غلاتیان

1 2 3 4 5 6


څپرکی 1

دا لیک د پولوس رسول له خوا چې هغه نه د انسان له خوا ټاکل شوی او نه د انسان له خوا رالېږل شوی بلکې د عیسی مسیح او پلار خدای له خوا چې عیسی یې له مړو نه راژوندی کړی دی.
2 ټول ایمانداران چې دلته زما سره دي د غلاتیې ټولو کلیساګانو ته سلامونه وایي.
3 زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
4 هغه عیسی چې خپل ژوند یې زمونږ د ګناهونو په خاطر قربان کړ، ترڅو د خدای یعنې زمونږ د اسماني پلار د ارادې سره سم مونږ د دې اوسنۍ بدکارې زمانې څخه خلاص کړي.
5 د خدای جلال دې تل ترتله وي. امین.
6 زه په دې ډېر حیران یم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چې د مسیح په فضل یې رابللي یئ او بل زېری منئ.
7 حال دا چې بل زېری نشته. خو ځینې خلک شته چې غواړي ستاسو فکرونه ګډوډ او د مسیح زېری بدل کړي.
8 خو که مونږ یا حتی د اسمان یوه فرښته بې له هغه زېري څخه چې مونږ تاسو ته واوراوه، کوم بل زېری واوروي، نو لعنت دې ورباندې وي.
9 لکه څنګه چې مخکې مې درته وویل، اوس یې یوځل بیا درته وایم: هرڅوک چې بې له هغه زېري نه چې تاسو قبول کړی دی، د کوم بل زېري تبلیغ درته وکړي، نو لعنت دې وي ورباندې.
10 ایا زه اوس کوښښ کوم چې انسان راضي وساتم یا خدای؟ که چېرې زما مقصد د خلکو خوشحالول وي، نو د مسیح خدمتګار به نه یم.
11 زما خویندو او ورونو! زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې هغه زېری چې ما تاسو ته واوراوه، هغه د انسان له خوا جوړ شوی زېری نه دی.
12 هغه ما د چا له خوا تر لاسه کړی نه دی او نه چا راته زده کړی دی، بلکې خپله عیسی مسیح راته ښکاره کړی دی.
13 تاسو به زما د تېر ژوند په هکله چې کله ما د یهودي مذهب څخه پیروي کوله، اورېدلې وي چې څنګه په بې رحمۍ سره به مې د خدای کلیسا ځوروله او کوښښ به مې کاوه چې هغه له منځه یوسم.
14 زه په یهودیت کې د خپل قوم د خپلو ډېرو همزولو نه مخکې وم او د خپلو نیکونو په روایتونو باندې ټینګ ولاړ وم.
15 خو د خدای رضا په دې کې وه چې زه یې د زېږېدلو نه مخکې د مور په ګېډه کې غوره کړم او د خپل فضل په وسیله یې راوبللم،
16 چې خپل زوی ماته راښکاره کړي، ترڅو غیریهودیانو ته د هغه په هکله زېری ورسوم. په دې کار کې ما د هېچا سره مشوره نه ده کړې
17 او نه اورشلیم ته لاړم، ترڅو د هغو خلکو سره ووینم چې زما نه مخکې رسولان وو، بلکې عربستان ته لاړم او وروسته بېرته دمشق ته راستون شوم.
18 درې کاله وروسته اورشلیم ته لاړم، ترڅو د پطروس سره وپېژنم او پنځلس ورځې د هغه سره پاتې شوم.
19 خو ما پرته د عیسی مسیح د ورور یعقوب نه نور رسولان ونه لیدل.
20 زه چې تاسو ته څه لیکم هغه رښتیا دي. خدای پوهیږي چې زه دروغ نه وایم.
21 وروسته بیا د سوریې او قیلیقیې سیمو ته لاړم.
22 په یهودیې کې د مسیح د کلیساګانو غړو زه نه پېژندلم.
23 هغوی یوازې اورېدلي وو چې خلکو به ویل: «هغه چا چې مونږ به یې ځورولو، اوس د هماغه ایمان په هکله وعظ کوي چې یو وخت یې د هغه د له منځه وړلو کوښښ کاوه.»
24 او هغوی زما په خاطر د خدای ثنا وویله.