کې لیکل شوي دي چې ابراهیم دوه زامن درلودل، یو یې د وینځې څخه او بل یې د ازادې ښځې څخه ؤ.
23 د وینځې زوی په عادي ډول پیدا شو، خو د ازادې ښځې زوی د خدای د وعدې له مخې نړۍ ته راغی.
24 دا شیان کولای شو چې د یو مثال په توګه بیان کړو: دا دوه ښځې د خدای د دوه لوظونو ښودونکي دي. یوه یې هاجره ده چې د سینا د غره په مثال ده او اولادونه به یې غلامان وي.
25 هاجره په عربستان کې د سینا د غره په مثال ده چې د اوسني اورشلیم په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کې ژوند کوي.
26 خو هغه بله ښځه ساره ده چې د اسماني اورشلیم په مثال ده. هغه ازاده ښځه ده او زمونږ مور ده.
27 ځکه چې لیکل شوي دي: ای شنډې ښځې! خوشحالي وکړه، که څه هم هېڅکله دې ماشوم نه دی زېږولی او د لنګون دردونه دې نه دې لیدلی. د خوشحالۍ نه چیغې ووهه، ځکه چې ناګڼلې ښځه به د ګڼلې ښځې نه زیات اولادونه راوړي.
28 نو اوس ای خویندو او ورونو! تاسو د اسحاق په شان د خدای د وعدې اولادونه یئ.
29 په هغه وخت کې به هغه زوی چې په عادي ډول پیدا شوی ؤ، هغه زوی ځوراوه چې د روح القدس په قدرت سره پیدا شوی ؤ، نن هم همداسې کیږي.
30 خو د خدای کلام څه وایي؟ «وینځه او د هغې زوی وشړه، ځکه چې د وینځې زوی به د ازادې ښځې د زوی سره په میراث کې شریک نه شي.»
31 نو ای خویندو او ورونو! مونږ د وینځې اولادونه نه یو، بلکې د ازادې ښځې اولادونه یو.