تاريخ

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 6

نو داریوش پاچا یو فرمان ورکړ چې شاهي سندونه دې د څپرکیل په ارشیف کې ولټول شي.
2 خو د اکباتان د ښار په بالاحصار کې چې د ماد په ولایت کې ؤ یو طومار وموندل شو چې په هغه کې داسې لیکل شوي وو:«دا رسمي سوانح دي.
3 کوروش پاچا د خپلې امپراتورۍ په لومړي کال حکم وکړ چې په اورشلیم کې دې د خدای کور د هغه په پخواني ځای کې د قربانۍ د وړاندې کولو دپاره بیا ودان شي. هغه دې داسې جوړ شي چې اووه ویشت متره لوړوالی او اووه ویشت متره سور ولري.
4 دېوالونه یې باید داسې جوړ شي چې د لویو تیږو د هرو درېو پوړونو په سر باندې دې یو پوړ لرګي وي. د هغې ټول لګښت دې د شاهي خزانې له خوا ورکړل شي.
5 همدارنګه د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر پاچا په اورشلیم د خدای د کور څخه څپرکیل ته راوړي وو، هغه دې بېرته په اورشلیم کې د خدای په کور کې په خپلو ځایونو کې کېښودل شي.»
6 نو داریوش پاچا دا لاندې ځواب ولېږه:«د فرات د سیند د لوېدیځې خوا والي تتنای، شتار بوزنای او ستاسو هغه ملګرو مامورینو ته چې د فرات د سیند په لوېدیځ کې اوسیږي: د خدای کور ته نژدې نه شئ.
7 د خدای د دې کور د جوړولو په کار کې لاس وهنه مه کوئ. پرېږدئ چې د یهودا والي او د یهودیانو مشران هغه کور په خپل پخواني ځای کې بېرته ودان کړي.
8 زه په دې ډول تاسو ته حکم کوم چې د هغوی سره د خدای د دې کور په بیاجوړولو کې مرسته وکړئ. د هغوی لګښتونه دې پوره او بې له ځنډه د هغو شاهي پیسو څخه ورکړل شي چې د مالیو له لارې د فرات د سیند د لوېدیځې خوا په ولایت کې تر لاسه شوي دي، ترڅو په کار کې ځنډ رانه شي.
9 هغه څه چې کاهنان ورته په اورشلیم کې اړتیا لري یعنې سخوندران، پسونه او وري چې د اسمانونو خدای ته د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کیږي او غنم، مالګه، شراب او د زیتونو تېل هره ورځ پرته له دې چې ځنډ په کې رامنځته شي، ورکړئ.
10 دا کارونه باید وشي، ترڅو هغوی وکولای شي هغه قربانۍ وړاندې کړي چې د اسمانونو خدای ورباندې خوشحالیږي او زما او زما د زامنو دپاره د برکت دعا وکړي.
11 برسېره پر دې، زه امر کوم چې که څوک د دې حکم نه سرغړونه وکړي، نو د هغه د کور نه دې د لرګیو یو تیر راوویستل شي، د هغه یو سر دې تېره شي او بیا دې د هغه په تن کې ومنډل شي. ورسته دې د هغه کور په ډېران باندې بدل شي.
12 هغه خدای چې اورشلیم یې د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی، هر پاچا یا هر قوم چې د دې حکم نه سرغړونه وکړي او د خدای دا کور وران کړي، خدای دې هغه له منځه یوسي. زه داریوش داسې حکم کوم چې زما د امر څخه دې په پوره توګه اطاعت وشي.»
13 نو څنګه چې پاچا حکم کړی ؤ، تتنای والي، شتار بوزنای او د هغو ملګرو مامورینو کټ مټ هماغسې وکړل.
14 د یهودیانو مشرانو د خدای د کور په جوړولو کې ښه پرمخ تګ وکړ، ځکه چې حجي او د عیدو زوی زکریا چې نبیان وو، هغوی یې د دې کار دپاره هڅول. هغوی د اسراییلو د خدای د حکم سره سم او د فارس د پاچاهانو کوروش، داریوش او د ارتخششتا د فرمان له مخې د خدای د کور کار سرته ورساوه.
15 هغوی د داریوش د امپراتورۍ په شپږم کال د ادار د میاشتې په درېمه ورځ د خدای د دې کور کار پای ته ورساوه.
16 د اسراییلو خلکو یعنې کاهنانو، لاویانو او هغو نورو خلکو چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، په خوشحالۍ سره د خدای د دې د کور د وقف کېدلو جشن ولمانځه.
17 هغوی د وقف کېدنې دپاره سل غویان، دوه سوه پسونه او څلور سوه وري قرباني کړل او دولس وزان یې د ټولو اسراییلو د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړل یعنې د هرې قبیلې په سر یو یو وز.
18 هغوی د موسی د تورات د لارښوونو سره سم په اورشلیم کې د خدای د خدمت دپاره د کاهنانو او لاویانو ډلې وټاکلې.
19 هغه خلک چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ یې د فسحې اختر ولمانځه.
20 ټولو کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه پاک کړل او د مذهبي دود او دستور له مخې پاک شول. لاویانو د هغو ټولو خلکو دپاره چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، د نورو کاهنانو او ځانونو دپاره د فسحې د قربانیو وري حلال کړل.
21 دا قربانۍ هغو اسراییلیانو وخوړلې چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو او هغو ګاونډیانو هم وخوړلې چې د دې هېواد د نورو ناپاکو قومونو د ګناه څخه ډک رواجونه یې پریښي وو، د دې دپاره چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي.
22 هغوی اووه ورځې د فطیرې ډوډۍ اختر په خوشحالۍ سره ولمانځه. د هغوی زړونه د خوشحالیو نه ډک وو، ځکه چې څښتن د آشور پاچا په هغوی باندې مهربانه کړی ؤ او د هغوی سره یې د اسراییلو د خدای د کور په بیاجوړولو کې مرسته وکړه.